دهمند ولايت په ګريشک ولسوالي کې دبريښنا بند په بمونو والوزول شواو ، داچاودنه دخبرترخپرېدو يوازي شل دقيقې وړاندي وشوه . دګريشک ولسوال عبدالمناف وايي چې چاودنه تلفات هم لري خو دقيقه مرګ ژوبله لاهم نه ده مالومه . البته يوه عيني شاهد وويل چې دګريشک ولسوالي دبريښنا دآمر په ګډون يې څلور ټپيان روغتونه ته رسولي دي . دبريښنا دغه بند په ګريشک ولسوالي کې جوړ وو او دغې ګڼ مېشتي ولسوالي ته يې بريښنا ور کوله . تردامهاله چا دبريد پړه نه ده منلې خو ورته بريدونه تل وسله وال طالبان کوي