کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د برلین ښارد افغان بیلتون غوښتونکوـ جنګي مُجرمینو کوربه!

د برلین ښارد افغان بیلتون غوښتونکوـ جنګي مُجرمینو کوربه!

د برلین د غونډی په اړوند:


د روان کال د جنورۍ د میاشتې په اتمه آو نهمه نېټه د امرېکا د سنا د مجلس د څلورو تنو سناتورانو په نوښت آو د آلمان دولت په کوربه توب د افغانستان د څوتنو جنګي جنایتکارو آو مُجرمینوهر یوه رشېد دوستم، احمد ضیا مسعود، محمد محقق آو څو نورو په ګډون د برلېن د ښار د «اسپېن» په انستېتوت کې غونډه جوړه شوې وه . دغونډې اجندا ظاهراً  په افغانستان کې د غیر متمرکز آو فدرالي نظام غوښتنه مګر د پردي شاته د افغانستان ټوته ـ ټوته کېدل آو ویشنه  وه.


په غونډه کې امریکایی سناتورانوآو الماني ګډون کوونکو هم د افغانستان لپاره په فدرالي دولت ټېنګار وکړ آو پر دې خبری يې زور و اچاوه چې د طالبانو سره باید سوله آو روغه جوړه ونه شې. د فدرالي نظام په اړه باید وویل شې چه صرفنظر د دې نظام له څرنګوالي نه، د بیلابیلو آو زیاتو دلایلو له مخې د افغانستان لپاره په هیڅ صورت یو کاري او ګټور نظام نه دی بلکه د هېواد آو خلکو په وړاندې یوه توطئه آو چلوټه ده .


له څه مودې را په د یخوا د افغانستان آونړۍ ډله ایزې رسنې آو مطبوعات په قطر کې له طالبانو سره د پخلاینې آو سولې اړوند د یوه دفترد پرانستنې رپوټونه ورکوي . د افغانستان خلک چې له دېرش کلنې جګړي نه ډیر ستړي، ستومانه، خپه آو زیانمن شوي دي، دغه ګام په ځای آو ښه بولې . افغانان له طالبانو سره د سولې آو پخلاینې  په اړه داسې پوهېږي آودا سې ئې منې چې ملګري ملتونه، د نړیوالې ټولنې ستر هېوادونه، د افغانستان دولت آوطالبان دې سره په ګډه پریکړه وکړي چې طالبان یواځې د هېواد د اوسني روان سیاسي بهیرد یو جزء په توګه و منل شې، ونډه ورکړل شې آو جوړجاړی ورسره وشې، نه دا چه د افغانستان د خاوري کومه برخه، ولایت آو یا ولایتونه ورته ځانګړي شېآاو دوی هلته د منځنیو پېړیو د خپلې خوښې واکمني وچلوي .د خلکو حقوق آو په ځانګړي ډول د ښځو آزادۍ تر پښو لاندې کړي آوهرڅه د ټوپک آو وسلې په زور تر سره کړي . ددوی د واکمنۍ  لاندې سېمو کې هغه څه پلې کړي چې دنورو سیمو خلکو ژوند ته ګواښ آو خطر پیښ کړي .داسې قوانېن آو مقررات وټاکې، د کومو له مخې چه هېواد د ټوټه کیدوآو وېش په لوری ورټیله کړي .


له طالبانو سره د پخلاینې آو جوړجا ړي  په هکله نا تايیدشوي خبرونه داسې انګازي خپروي چې د امریکې متحده ایالاتو طالبانو ته د څو سهیلي ولایاتو د واک لېږد ژمنه کړي ده. دغسې طرحې معمولاً د نړۍ د سترو هېوادونو د استخباراتي ادارو له خوا مخکې له مخکې لومړی د تشو آو خالې آوازو چې موږ افغانان یې د ( سر چوک ) آوازې بولو او سل په سلو کې لا رښتیا شوي نه وي خپرېږي آو موخه يې د خلکو د غبرګونونو راټولونه، شننه آو څېړنه وي .


