ډيره اسماعيل خان : رسنيو څرگنده کړې ده چې د خیبر پښتونخوا د ډيره اسماعيل خان پوليس وايي چې په بيلابیلو جرمونو کې تورن عمران ګنډا پور يې وژلی دی د پولیس چارواکي وايي پرون د خالي په ورځ ماښام شاخوا شپږ بجې دا پېښه هله رامنځ ته شوه چې کله پر دوو موټرسایکلونو سپورو ده او د هغه درو نورو ملګرو له قرطبه کالج سره نژدې د پولیس یوچارواکی حوالدار جهانګیر ووژلی دوی له د پېښې له ځایه نه وو تېښتدېدلي چې د پولیس سرتېرو له ایګل سکواډ سره یې مخه شوه او پر یو بل یې ډزې وکړې او دوه لاسي بمونه یې هم پر پولیس ورغورزول. د پولیس چارواکي وویل چې د ایګل سکواډ د پولیس سرتېرو د ډزو په نتیجه کې د وسله والو یو ملګری چې وروسته د عمران ګنډه پور په نامه وپېژندل شو ځای پر ځای ووژل شو.او نور درې کسان چې یو یې ټپي شوی هم وو په تېښته بریالي شول
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه