درنو لوستونکو په دې ليکنه کې ځينې هغه ټکي رابرسېره شوي دي، چې د هېواد د ښوونې او روزنې په برخه کې خنډونو ته ښودنه کوي او د ښوونې او روزنې بهير د انارشيزم او بې سکتيا ټولنيز فکتورونه راسپړي.
مخکې له دې چې د ښوونې او روزنې خنډونو ته نغوته وکړم، پر ځای ګڼم چې ځينو پېښو ته ستاسو پام را واړم. وروسته له دويمې نړېوالې جګړې څخه په افغانستان کې ځينې جوتې پېښې رامنځ ته شوې، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ وړانګې وغوړېدلې، خو تر ټولو غوره پېښه د افغانستان ملي هويت ؤ. په کال 1964 کې د افغانستان ملي ژبه د هېواد د ډېرګړي ټبر63٪ ژبه، پښتو وټاکل شوه، مګر په وروستيو دريو لسيزو کې داسې ناخوالې پر افغانستان راغلې، چې د دغه هېواد ملي هويت او د هېواد بشپړتيا يې هم له ګواښ سره مخامخ کړل. بايد ياده شي چې د افغانستان د بدمرغيو کاروان کومه ناڅاپي پېښه نه ده، بلکې دغه بدمرغۍ يو پلان شوی بهير لري .
زما ډېر څه په ياد نه دي، مګر د وروستيو څو لسيزو په بهير کې مې ځينو ټکو ته پام شوی، چې ستاسو پام هم ورته ر ااړوم. تاسو به دا اورېدلې وي، چې محمد ګل خان مومند، سردار محمد هاشم خان، سردار محمد داود خان او داسې نور ملي اشخاص ټول فاشيستان دي، ولې؟ ځکه چې هغوی له پښتو سره تربګني نه ده کړې او د هېواد ملي بهير يې په خوځښت راوستی.
مګر يو څو نور ټکي هم د پام وړ دي. د مرحوم قيوم خان وردګ (د ښوونې او روزنې پخوانی وزير) په اړه به مو اورېدلي وې، چې (که وردګ وي مقرر دې شي!!) يا هم دا وراشه، چې (پکتيا جنرال مېزايه و شمال عسکر!!) او د اوغان تبرغان خبره به مو هم هرومرو تر غوږ شوي وي، يا به ويل کېدل چې (لهجې قندهاري شيرين است!!)، خو کله چې طالبانوواک تر ﻻسه کړ، نو ټول کندهاريان پاکستاني شول او پښتنو ته هم د پاکستاني وراشه ځانګړې شوه.
د ملا کرزي اخوند له واکمني سره سم د (طالباهای نېکتايي دار!!) وراشه رامنځ ته شوه او د افغانستان د دفاع د وزير (طفل صحتمند!) لقب به تاسو ته هرومرو مالوم وي، خو تر دغه ټولو خبرو او وراشو يوه بله اصطلاح (کار به اهل کار!!) ډېره په زړه پورې ده، چې د کمونستانو په موده کې او اوسمهال ډېره کارول کېږي او زه به ستاسو پام ځينو د اهل کار پېښو ته راواړوم.
جنرال محمد اسماعيل خان د اوبو او برېښنا وزير، ستر جنرال دوستم … ، مارشال فهيم او په لس هاو نور داسې خلک (کار به اهل کار) دي، چې د هېواد د پرمختګ بېړۍ پرې چلېږي، خو دا خلک پېژندل شوې څېرې دي، مګر د( کار به اهل کار) ډېرې پټې څېرې او بربنډې ناغې دي، چې د بيا رغاونې بهير يې په ټک درولی.
د افغانستان د خپل منځيو شخړو او د (مرحله نوين حکومت مجاهلين تراز نوين) د چارواکو د چلند او د (کار به اهل کار) ښه بېلګه د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون دی. داسې ښکاري چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د تنظيمي او اتنيکي کړاونو په لومه کې ښکېل شوی دی! ښه به دا وي چې ووايو چې دا هېواد نه جوړېږي او خلک يې د ټوپکساﻻرانو د مافيايي سیستم قرباني دي!
