کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پښتنو ته له یووالي پرته بله لار نده پاتی

پښتنو ته له یووالي پرته بله لار نده پاتی

کله ،چې انګرېزان دهندد نيمې وچې پریښودو ته مجبور شول ، چې دتاریخ پوهانو په اند دهند له نیمی وچی څخه دانګریزانو دوتلو اصلی لامل پښتانه وه، دهندی پښتنو دازادۍ غوښتنی غورځنګ چی مرکزیت یی دروهیلکنډ دپښتنو په لاس کښی وو انګریزان ډیر وځپل، همدا شان دپښتونخوا پښتنو هم انګریزی استعمار ته سخت ګزارونه ورکړل، نه یواځی په مسلحانه مبارزه کښی بلکه په سوله ایزه مبارزه کښی هم پښتانه تر چا وروسته نه وو (دفخر افغان خان باچا خان دخدایی خدمتګار غورځنګ چی انګریزان یی ډیر وارخطا کړی وه)، همدا رنګه دافغان انګلیس جګړو هم انګریزان ډیر وځپل، غرور یی له خاورو سره خاوری شو، او نړۍ ته هم داروښانه شوه چی انګریز یو نه ماتیدونکی ځواک ندی. داټول لاملونه سره یوځای شول او دانګریزانو کینه او نفرت یی دپښتنو لپاره نور هم په غرغنډو کړ، له پښتنو څخه دغچ اخستلو یو شوم او ناولی پلان یی جوړ او عملی کړ، دهمدی کرغیړن پلان دیوی برخی په توګه یی دپښتنو په سینه چاړه کش کړه، پښتانه یی دوه ځایه کړه او تر شا یی داسې ښکېلاکي غمونه وکرل ،چې تر اوسه يې افغان – پښتون ملت په اور کې سوځيږي .
هو! انګرېزانو په ١٨٩٣ زېږديږکال دخپلې دغې استعماري مقولې پربنسټ،چې وايي : (بېل يې کړه ، اېل يې کړه ! Divide in rule )دابدالي بابا په لاس د جوړ شوي لوی افغانستان له و جود څخه يوه ټوټه تاريخي خاوره(دډیورنډ دکرغیڼی او تش په نامه کرښی په واسطه) بېله کړه چی ورسته یی بیا دپښتنو ددایمی ځبیښاک او ځپلو لپاره په خپل لاس جوړشوي ښکېلاکځي ((مستعمره )) (پاکستان ) کې ورګډه او مدغم کړه. دډیورڼد کرښی ته ځکه تش په نامه کرښه وایو چی هیڅ ډول تاریخی، حقوقی او کلتوری حیثیت نه لری، ځکه هغه څه ته چې د \”ډيورند کرښې\” Durand Line موافقه ليک ويل کيږي، د لاسليک له هماغې لومړۍ شيبې څخه د نړيوالو حقوقو له عمومي پرنسيپونو، نورمونو اوپروسيجر سره په تضاد کې و. هغه نه د يوه خپلواک دولت له خوا، چې د نړيوالو قوانينو له مخې د لاسليک واک اوصلاحيت ولري، لاسليک شوى، او نه هم د افغان لوري د ازادې ارادې او رضايت څرګندوى دى همدا دوه اصله که په نظر کښی ونیول شی نو بس ده چی دډیورنډ کرغیړنه کرښه بی اساسه او دنه منلو وړ ثابته کړی.
په تاريخي لحاظ د \”ډيورند کرښه\” Durand Line نه فزيکي (ډيفکتو) او نه هم د کاغذ پرمخ (ډيجور) حقوقي ارزښت لري. په دې خيالي کرښه کې ټول بشري، جغرافيايي اوحقوقي معيارونه تر پښولاندې شوي. د يوه واحد افغان ملت واحد وجود يې څيرلى چې د تيرو ١١٧ کلونو په بهير کې ترې وينې بهيږي.
ددی کرغړنی کرښی دتیریدو په پایله کښی چی کومه دشیطان ځاله رامنځ ته شوی، او دپاکستان نوم ورکړل شوی په حقیقت کښی یواځی دپښتنو دځپلو، وژلو، ویشلو او دپښتنو د هیواد دورانولو او په اوږد مهال کښی دپښتنو دله منځه وړلو په موخه جوړ شوی او بس.
دانګلیس ددی حرمونی دزیږیدنی له ورځی نیولی با تر دامهاله له دغه ښکېلاکځي څخه نه يوازې افغانستان او پښتانه بلکې ټوله سيمه، اسيا او نړۍ وهل کېږي ، اوپه ټوله کې داوسنۍ مترقي نړۍ  پرضد دسيسې چمتو او پلي کېږي، چې نه یواځی نړيوال امنيت او سوله يې له جدي ګواښ سره مخ کړې ده بلکه دسیمی او نړۍ سوداګریز او اقتصادی نظام یی هم ګډ وډ کړی، چی ښه بیګه یی د افغان – هند سوداګریزی اړیکی دی .