د افغانستان جنګي جنا یتکاران تل د بنسټ له مخې له طالبانو سره د سولې آو پخلاینې د بهېر آو له یوه پیاوړي مرکزي آو قانونې دولت څخه په ډارکې دي .د خپلې واکمنۍ آو شتمنېو د سا تلو لپاره هرې ممکنې وسیلې ته لاس اچوي . په لومړې ګام کې دوی بیلابېلې تنظېمي ډلې آو ډلګګۍ  جوړې کړې لکه « ملي جبهه» ، « ملي ايتلاف» آو نور… وروسته له هغه یوڅه نور هم وړاندې ولاړل آو د امریکائي آو آلماني استخباراتي سازمانونو له طریقه ئې یو څو بې مسئولیته آو بې بندوباره امرېکا ئي سناتوران را پیدا کړل آو د هغو په ذریعه ئې د آلمان د برلین په ښار کې یوه غونډه جوړه آو د افغانستان په تجزیه باندې ئې بحث سره وکړ .


دغه جنا یتکاره ډلې چه د حامد کرزي د دولت د ملاتیر هم جوړوي  له یوې خوا  په دولت کې د ننه د خپلو غوښنو درېځونو آو څوکیو نه په ګټه اخېستلو سره دولت له پښو رانېسې آو  پر وړاندې یې هر ډول توطیې آو چلوټې کوي .دوۍ غواړې مرکزي دولت ناتوانه آو کمزوری وساتې. د مرکزي، ملي آو وطندوسته دولتي واکمني وجود ورته د زغم وړ نه دې. دوی په دې ښه پوهېږی چې دداسې وطنپاله،  مرکزي اداری په وجودکې دغه ډول غلو او ډاکوانو ته له داسې شومو نیتونو سره له هېواد نه بهرته دوتلو اجازه نه نشته آو یا بېرته وطن ته د راستنېدو په مهال به یې د خپلو بې مسئولیته کړنو آو ګفتارونو په وړاندې ددولتي مسئولو مقامونو له لورې د پوښتنې آوپلټنې قانوني چا ره تر لاس لاندې ونېولای شې. په هر حال ښه شو چې دغه خا ینې، ملي ضد څېرې خلکو ته بربنډې آو ښکاره شوې. موږ تل دا خبره کوله چې دغه اشخاص وطن آو خلکو ته ژمن نه دې؛ خو چا نه منله آو نه یې باوروله، یوه ته یې د « ملي اتل » آو بل ته ئې د « مارشال » لقبونه ورکړل، درېم یې د « ولسمشر د مرستیال » آو څلورم یې د « باندنیو چارو د وزېر» په څوکیو و ګمارل….. پاې یې څه شو ؟ دوی په خپله خپلې افغاني ضد څیرې افشا آو زموږ ادعا رښتیا شوه آو په اثبات ورسېده.


رښتیا څه ده ؟ دغه جنایتکاران ولې آو له څه نه ډارېږې؟


د افغانستان دغه جنایتکاران چه لاسونه یې زموږ د زرګونو بې ګناه وطنوالو په وېنو سره آو د خپل پلرنې وطن آو خلکو په وړاندې  ئې بېشماره جرمونه، بشري جنایتونه آو خیا نتونه تر سره کړي دي، ډارېږې چې یوه ورځ نه یوه ورځ به د خلکو آو تارېخ په وړاندې محاکمه شې آو د خپلو غېر انساني آو بشري ضد کړنو سزا به ګوري . ځکه نو د ډار آو وېره لړزه پرې راغلې ، اعصاب یې له لاسه ورکړې آو اپلتې وایې. دغه ډلګۍ هر ډول غیر ملی،غېر افغاني لارې چارې لټوی، څو د هېواد د تجزیې بهېر ګړندې کړي .کله کله بې بنسټه، ناپاکه آو څو ورځني اتحادونه جوړوي آو په دې کار کې هم د ځېنو استخباراتي سازمانونو مرسته غواړې. په لنډ ډول دغه جنایتکاره ډلې له لاندې واقیعتونو څخه ډارېږي :


1- دوی زموږ د زرګونو وطنوالو، کوچنیانو، ښځو آو ځوانانو په وژلو، د خلکو په ناموس پر تجاوز،د اولسي شتمنیو لکه کور، مال آو ځمکوپه غصب آونورو سلګونو بشري ضد جنایتونو تورن آو لاس لري، ډارېږی چې د یوه ځواکمن سراسري، قانوني آو مرکزي حکومت په شتون کې به د خپلو دغو ملي ضد آو بشری ضد کړنو له امله د قانون منګولو ته وسپارل شي، غواړي د هېواد اوسنی دولتي سیستم آو جیو پولېتېکي جوړښت ګډ وډ آو ړنګ کړی آو په نویو راټوکېدلو آو جوړشویو ولایتونو، کوچنیو فدرالي دولتونو کې چې دوی فکر کوي هر یو به ئې د خپل ملي فدرال په رأس کې قرار و نیسي، بیا به نو په آسا نه توګه د خلکو آو قانوني تعقېب څخه ځا ن و ژغوري، د تېښتې لاربه و مومي آو یا لا اقلاً خپل عمر به یو څه موده زیات کړي .


