په زابل كې دبادام ګل مشاعره دسل ګونواديبانواوليكوالانوپه ګډون ترسره سول .
په زابل كې دبادام ګل مشاعره له تيرپنځوكلونوراپديخواددغه ولايت دكلتوري ټولنواواديبانوپه زيارلمانځل كيږي .
په زابل كې دبادام ګل مشاعري ته دلوي كندهارپه ګډون دكابل ،پكتيا،غزني اوننګرهارشاعران اواديبان رابلل سوي و.
دبادام ګل مشاعري يوتن سمبالونكې عبدالقادرقلات وال وويل چې سږني مشاعره يي دنوروكلونوپه پرتله خوراپياوړي وه اوپكې دسيمې ځوانوشاعرانوهم خپل شعرونه وويل .
په بادام ګل مشاعره كې ترډيره بريده دبادام ګل دستايني ترڅنګ دسولي اوورورولۍ په برخه كې شعرونه وويل سول .
دزابل مرستيال والي ګلاب شاه علي خيل دبادام ګل په وياړهغه يوه پوړيزه ودانۍ چې په كلات كې دشيخمتي (رح) دزيارت دتاريخي تپې په خواكې په عصري ډول جوړه سوې وه د(بادام ګل مانۍ )په نوم ونومول .
دعلي خيل په خبره چې د(بادام ګل مانۍ )به دليكوالانواوشاعرانودادبي ناستو لپاره ځانګړې وي .
په زابل كې داديبانودهڅونې لپاره دالمړني ګام دي چې ترسره كيږي .
دبادام ګل په ګلنى مشاعره كې ټولوګډون والوته دپښتني دودله مخې كندهارې لنګې وركړل سوې .