کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / علمي کدرونه او زموږ د راتلونکي آرزوګاني

علمي کدرونه او زموږ د راتلونکي آرزوګاني

تمدن، پېشرفت او خپلواکي هغه پديدې دي، چي د بشر په خټه کښي اخښل سوي دي او يو بشر که هر څونه د بل بشر د تسخير او تاريخ د پستيا په منظور افکار و چلوي او دامونه ورته جوړ کړي، خو په اصل کښي يې په هماغه اندازه پر مخ ټېلوهي او تاريخ يې شا تګ ته نه مجبوره کېږي. د نړۍ په ټولو اقرانو کښي هر وخت نجيبه وګړي په پېخر هاندونو ستړي ستومانه کړي دي او په دې اند وه، چي ګني علوم به د دوئ په پېڅه ميرات وي او همدا يو ټبر به تر ابده د علم او پوهي په ګېڼه سمبال او دا سنګر به تل دوئ فتح کړئ وي، اما څه موده وروسته به داسي څه پېښ سول، چي نه به يې آرزو کېدله او نه به يې د وقوع له پاره کومه موقع مساعدت سوې وه.
د مسلمان اُمت د ترقۍ دوره هغه وخت د آسمان پر کنګرو وځلېدل، چي مسلمانانو خپل دين له تاداوي طريقه تطبيقاوه او خپل ټول استعداد او ځراکت يې د بشر د هوسايني او خدماتو له پاره صرف کړئ وو. همدا مسلمان اُمت وو، چي پر اروپا او د نړۍ پر زبرځواکونو يې د واک او اقتدار چتر غوړېدلئ وو، د نړۍ د تمدن، پېشرفت او خپلواکۍ لومړۍ کيلي دوئ جوړه کړې ده، لومړى دوئ دروازه په خلاصه کړې ده، د طاغوتيانو پر ضد د انقلابونو سېلاوونه همدا وګړو را بهاند کړي دي، له قرآن او احاديثو څخه د همدې اُمت سلفو قوانين او احکام را ايستلي دي، د بشر د هوسايني له پاره يې د لومړي ځل له پاره وسائل په کار اچولي دي او بالآخره يې د علمي تحقيقاتو له پاره ډېره ستره او ابدي تاداوګذاري کړې ده. هغه ننګوني او خنډونه، چي د دې اُمت سلفو ته په مخ کښي ور روبرو سوي دي او دوئ خنثا کړي دي، که غليمانو د اوسني تمدن آټومي ځواک او وسلې له ټوله ساينس او ټکنالوژي سره په کار اچولي واى، هډو به يې دا غرائز شنډ کړي نه واى او همداسي به ناکامه او مايوسه سره کښېنستلي واى، خو همدا اُمت وو، چي د نړۍ و دې هر څه تمدن ته يې لاره خلاصه کړه او بيا يې وګړي پر ور سوق کړل. دا چي له دې موقع څخه چا څونه څونه استفاده و کړه، همدا خبره د مطرح وړ ده!
د اسلام په صدر او بيا په دا وروسته پېړيو کښي اسلام داسي څېرې و نړۍ ته وړاندي کړې، چي د هغوئ و کار، علميت، ځراکت، استعداد او لياقت ته نړۍ ګوته په غاښ پاته سوه او له حسادته يې د هغوئ د نومونو د بدولو په منظور د همدغو مسلمانانو له مېنځه داسي ډله په دې و پتېيله، چي د هغوئ پر ضد علمونه ورپوي او دا کار هم و سو، چي حتا اوس يې هم اثرات سته، ولي بيا هم د دغو بحيرو شخصيتونو پر علمي ظرفيت سترګي نه پټېږي او دا هغه څه دي، چي دوئ د اسلام په غېږه کښي زده کړي دي، دا داسي څېرې وې، چي تر مخه هم په نړۍ کښي کمي پيدا سوي وې او په راتلونکي کښي به هم ډېري لږي پيدا سي.
په اوسني زمان کښي؛ څنګه چي زماني تقاضا د هر بشر د کامل او ټولواک کار انځوريز احکام وړاندي کوي، په وړاندي يې موږ مسلمانان له الهي اوامرو څخه په پيروي مکلف يو، چي د دې زمان معنوي او عصري علوم زده کړو، چي په زور او زر دواړو له دښمن سره و جوبلېږو. هو! ډېرني علماء، پوهان، ليکوالان، شاعران او حتا د بانډونو وګړي لا په دې اند دي، چي علم بايد حاصل کړه سي، د علم، پوهي، دانش او ساينس پر اهميت، ضرورت او حتمي والي ډېر ټينګار کوي.