د افغانستان ژغورنه د هېوادوالو په يووالي کې ده اوهېوادپاله افغانان باېد د هېواد په بیا ودانولو کې سره یو موټي شي، چې د هېواد دښمنانو ته وخت ور نکړي، چې تر یوه یا بل عنوان لاندې هېوادپاله افغانان او په هېواد مين اشخاص زړه توري او بدنامه کړي. د افغانستان اوسنۍ ټوليزې رسنۍ او د چارواکو څرګندونې دې ته ښودنه کوي، چې د هېواد اصلي بچیان چې د هېواد د چوپړ لپاره یې مټې رانغښتي د نشنلست، متعصب، تبعیض کوونکي او … تر نومونو لاندې د دښمن لخوا بدنامه کېږي، آن تر دې چې دښمن د هغوی د له منځه وړلو په لټه کې کېږي.
په دې اړه د اصلي متعصبینو لخوا یوازې ګوزارونه د پښتني مشرانو په لور دي، چې په پیل کې یې په ډاکټر صاحب فاروق وردګ شروع وکړه، بیا يې ښاغلي اتمر صاحب ته ګواښونه وکړل او وروسته بیا ښاغلي عبدالکریم خرم ته راورسېدل او په همدې شان په نورو ملي او هېواد مینو شخصیتونو باندې د مطبوعاتو له لارې په ټولنه کې د دښمنانو لخوا ملنډې ووهل شوې. په پښتني اشخاصو ملنډې وهل، د هغوی رټل او يا وژل ، لکه د هندي فلمونو سريال ، ورځنی مود ګرځېدلی او په هره کچه پښتانه سپکېږي او له هېواده مهاجرت ته اړ ايستل کېږي.
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون هم له تنظيمي کړکېچو سره مخامخ دی، چې ملا کرزی اخوند يې پر سر کې درېدلی. څه موده مخکې په دغه پوهنتون کې هم يو هېوادپال افغان وګومارل شو، چې د دغه هېوادپال شخصیت په اړه هم هڅې روانې دي، چې د خلکو په وړاندې متعصب، فاشيست، پښتون او… نور وپېژندل شي. دا هغه کس دی چې په راتګ سره یې د دغې پوهنتون تفریحي فضا په اکادمیکه فضا واوښته. هغه پوهنوال ډاکټر صاحب محمد طاهر عنایت دی، چې د خپل کار له لومړی ورځې څخه يې په دې پوهنتون کې د متعصبو، فاشيستو او نورو… په وړاندې مبارزه پیل کړه او د خپل دغه مسؤلیت په لړ کې یې ځينې نا مناسبه، بدکاره، چپاول ګر، فاسد، ضد ملي او… خلک د پوهنتون د رهبرۍ څخه لرې کړل، چې د ډېرو ګواښونو سره مخامخ شو. آن تر دې چې د ریاست جمهوري د لوړ پوړو چارواکو په رسمي حواله ده او د وزارت لوړپوړو ته وویل شول چې پلانکی کس په بيستانکي قوم پورې اړه لري، نو ځکه باید لرې نشي.
د افغانستان تاجکو، ازبکو، هزاروؤ او نورو په ریاست جمهوري کې ملاتړي پیدا کړل. مګر پښتون غریب، چې د دغه هېواد اصلي اوسېدونکی دی هیڅ ملاتړي و نه موندل اود هغو نورو اقوامو احکام او هر څه ومنل شول او ځیني د هغو کسانو څخه، چې بايد لرې شوي وای، په خپل ځای پاتې شول او د ځينو نورو د تبدیلۍ مکتوبونه د هغوی د پلویانو لخوا د ریاست جمهورۍ د منظورۍ په موقعه کې د چارواکو د دفتر په روکونو کې حبس او یا په یرغمل یوړل شول.
که کله دغه هېواد په دغسې قومي ویشنه، او د دغسې قومي ملاتړيتوب، چې د هغې څخه پښتانه محرومه دي پاتې شي، نو هیڅکله به هم افغانستان جوړ نشي. دا ځکه چې پښتانه د یوبل څخه ملاتړ نه کوي او کې یې وکړي بیا د نشنلست تر نامه لاندې ځپل کېږي او د نشنلست د نامه لپاره باید لاس تر زنې کېني او د دغو ظلمونو ننداره دې وګوري.