پاکستان،چې په سيمه کې (٧٠٠ ) زره کسيزه پوځ د (١٠٠ ) په شاوخوا کې اټومي بمونه او کرغیړنه څارګره اداره (I.S.I ) هم لري،غواړي ، ځان په نړيواله صحنه کې داسلامي نړۍ دمخکښ استازي هېواد په توګه مطرح کړی او په سیمه کښی دنړیوالو څخه امتیاز ترلاسه او مشري وکړي ،چې هېڅډول قانوني او حقوقي جواز او نه لري، ځکه نوموړی هیواد دجعل اوتزویر له مخی جوړ شوی، ځکه چی ډیورنډ کرښه دنړیوالو تړونونو له پروسیجر او شرایطو سره هیڅ سر نه خوری . نوموړي هېواد په دغه لړکې په خپله خاوره دترهګرو مېشتغالي او روزنځيونه جوړ او انسان وژونکي په کې روزل کېږي او بيا نړۍ ته صادريږي.
انګرېزانو دپاکستان په جوړاوي سره يوه لويه ټوټه پښتانه د هغوى دهيلې او غوښتنې پرخلاف په دغه نوزيږي هېواد کې ورګډاو شامل کړل ،چې داچاره دملګرو ملتونو دخپلواکۍ دحق په اړه منل شويو نورمونو او اصولو څخه يوه لويه اوجدي سرغړونه ده ،چې په لوى لاس دهغه مهال دپښتنو دملي غورځنګ (خدايي خدمتګاران ) ددوى دتکل اوارادې خلاف له هغوى څخه درايې ورکونې حق واخېستل شو . او په دې توګه انګرېزانو په غير ډېمو کراټيک ډول سره دپاکستان دبنسټ ډبره کېښوده ،چې له هماغې ورځې نه دافغان او پښتون ولس تاريخي رنځ او کړ او پيل شوى او بلاانقطاع تر دامهاله را روان دى ، او خداى زده ،چې ددغې ناسور وزمه ربړې پاى به کله رادې بره شي .
په (٩٠ ) ميلادي لسيزه کې دپخواني شوروي اتحاد ولسمشرميخايل ګرباچف په شوروي کې دبيارغونې (پرېسترويکه) سياست اعلام کړ ،چې په لنډه موده کې دختيځې اروپا هېوادونه دکمونېزم له غاړوندي څخه راووتل ،او خپله سياسي خپلواکي يې تر لاسه کړه ، په ورته توګه شوروي اتحاد هم دوېشاک له پروسې سره مخ او پېنځلس خپلواک جمهوريتونه او هېوادونه دنړۍ په نقشه کې ورزيات شول . په جنوبي افريقاکې داپارتايد ( نژادي توپير ) رژيم نسکور شو ، دبرلين ديوال ړنګ او ختيځ او لويديځ آلمان سره يو شول ، شمالى يمن او جنوبي يمن دپيوستون په لور ولاړل ، دختيځ تيمور خپلواکي داندونيز يا څخه واخېستل شوه ، دچين دوه نوموتي ټاپوګان هانګانګ او مکاو دانګرېز او پرتګال له دوه سوه کلن استعمار وروسته بېرته چين ته ورکړل شول. دترکيې او يونان ترمنځ دقبرس مسله حل شوه ، او په نړۍ کې په پرله پسې ډول اوښتونونه او بدلونونه راغلل او زورواکي او ديکتاتوري رژيمونه ونړېدل . او دنړۍ استعمارځپلو ولسونو دخپلواکۍ له خوږ نعمت او الهي پېرزوينې څخه برخمن شول . خو دافغان او پښتون ملت په برخليک کې له آدمه تردی دمه جګړه ، ژړا ، انګولا، وير ، ماتم ، وينه ، اوښکې، ويجاړتيا ، ورانى ، تباهي او بدمرغي اخښل شوي ، چې دپاى څرک يې نه تر سترګو کېږي .
د ٢٠٠١ زېږديز دسپټمبر او ښتون نړيواله ټولنه راوپاروله او امريکې او دهغې ټلوالې دملګرو ملتونودامنيت شورادپرېکړې تر سيوري لاندې په ټول زور او ځواک سره پرافغانستان وروختله او دطالبانو رژيم يې په شاوواهۀ او په اصطلاح دلته يې دنوي سياسي ، ټولنيز ، اقتصادي او کلتوري نظام دبنسټ ډبره کېښوده ،چې دالومړنۍ دبنسټ خښته کږه اېښودل شوې ، او ديوال له بېخه ترپاسه کوږ روان دى . هسې نه چې دغه ديوال په نيمايي کې لاندې راپرېوځي ، ځکه خو شاعر وايي : خشت او ل گرنهد معمارکج تاثريا ميرود ديوارکج
نو پرهمدې اساس ويلاى شو ،چې دنوې ادارې بنسټ او تهداب کوږ ايښودل شوى ، او تردامهاله هر څه په ناسم ډول سره را روان دي .
