کور / هراړخیز / د بازار اقتصاد او د انحصارګرانو بد نیتونه

د بازار اقتصاد او د انحصارګرانو بد نیتونه

د بن په لومړۍ غونډه کې د هیواد د اقتصادي سیسټم لپاره د ازاد بازار اقتصاد غوره شو چې ترمخي یې دولت نشي کولی په بازار کې لاسوهنه وکړي ، دغه راز په دې هم ټینګار وشو چې دولت باید د خصوصي سکټور د پرمختیا او پیاوړتیا لپاره لازمي هڅي وکړي. ‎
اوس پوښتنه داده چې د لسو کلونو په تیریدو سره دغه وړاندیز شوی اقتصادي موډل تر کومي کچي د افغانانو په ګته تمام شوی او تر کومه بریده یې د ولس د اقتصاد په پیاوړتیا کې ونډه اخیستې ده ؟!
ټولو ته څرګنده ده چې د لسو کالو په دوران کې د ازاد بازار تر نامه لاندي د هیواد اقتصاد ته یو شمیر انحصارګرو کړیو لاره وموندل او دامهال د سون او انرژۍ له توکو نیولې بیا تر غذايي موادو پوري ټول د څو محدودو شرکتونو په انحصار کې دي ، او څه چې د هغوی زړه غواړي د اړتیا وړ مواد په خلکو باندي په لوړو بیو باندي پلوري او حکومت هم نشي کولی په بازار کې د بیو د کنترول په خاطر لاسوهنه وکړي.
د اقتصاد پوهان په دې عقیده دي چې په نړۍ کې یوازنی بریالی اقتصادي موډل د ازاد بازار اقتصادي سیسټم دی ، هغوی استدلال کوي چې دولتي اقتصاد په پخواني شوروي اتحاد او د شرقي اروپا په سوسیالیسټي هیوادونو کې خپله ازموینه ورکړې او په دغو هیوادونو کې دنورو لاملونو ترڅنګ د دوی ناقص اقتصادي سیسټم ددې لامل شو ترڅو په نړۍ کې سوسیالیزم ړنګ شي دغه راز دوي د چین د ستر اقتصاد د پرمختیا لوی لامل د ازاد بازار اقتصاد او د خصوصي سکټور پیاوړتیا په ګوته کوي ، او په دې اند دي که چیري د چین هیواد د دولتي اقتصاد په لومو کې را ګیر وای نو د اقتصادي پراختیا او پرمختګ اوسنی بری به یې نه وای په برخه شوی.
خو دوروسته پاتو هیوادونو خبره بیا بل ډول ارزول کیږي ، په دغو هیوادونو کې د اقتصادي پرمختګ لپاره اړینه ده ترڅو د هیواد په اساسي او بنسټیزو سکټورونو کې دولت پانګونه وکړي ، د مثال په توګه د اوبو دبندونو او نورو عام المنفعه پروژو کې خصوصي پانګوال لیوالتیا نه لري چې پانګونه وکړي له دې امله چې داپروژې اوږ دمهاله پروژې دي او خصوصي پانګوال ورسره علاقه نه لري. ځکه خو دولتونه باید په دغه ډول اساسي پروژو کې پانګونه وکړي ، خصوصي پانګوال هم وهڅوي او لازمي اسانتیاوي ورته برابري کړي ، لنډه داچې د افغانستان په څیر هیوادونو کې په کامله توګه د بازار د اقتصادي موډل تطبیقول ډیري نیمګړتیاوي رامنځته کوي او د ټولني اقتصادي سیسټم ته زیان رسوي ، بله خبره داده چې د ازاد بازار اقتصادي موډل په هغو ټولنو کې د عملي کولو وړ دی چې هغه ټولني د اقتصادي ، ټولنیز او فرهنګي پلوه د پرمختیا یوې لازمي کچي ته رسیدلي وي او دولتونه ددې ظرفیت ولري چې په بازار باندي څارنه وکړي ، په پرمختللو پانګوالو هیوادونو کې هم بازار په کامله توګه ازاد نه دی ، هلته هم که چیري په اقتصادي سیسټم کې کوم زیان رامنځته شي په سمدستي توګه دولت مداخله کوي چې ډیر ښه مثال یې دامهال په اروپا او امریکا کې اقتصادي بحرانونه دي چې په پایله کې یې یوشمیر بانکونه د افلاس سره مخ شول خو دولتونو د بانکونو د افلاس او د بحران د کنټرول په خاطر مداخلې وکړې ترڅو خپل اقتصاد له بحرانونو نه وژغوري.
