کور / شعر / زما ستادې ښایست لوی جوړه ونکي ته سوداوي

زما ستادې ښایست لوی جوړه ونکي ته سوداوي

ستا ښا یسته پښوکې چې ګونګـړې دې ګډ یـداوي
مخکې دې سوجدوکې لمونځ کونکي دې بوداوي
دوی ستاپه  ښکلا ستاپه ماناکې خپل مرام غواړي
زما ستادې  ښایست لوی جوړه ونکي ته سوداوي
ولـې ورتـه  پـریـب ورکوي تـه پرې ښه پوهیږي
کـله دې خالـق بـه دې مخلوق کـړوکې رضا  وي
ستاپـه مناجـات  کې دنـاروغـه زړه درمـل نـشـتـه
سـتا دې جـوړونـکي مــنـا جـــا تـــوکـــې دواوي
بــس دی نــورزمـوږپـه عـواطـفـولـوبـې  مـه کوه
خـپـل سـازو اواز بـا نــدې خـنـداوي کـــه  ژړاوي
نوربه ستا  لـید ل پـه معبد وکې (علي خان) نکړي
ســـــرنــنــه  وتــوکـې تــروتــو زړه پـــه درزاوي