2- هغوۍ ځکه له یوه پیاوړي مرکزي دولت څخه وېره لري، چه د بشري ضد جرمونو نړیواله محکمه به دوی د پخوانۍ یوګوسلاویې مشرانو هر یوه رادووان کراچېچ آو ایوان ملا دېچ په شان د « دِن هاګ » محکمې ته وروپېژني .ځکه نو دغو جنایتکارانو د حامد کرزی د حکومت آو چپنې لاندې  ځانونه پټ ساتلې، څو دداسې یو حکومت مخه ونېسې چې دوی سبا یا په راتلونکې کې په قانوني سزا رسوي .


3- دغو جنګي جنایتکارانو چه د بیلابیلو غیر قانوني لارو لکه د دولتي ملکیتونو غصب آو پلورنه، د هېواد د لرغونو آو تارېخي آثارو آو موزېمونو څخه غلا، د افغانانو سره په دښمنۍ ککړو ګاونډیانو باندې د ملی اردو د وسلو پلورنه، د خلکو د شخصي ملکیتونو آو شتمنیو غصب آو لوټول آو داسې نورو لارو چاروڅخه د لویو پانګو په لاس راوړنه آو بهرنیو هېوادونو آو بانکونو ته لېږدېدنه آو هلته ذخېره کونه، په کابل ښا ر آو بهرنیو هېوادونو کې د رنګارنګه ودانیو،هوټلونو، مېلمستونونو آو ملکیتونو پېرودنه دا ټول دملي شتمنۍ څخه ناوړه ګټه اخېستنه شمېرلې شو.دغو ځورواکانو د برهان الدېن ربانې په وخت کې د امېرشېرعلې خان د وخت د هېواد لومړنۍ پوځي ګارنېزون چه د « شېر پور» په نامه  یادېده په خپلو کې سره ووېشه آو هر یوه ځورواک آو جنا یتکار پکې ځانته یوه یا څو ماڼۍ آبادې کړې، چه په هره ماڼۍ په مېلونونو امرېکایې ډالر لګېدلې دي .داسې ودانۍ هم پکې جوړی شوي چه ساری یې حتی په اروپایې هېوادونو کې هم نه شته . په داسې حال کې چې د افغانستان د خلک دموکراتېک ګوند مشرانو چه وروسته د وطن په ګوند ونومول شو،هر یوه دخپل ژوند تر وروستۍ شېبې پورې شخصي کور نه درلود آو که درلود یې هم یو آپارتمان به وه  آو د مرګ په وخت کې هر یو حتی د هغه د اقساطوپوروړی وه. بل لوری ګورو چې د اسلامي تنظېمونو مشران آو حتی د منځنۍ کچې قوماندانان د رشېد دوستم په ګدون د شېرپور په پوځي قشله کې چه زموږ خلک یې د شوخۍ له مخې د«چور قشله» بولې یوه یا څو ډیرې لوکسې ویلاوې جوړې کړي دي .دغه بېلګه د پخوانیو ګوندیانو آو په اصطلاح جهادیانو کرکټر آو خصلت په ښه توګه بیانوي .


د افغانستان د خلکو آوپه ځانګړي ډول د کابل د ښاریانو له یاده لا نه ده وتلې، هغه وخت چه یو شمېر جهادي تنظېمونو د وطن ګوند د یو شمېر خا ینو عناصرو سره په ګډه د سیاسي واک د نېولو لپاره د ډاکتر نجېب اله د ملي پخلاینې د کړنلاری په وړاندې  کودتاه وکړه، د هغه دسولې پلان ئې شنډ آو واک اسلامي جمعیت ته ورسېد؛ نو دغې ډلګګۍ ډیر کوشش وکړ چه ټول سیاسي واک خپل ځان ته انحصار آو نورې ډلګګۍ لکه اسلامي ګوند له واکه لېرې وساتي آو په دولتي واکمنۍ کې ونډه ورنه کړي ؛ نو د واک پر ګدۍ جګړه پیل شوه، ډول ډول وسلې د جګړی مېدان ته راووتې آو د کابل په ښار کې د بې ګناه ښاریانود وینو حمام جاري شو . په زرګونو شهېدان آو معیوب شول، کورونه ، موزېمونه ، تارېخي آثار ، تارېخي ودانۍ ، پوهنتونونه ، ښوونڅې ، ښوونېزه مؤسسې لومړې بې رحمانه چور آو غلا شولې (د تعلیمي مؤسسو ټول میزونه آو څوکۍ ، کړکۍ، لابراتوارونه آو نور وسلیل مات آو د سون د لرګیو په وزن و پلورل شول) . ددغه خپلمنځیو جګړو بېلګې ددارالامان آو تاج بېګ د تپې اوسنۍ ماڼۍ دي چې لا تر اوسه وېجاړې آو ړنګې پا تې دي.هغه غنېمتونه چه ددغو غلاوو ، چور آو چپا ول  په پاېله کې په اصطلاح د «مجاهدینو» لاس ته ورغلل ، څه یې د هېواد دننه آو څه یې په څانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو کې وپلورل شول.


