د کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په دې ولايت کي په يوه امنيتي کمپنۍ کي نښته رامنځ ته سوې او په پايله کي ئې درې تنه د شخصي امنيتي کمپنۍ او يو پوليس وژل سوي او درې تنه نور د شخصي کمپنۍ ژوبل سوي.
ياده مرګ ژوبله د حاجي توريالي په نامه په يوه شخصي کمپنۍ کي هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله په ياده کمپنۍ د تورجان په نامه يوه کس پر خپلو ملګرو د ماشين ډزي وکړې او په پايله کي ئې درې تنه ووژل او درې تنه ئې ژوبل کړل.
تر پېښي وروسته د نښتي ځاى ته پوليس ورغلي او هلته د امنيتي کمپنۍ د کسانو او پوليسو ترمنځ نښه سوې او په پايله کي ئې يو پوليس وژل سوى.
چارواکي وايي چي په دې اړه ئې پلټني پيل کړي او يو تن ئې نيولى.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه