کور / تازه خبرونه / ١٥ تنه پوليس له روزني وروسته پر کار وګمارل سول

١٥ تنه پوليس له روزني وروسته پر کار وګمارل سول

د کندهار ولايت د خاکرېز اولسوالۍ امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت د لام په نامه سيمي ته ئې د پوليسو د روزني په پروسه کي ١٥ تنه نور روزلي او پر خپل کار ئې تر روزني وروسته ګمارلي.
د دې اولسوالۍ اولسوال حاجي عبدالقيوم دېوان بېګي وايي چي د لام سيمه مخکي ناامنه وه خو اوس ئې امنيت د پخوا په پرتله ښه سوى.
نوموړى وايي چي په دې سيمه کي هيڅ ډول د پرمختګ کارونه نه دي سوي او بايد وسي.