که موږ پښتانه دغه ډول لاس تر زنې پاتې شو، ډېر ژر به د پښتنو شتون په ریاست جمهوري کې هم نشنلیزم وګڼل شي اود هغو ځایه به یې هم وشړي او بيا به د(ډاکتر نجيب الله) له برخليک سره مخامخ شي او باید له هغې پند واخلو. موږ بايد پوه شو، چې دغه هېواد د پښتنو کور دی، په دغه کور کې زیږيدلي او په دې کور کې د اوسېدو حق لري، داسې نشي چې بله ورځ به څوک وايي تاسو نشنلستان یاست چې په دې کور کې اوسی!، نو بیا به هم پښتانه وايي چې دوی موږ ته نشنلست وايي راځی چې دغه هېواد پرېږدو تر څو د نشنلست نوم زموږ څخه لرې شي.
هو همداشان دی، د وري په دریمه نېټه د ماسختن په لسو بجو د نورین تلویزیون مرکه د لوړو زده کړو له وزیر ډاکټر دادفر سره وه او په هغې که یې د لوړو زده کړو پښتانه چارواکي او ښاغلی پوهنوال ډاکټر طاهر عنایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون رئیس یې په تعصب تورن کړل او همدا شان د ښوونې او روزنې د پوهنتون په فضا کې هم د دې پوهنتون د ودې د دښمنانو لخوا داسې ګنګوسې خلکو ته ورکړل شوې، چې ګواکې دا رئیس نشنلست دی اود دې شتون په دې پوهنتون کې ګټور نه دی، حال دا چې دغه رئیس خپل ټولو چارواکي د اصل شایستګي پر بنسټ ګومارلي دي.
خو بیا هم باید د خپل ازبک ملاتړي ښاغلي دادفر صاحب څخه مننه وکړو، چې د پښتنو څخه یې دفاع وکړه او هغې په دې یتیمانو رحم وکړ. بیا هم د هغه له رحم څخه ډېر زیاته مننه. د هغود خبرو څخه دا مطلب اخیستل کېږي، چې دا پښتانه نشنلستان نه دي، بلکې د پوهې خاوندان دي او د پوهې او اصل شایستګي په بنسټ خپل چارواکي ګوماري او دا یې هم څرګنده کړه، چې ده په خپل وزارت کې هم د هغوی انډول د ملیت پر بنسټ په پام کې نه دی نیولی، مګر د هغوی پوهه یې په پام کې نیولې.
نو راځی چې د دغې ښاغلي وزیر صاحب ملاتړ خپل سر مشق کړو، او په همدغه شان د دښمن دغه د ضعف نقطه چې په موږ کې یې د نشنلست په نامه پیدا کړې، ماته کړو او یو بل ته لاس ورکړو، چې ددغو شان دسیسو مخنیوی وکړو او د هغو ټولو مشرانو څخه چې د ولسمشر څخه چاپېر دي، وغواړو، چې د دغو با غیرته، هېواد پالو شخصیتونو څخه ملاتړ وکړي اودهغوی د لا بریاؤ لپاره زمینه مساعده کړي.
د يادونې وړ ده، چې ښاغلی پوهنوال ډاکتر محمد طاهر عنايت چې پخوا د پنځو کلونو لپاره د کابل پوهنتون منتخب رئیس وه، ما د لومړي ځل لپاره يو کال مخکې په يوه فاتحه کې ليدلی ؤ او د ډېرو لوړو اخلاقو څښتن برېښېده او خورا خوږ مجلس يې کاوه او زما یو ملګري راته راوپېژانده، چې د دوی د کار، پوهې او څانګپوهنه يې راته څرګنده کړه، نو کله چې ما د هغوی په اړه د ناانصافي څرګندونې واورېدلې، نو هوډ مې وکړ چې دغه څو کرخې تورې کړم او ستاسو درنو هېوادوالو پام ورته راواړوم.
په پای کې باید ووايم، که غواړو چې افغانستان ودان کړو، نو باید ښوونې او روزنې ته پاملرنه وکړو او دا هغه وخت امکان لري، چې د هېوادپالو هېوادوالو د پریکړو ملاتړ و شي او د هغوی د پریکړو پلویان شو. په دې هیله چې پښتانه خپل موقف درک کړي او په اوسني مهال کې شرایط وڅیړي اود خپلې ودې لپاره غښتلي ګامونه اوچت کړي.
په درنښت