کور / تازه خبرونه / کابل ورځپاڼو د سولي په اړه د پاکستان رول ته کتنه کړې

کابل ورځپاڼو د سولي په اړه د پاکستان رول ته کتنه کړې

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره خپل مطالب قطر ته د پاکستان د صدراعظم سفر او په افغانستان کې د سولې د روان بهیر په اړه د پاکستان اندیښنو ته ځانګړې کړي، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، چې د پاکستان صدراعظم به په دوحه کې له چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر او طالبانو ته د دفتر د پرانیستلو په څرنګوالي خبرې وکړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د پاکستان صدراعظم دا سفر وروسته له هغې کوي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې کابل ته په سفر سره د سولې په بهیر کې د پاکستان د ورګډولو هڅه وکړه.

ورځپاڼې لیکلي، چې پاکستان اوس دا درک کړې، چې د سولې د هڅو په وړاندې خنډ نشي رامنځ ته کولای او همدا علت دې، چې غواړي ځان په دې بهیر کې ورګډ کړي.

ورځپاڼې په ورته وخت کې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د پاکستان د هلو ځلو په پام کې ساتلو سره خپله هم باید د سولې په بهیر کې د ورګډیدو هڅه وکړي.

د ورځپاڼې په باور که دا ټولې هڅې د سولې لپاره وي او که کومه معامله وي په هر حال د افغان حکومت ښکیلتیا پکې ضروري ده.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې کابل ته د حنا رباني او قطر ته ددغه هیواد د صدراعظم سفر او بیا حکمتیار ته د مرکې د اجازې ورکول دا ټول پرمختګونه ښیۍ، چې پاکستان له ډیرۍ ناچارۍ د افغانستان سولې ته غاړه ایښي.

ورځپاڼه لیکي، چې د سولې په بهیر کې د پاکستان د شاملیدو لپاره ددغه هیواد روانې هلې ځلې ټول د هغې ویرې څرګندوی دي، چې پاکستان یی د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لري.

ورځپاڼې لیکلي، چې دغې ویرې پاکستان هڅولې، چې خپله مداخله وکړي او له افغان حکومت سره اړیکې نږدې کړي، څو که یی طالبان له ګوتو وځي، نو یو بل بدیل وار د مخې پیدا کړي.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم لیکلي، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره د امریکا هڅو پاکستان ورخطا کړې.

ورځپاڼه لیکي، چې دغۍ ورخطایی پاکستان اړ کړ، چې د بهرنیو چارو وزیره کابل ته واستوي او د قطر د خبرو د شنډولو هڅه وکړي.

د ورځپاڼې په وینا پاکستان په دې هم قانع ندې او اوس غواړي، چې په یو نه یو ډول ځآن د قطر په خبرو کې ښکیل کړي، چې د قطر ته د پاکستان د صدراعظم سفر د همدغو هڅو یوه برخه ده.

ورځپاڼې لیکلي، چې د قطر د خبرو په اړه وروستي پرمختګونه ښیۍ، چۍ دا خبرې په افغانستان کې د سولې لپاره ندي، بلکه یوه معامله ده، چې هدف یی د امریکا د ګټو خوندي کول دي.

دې ورځپاڼې هم افغان دولت ته سپارښتنه کړې، چې د قطر خبرې له نږدې وڅاري او په ورته وخت کې له خپله اړخه د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې وروستې سفر دا ښیۍ، چې په افغانستان کې سوله د پاکستان او د ټولې سیمې په ګټه ده.

ورځپاڼې دا سفر موثر بللې او لیکلي، چې له شویو خبرو داسې ښکاري، چې دا خبرې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړې کولو کې مهم رول لوبولې شي.