دروانې اوږدې غميزې او دترهګرۍ پرضد جګړې عمده او اساسي قربانيان افغانان او په تېره پښتانه دي. او تر هګرۍ ضد جګړې دثقل مرکز دډيورنډ کرښې دواړو غاړوته پښتون مېشتې سيمي دي او ديوې پلانيزه شوې چلوټۍ او دسيسې په ترڅ کې دپښتنو کورونه ، کلي ، ښوونځي ، پوهنځي ، پوهنتونو نه ، مدرسې ، دهغوى ملي او قومي مشران او رښتيني ديني عالمان وژل کېږي . او په لوى لاس پښتانه په يوه ساسي ، ټولنيزه،اقتصادي ، جغرافيايي او پوځي ټاکل شوې محدوده او شپول کې راښکېل او ايسار شوي ، ترڅو اېل تابع او سرښکته يې کړي . خو دغوټولو ناخوالو ، کړاوونو او ناورينونو ته په پام دقضيې يو بل لورى راڅرګنديږي، هغه دا،چې بايد پښتنو ته ددغه سياسي ، اقتصادي ، نظامي او ټولنيزې قربانۍ په بدل کې يوه ډالۍ او سوغات هم ورکړل شي ، چې هغه د ډيورنډ کرغېړنې، سپېرې او ښکېلاکي کرښې ماتېدل دي . تر هغو،چې لر او بر افغان په فزيکي ، سياسي ، جغرافيايي ، ټولنيز او کلتوري ډول سره يو نشي ، نو نه يوازې په دغه سيمه کې سوله نشي راتلاى ، بلکې او سنۍ نړى ته به د ٢٠٠١ زېږديز کال د١١/۹ مې نېټې له ترهګرېزو بريدونو څخه لازيات ګواښونه او زيانونه ورواوړي ، چې که چېرې داځل بيا ترهګريز بريدونه کېدل ، نو دکيمياوي او اټومي وسلې به هم په کې وکارول شي،چې دتباهۍ او وراني اغېز او کچه به يې دجاپان له هيروشيما ، ناګاساکي او داوکراين دچرنو بل تر اټومي چاودنو زياته وي . نو پر همدې توسن په افغانستان او سيمه کې داوږد مهاله او تلپاتې امنيت ، سولې د ټيکاو او ټينګښت په موخه بايد دوخت دغوښتنې داړتيا پر بنسټ لر او برافغان او پښتون سره وحدت او ټينګ اتحاد وکړي . ځکه دلر او بر په اتحاد او يووالي کې دتر هګرۍ مخنيوى کېداى شي ، او هغه استعماري کړۍ او نړيوال ترهګر ،چې دخپلو سياسي موخولپاره دافغان اتل او باتور ولس تاريخي او لرغوني خاوره کاروي ، مخه ونيول شي . بل کله ،چې لراوبر افغان سره يو شي ، ددوى په اقتصادي ، ټولنيز او کلتوري ژوند کې به ژوراو بنسټيز بدلونونه راشي ، او په دې توګه په داولس دخپل ټولنيز ژوند په هر ډګر دودې او پرمختګ له تکاملي بهير سره پرمخيون وکړي . او داکړېدلى او اسکېرلى ولس به ديوۀ هوسا، سوکاله او نېکمرغه ژوند خاوند شي.
نن سبا،چې نړۍ ديوۀ کوچني کلي بڼه ځان ته غوره کړي. نو کله ،چې په يوه کورنۍ او کلي کې خوښي يا غم وي، نو اغېزيې نېغ په نېغه په نورو غړو پرېوځي او دځان سره يې هم په غم او هم په ښادۍ کې اخته کوي . نو پرهمدې توسن بايد ژر تر ژره دډيورنډ کرغېړنې او لعنتي کرښې دماتېدا لپاره روانه لړۍ لا ګړندۍ اوچټکه شي ، ترڅو دغه روانه سيمه ييزه او نړيواله شخړه پاى ومومي . دلراو بر يووالى او پيوستون دوخت اوزمان غوښتنه ده ،چې هېڅوک يې پر وړاندې خنډاو ځنډ نشې جوړېداى .
لر او بر افغان اوپښتون ملت به يوځاى کېږي او ددوى يووالى او پيوستون به ټينګ او تلپاتې وي. ځکه دا دوخت غوښتنه او اړتيا ده .