زموږ له پاره اوس ډېر ناوخته دئ، اوس که مسلمان اُمت هر څوندي هاندونه و کاندي، خپل هغه پخواني برم ته به ژر و نه رسېږي، چي د نړۍ د تمدن، ساينس او ټکنالوژۍ واګي دي په لاس کښي و نيسي، دا ځکه چي د تمدن د قيادت او مراقبت سنګرونه او د نړۍ والي رهبرۍ د کلاګانو برجونه اوس ټوله غليمانو اشغال کړي دي او بيرته فتح کول يې يوازي الهي مرحمت، زموږ غوڅ تصميم او فدايي ککرۍ جبرانولاى سي!، اما ځانونه به يوازي په دې خبره نه تېرباسو، په نړۍ کښي هيڅ داسي قضيه او چار الله تعالى پيدا کړئ نه دئ، چي د مطلوب له پاره يې کومه لاره نه وي رهنمايي کړې، دا چي و دې لاري ته څوک ځان سموي او بيا پکښي برياوي په لاس را وړي، يو خرمند ننګوني په مخ کښي سته او بله خبره دا ده، چي دنيا د يوه کار د نهايي پايلي ځاى نه دئ، که څوک زر ځلي هم په يوه کار کښي ناکامه سي په يوزرو يوم وار به برى حتمي وي، څو چي په چا کښي ساه ګرځي تر هماغه مهاله به لاس پر کار وي. موږ خپله دا فرصت له لاسه ور کړئ دئ او ډېره موده د تمدن او ټکنالوژۍ د پېشرفت په سنګر کښي غيرحاضر وو، اوس د دې وخت نه دئ، چي يوازي په جوبله او جدل ځان د قيادت و لوړو پوړيو ته ور سوو، بلکه له هري ممکنه لاري څخه به استفاده کوو، معاصر وخت که هر څوني مخ ته تللئ دئ، ولي بيا هم هغه جهالت دئ او په نوې څېره کښي يې ځان مطرح کړئ دئ او هر څونده هلي ځلي چي د دې لاري پيروانو کړي دي او ډېر اختراعات يې د بشر د هوسايني له پاره هم کړي دي، مګر له هغه ستر عيب څخه نه دي په امان سوي، چي (هغه د بشر دښمني ده)، معاصر جهالت څه ساده غوندي طرحه نه ده، بلکه ډېري مغلقي جرړي يې کرلي دي، موږ به پر يوه لاس له دوئ سره مخالفت کوو او پر بله تړه به بيا څه نه څه سازش ور سره کوو او دا هم د شرعي مصلحت او سياسي مجبوريت له وجهي.
زموږ له پاره اوس حتمي خبره دا ده، چي لومړى په قرآن او خپل دغه ستر دين ځانونه ښه پوه کړو، حقيقي څېره يې و پېژنو، غوښتني يې درک کړو او بيا له معاصر تمدن څخه استفاده و کړو، علم يې حاصل کړو، د ساينس او ټکنالوژي په زده کړه کښي د دوئ تقليد و کړو، چي د دوئ د سرکښو (ارباب من دون الله) له پيروي پرته به پخپله جامه کښي کار ته ادامه ور کړو. د مسلمان اُمت له پاره که د برياليتوب وار هر څونه په ليرو فواصلو کښي دئ، خو بيا هم د بريا او قيادت و منزل ته رسېدل اړين دي. زموږ مکلفيت دا دئ، چي علمي کدرونه و لرو، يوازي د مدارسو او ښوونځيو په علم يې سر نه سره ورځي، زموږ له پاره ضروري دا ده، چي په لوړو زده کړو کښي د لسانس، ماسټر او ډکټورا په لرلو سره په نړۍ کښي سيالان مطرح سو، که دا يو هم نه وي موږ به په هيڅ صورت د سيالانو سره سيالان نه سو.
د ځوان نسل مکلفيت دا نه دئ، چي يوازي د خطه، يا انګرېزي او کمپيوټر په زده کړه سره د ځان د ژوندانه چاري سمبالي کړي، بلکه دا خصلت خو هر حيوان لري، چي د ځان د مړولو يا هوساکولو چاره و کړي، زموږ مفروض دا دئ، چي د ټولي سيمي، هيواد او بيا د ټوله عالم اسلام ضروريات مد نظر ونيسو او د دې حتمي آرمان له پاره نهايي او رشتينى کار و کړو، چي د اسلام نوم يو واري بيا د نړۍ د رهبرۍ پر علمونو ورپېږي او يو ځلي بيا په جګه غاړه د مځکي پر دې خاورينه کره اسلامي خلافت حاکم و وينو.