د اقتصاد ډیری پوهان په دې نظر دي چې دامهال د ازاد بازار اقتصاد د یو لړ ننګونو سره مخ دی چې په ډیرو پرمختللو پانګوالو هیوادونو کې یې ستر اقتصادي بحرانونه رامنځته کړیدي چې ښه مثالونه یې په اروپا او امریکا کې اوسنی اقتصادي بحرانونه دي چې د ازاد بازار داقتصاد زیږنده ګڼل کیږي ، پوهان وايي چې اوس ددې وخت راغلی ترڅو د ازاد بازار په اړه غور وشي او په کې بدلون راشي هغوی په دې اند دی چې باید په بازار کې د دولتونو د مداخلې یو میکانیزم رامنځته شي ترڅو د لویو انحصارګرانو مخه ونیول شي او اقتصادي عدالت رامنځته شي ، دوی په دې نظر دي چې دامهال د ازاد بازار اقتصاد د ډیرو لویو انحصارګرانو لاس ته لویدلی او ددغه اقتصاد څیره او ماهیت یې بدرنګ کړی دی چې ورسره په دغو هیوادونو کې اقتصادي نابرابري ، بې عدالتي ، د کارنشتوالی او نوري ناخوالي را منځته شویدي چې په پایله کې دغه حالت د ولسي غورځنګونو لپاره لار اواره کړي چې څرګند مثالونه یې په منځني ختیځ کې عربي پسرلی ، په اروپا کې پراخ ولسي لاریونونه او په امریکا کې د وال سټریټ غورځنګونه دي چې د ټولو دغو غورځنګونو لامل اقتصادي نابرابري او د ټولنیزو خدمتونو نشتوالی په ګوته شوی دی چې بنسټ یې د ازاد بازار د اقتصاد هغه سیسټم دی چې انحصارګرو پانګوالو پرې خیټه اچولی او دغه اقتصادي سیسټم یې د خپلو ګټو په منګولو کې ایسار کړی دی.
زموږ په جګړه ځپلي هیواد کې چې ټول اساسي اوبنسټیز بنیادونه او سکټورونه یې د درې نیمو لسیزو جګړو پرمهال وران ویجاړ شوي ددې اړتیا ده ترڅو داهیواد د اقتصادي پلوه پرخپلو پښو ودریږي او د هیواد اقتصادي رغوني ته ډیره پاملرنه وشي ، د تیرو لسو کلونو په دوران کې زموږ هیواد په یوه مصرفي هیواد بدل شوی چې خپله هیڅ تولید نه لري ، اوهر څه د بهر او ګاونډیو هیوادونو نه راواردوي چې دا پخپله زموږ اقتصاد ته لوی زیان اړولی ، موږ ته لازمه ده تر څو په یوه تولیدي هیواد واوړو ، دې هدف ته درسیدو لپاره لازمه ده ترڅو موږ پخپل اقتصادي سیسټم چې د بن د پریکړو په پایله کې غوره شوی له سره کتنه وکړو ، دا ډیره دافسوس خبره ده چې حکومت نشي کولی په څو میاشتو کې دیوکیلو ګازو بیه وټاکي ، ځکه ګاز د څو محدودو انحصارګرانو په لاس کې دی ، دغه راز د اقتصاد نوري برخي هم د انحصارګرانو لاس ته لویدلي دي چې د هیواد اقتصاد ته یې سخت زیان اړولی او ولس یې ترپوزي رسولی ، دې وروستیو وختونو کې د سوداګری وزیر حکومت ته وړاندیز کړی ترڅو د بازاد د اقتصاد په اړه نوې کتنه وکړي او د اقتصاد یو مختلط سیسټم رامنځته کړي ویل کیږي چې ددې وړاندیز سره دولت موافقه ښودلې او دې پایلي ته رسیدلی چې باید د هیواد په اقتصادي سیسټم کې بدلون رامنځته شي ، بله خوا د کابل ښاریانو هم له دولت نه غوښتنه کړې ترڅو د تیلو انحصار پخپل لاس کې واخلي او د خصوصي سوداګرو له انحصار نه یې وژغوري ، د هیواد اقتصادي ماهرین هم په دې عقیده دي که چیري حکومت په بازار کې مداخله وکړي ، په بیلا بیلو برخو کې رقابت ته راوړاندي شي او د هیواد اقتصاد تر خپل نظارت لاندي راولي نو تر ډیره به د هیواد د اقتصاد له پیاوړتیا سره مرسته وشي او ولس به د اقتصادي مافیا له منګولو نه وژغورل شي.