کور / تازه خبرونه / کابل ورځپاڼو د طالب بندي مشرانو په اړه مقالې خپرې کړي

کابل ورځپاڼو د طالب بندي مشرانو په اړه مقالې خپرې کړي

د کابل ورځپاڼو د نن ورځې زیاتره مطالب بیا هم په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې وروستیو پرمختګونو ته ځانګړې شوي، چې حمید مومند په لاندې مطلب کې رانغاړلي دي.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د بارک اوباما ادارې د هغو پنځو طالب مشرانو د خوشې کولو په موضوع غور پیل کړې، چې طالبانو یې غوښتنه کړې.

ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د دغو مشرانو نومونه او انځورونه هم خپاره کړي، چې په کې ملا نور اله نوري، عبدالحق وثیق، محمد نبي عمري، ملا محمد فاضل او خیراله خیرخواه شامل دي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا له خوا دا کار د دواړو لوریو ترمنځ د سولې په بهیر کې د باور د فضا د رامنځ ته کولو لپاره کیږي.

ورځپاڼې د ځینو امریکایې سرچینو په حواله لیکلي، چې دا ټول مشران له القاعده سره په اړیکو او د دې شبکې له مشرانو سره په همکارۍ تورن دي.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې هم د همدغو کسانو نومونه خپاره کړي او لیکلي، چې طالبان یې د خلاصون لپاره ټینګار کوي.

د ورځپاڼې په وینا دا پنځه واړه کسان د طالبانو د واکمنۍ په مهال جګپوړي چارواکي وو او له تیرو لسو کلونو راهیسې په ګوانتانامو کې بندیان دي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي، که طالبان له امریکا څخه د حسن نیت په توګه د دغو کسانو خوشې کول غواړي نو پکار ده، چې دوي هم له خپله اړخه د حسن نیت په توګه اوربند وکړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا له امریکا سره تر اړیکو وروسته ځینو هغو پرمختګونو ته اشاره کړې، چې طالبانو ددغه بهیر د پرمخ بیولو لپاره کړي.

ورځپاڼه لیکي، چې طالبانو د ملا حسن په مشرۍ د اړیکو یو کمسیون جوړ کړې، څو له بې پرې سیاستوالو، خبریالانو او قومي مشرانو سره اړیکې ټینګې کړي او باور یی ترلاسه کړي.

د ورځپاڼې په وینا ددې کمسیون مرستیال د بدخشان مولوي شمس الدین دې، چې د طالبانو واکمنۍ په مهال د میدان وردګو والي وو او د ورځپاڼې په وینا یو فعال کس دې.

خو ویسا په یو جلا مطلب کې لیکلي، چې له امریکا سره د طالبانو مخامخ اړیکو د پاکستان ځینې مذهبي مشران ناراضه کړي دي.

د ورځپاڼې په وینا دا مشران په دې باور دي، چې له طالبانو سره ستونزې پاکستان وګاللې او اوس دوی له امریکا سره پټې اړیکې ټینګې کړي دي.

خو سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا پدې ټینګار کړې، چې پاکستان باید د افغانستان په وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې ددې کمسیون اساسي دنده دا ده، چې له خلکو سره اړیکې ټینګې کړي او هغوې ته دا باور ورکړي، چې طالبان یوزاې د ځان لپاره حکومت نه غواړي بلکه ددې پلوي دي، چې په حکومت کې ټول اړخونه شریک وي.

ورځپاڼې وړاندې د یو افغان کتونکي په حواله لیکلی، چې طالبانو دا هم رد کړې، چې ګواکې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته دوې د واک د ترلاسه کولو هڅه کوي او د دې مسئلې د باوري کولو لپاره یې د ګاونډیو هېوادونو پرته د نورو اسلامي هېوادونو د ځواکونو د ځای پر ځای کولو غوښتنه کړې.

خو ورځپاڼې وړاندې د اختلاف ځینو هغو ټکو ته کتنه کړې، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ موجود دي.

د ورځپاڼې په وینا بیرغ او امارت دوه هغه مسایل دي، چې لا هم ددوی ترمنځ اختلاف پرې موجود دې.