دغه جنګي مجرېمېنو حتی دهېواد څو سوه کلنه اردو(وسله وال پوځ) د دښمنو ګاونډیو هېوادونو ( اېران آو پاکستان ) په هدایت آو د هغوی په ګټه ړنګه آو وسلې یې هم هغوی ته وسپارلې.


اوس بنسټېزه پوښتنه دا نه ده چې ولې دغو جنګي جنایتکارانو آوخا ينېنو داسې وکړل آو یا داسې کوي ؟


دوی د خپل شتون آو د لا بسیا ژوند آو شخصي ګټو لپاره باید داسې وکړي؛ ځکه دوی کوم بل هدف نه در لود آو نه ئې لري، دا اوس ولې د کرزي په دولت کې فساد آو رشوت  خپل اوج ته رسیدلي دي، خو پوښتنه داده چې بهرني هېوادونه لکه امرېکا ،آلمان آو نور چې د افغانستان آو افغانانو سره ددوستۍ ډبرې په سېنه وهي، بیا ولې داسې کوي ؟


آیا دغه هېوادونه آو په ځانګړي ډول ددوی  دیپلوماتېکي آو استخباراتي ادارې ددغه جنګي مجرمېنو په غیر انساني کړنو  خبر نه دې؟ په ډاډه زړه باید ووایو چې له کړنو یې خبردي . آیا دوی د څوتنو جنګي جنایتکارو سره چې له ټولنې  ګوښه شوي، رټل شوي آو د خلکو په منځ کې ځای نه لري دوستې ته د ټول افغان ولس په دوستۍ باندې ترجیح ورکوي؟  طبعاُ چې نه!


دغه هېوادونه باید دافغانستان د خلکو له مبارزې څخه چه ددغه جنګي جنایتکارانو په وړاندې یې کوي ملاتړ آو ننګه وکړي ، آو نه د جنایتکارو پلوې .


د افغانستان کورني آو بهرني دښمنان څه غواړي ؟


د دښمنانو اوږدمهاله کړنلاره داده چې لُمړې د طالبانو سره د پخلاینې له مخې هغوی ته څوسهېلي ولایتونه ور وسپارې آو کله چه د امرېکا متحده ایا لاتو آو ناتو خپلې پښې سپکې کړې نو بیا به د افغانستان په پاتې سېمو آو ټوټو کې دتا جک ، ازبک آو هزاره څو فدرالي دولتونه جوړ کړي . په دې کړنې سره به بیا د افغانستان د خلکو تر مېنځ  اخ و ډب آو یوه اوږده شخړه پیل شې آوتر ډېرې مودې به دوام ومومې ځکه د هیواد لوی اتنیکي ګروپ (پښتانه) په هیڅ صورت فدرالي نظام آو د هیواد ټوټې کیدل نه شي منلی . د جګړې د شتون په صورت کې به د جګړې ګډونوال د بنسټ له مخې د بهرنیو آو ګاونډیو هېوادونو دمالي آو پوځي ملاتړ څخه برخمن وي . د جګړې ګډونوال به تر هغه جګړه کوي چې ښه ستړې آو کمزورې شې آو نور د جګړې مالي آو جنګي توان له لاسه ورکړې ، ګاونډیان به یې هم له نږدې څاري چې ښه په ګونډو شول آو نور د پاڅېدو امکان ورته پاتې نه شو، نو طبعاً به له ګاونډیانوڅخه د مرستې غوښتنه کوي آو دوی به په خپله هغو ته مراجعه وکړي چه اوس مو نو در بولۍ، ګاونډیان چه همدې فرصت ته منتظر وه بیا به نو یوه فدرالي ټوټه په تاجکستان پورې ، بله په  اېران پورې، بله په  ازبکستان پورې آو د هزاره فدرال به طبعاً په اېران پورې تړل کیږي آو پاتې ولایات چې د طالبانو تر ولکې آو واکمنۍ لاندې دي په پا کستان پورې وتړل شې. خدای دې نه کوي د افغانستان نوم به بیا لکه د ( 1505) م. کا ل په څیر د نړۍ له نقشې نه ورکیږي. (په هغه وخت کې هم د هرات د تیموریانو د سلطنتي کورنۍ د ضعف آو بې اتفاقۍ له امله افغانستان په  تدرېجي ډول په درې ګاونډیو هېوادونو اېران ، مغولي هند آو د ماوراألنهرد شېبانیانو آو جنیدیانو په ازبک دولتونو کې اېل شو، دې وضعې له دوه سوه کالو نه زیات دوام پیدا کړ تر هغو چې په ( 1709) م. کال کې مېرویس نیکه را پاڅید آو په کندهار کې ئې د افغان خپلواک دولت بنسټ کښېښود).


نو په کار ده چه د افغان اتل ولس ټول بیدار آو هوښیار و اوسي، خپل ملي  یووالی آو ملي پیوستون له پخوا نه هم لا ټینګ وساتې ځکه د دوی کورني آو بهرني دښمنان رنګ رنګ توطئې آو دسیسې جوړوي، افغانان ښایي دد ښمن افغاني ضد آو ملي ضد کړنو او نېرنګونو ته پام وکړې آو په خپل وخت یې خنثی کړي .


په هیواد کې د ننه آو له هغه نه بهر مونږ ټول افغانان په یوه غږ سره د امرېکې د متحده ایالاتو له حکومت آو افغان دوسته خلکو په ځانګړې ډول د هغه هېواد د سنا د مجلس له رئیس  څخه په کلکه غوښتنه کوو چه په راتلونکې کې دغه ډول سناتورانو ته چه د خلکو له لوري ټاکل شوي دي اجازه ور نه کړې چه د افغانانو د ملي ګټو په ضد عمل و کړي آو زموږ په هیواد کې د ورونو خلکو ددښمنۍ آو بېلتون سبب وګرځې .همدا ډول له هغو سناتورانو څخه چه د برلېن غونډه یې رابللې آو په هغې کې یې ګډون کړې وه، قانوني پلټنه تر سره شي.


همدا رنګه مونږ له د دوست هېواد آلمان له دولت آو خلکو څخه چه تل یې له افغانانو سره د د دوی د هېواد په آبا دۍ آو سوکالۍ کې مرسته کړې او په زرګونو افغاني ګډوالو ته یې په خپل هېواد کې ځای ورکړی، غو ښتنه کوو چې په راتلونکې کې دافغان دښمنه ډلو د غونډو او کنفرانسونو د کوربتوب چارې ونه مني، په کومو کې چې د افغانانو تر مېنځ ددښمنۍ اور ته لمن وهل کېږې آو د هېواد د خلکو تر مېنځ د بې باورۍ ، د هېواد وېشنې نظریې آو حتی د سېمې دخلکولپاره سر خوږی جوړوې .


مونږ له امریکائیانو، آلمانانو آو نورو نړیوالو نه دا پوښتنه کوو چه آیا ممکنه ده مثلاً په روسیه کې بدون د روسانو له اشتراک نه، په آلمان کې بدون د جرمنانو له اشتراک نه آو یا په فارس کې بدون د فارسانو له اشتراک نه د دې هیوادونو یوه ډیره مهمه تاریخي آو ملي مسئله تنها د اقلیتونو په ذریعه حل شي؟ جواب واضح ده: يه.


موږ د امرېکا له متحده ایالاتو، آلمان، د افغانستان له دولت، ملګرو ملتو آو د نړۍ له نورو هېوادونو څخه غوښتنه لرو چې هر څومره ژر د افغانستان جنګي مُجرمين آو جنایتکاران د « دِن هاګ » نړېوالې محکمي ته وروپېژني آو ددوی ټولې منقولې آو غېر منقولې شتمنۍ چې د چور، غلا آو غېر قانونې لارو نه ئې تر لاسه کړې ضبط آو ملي شې .


و من الله توفیق