کور / تازه خبرونه / راتلونکې اوونۍ به رسمي او درې اړخيزه خبري پيل سي

راتلونکې اوونۍ به رسمي او درې اړخيزه خبري پيل سي

کابل ورځپاڼو له وخته مخکې د فرانسوي سرتیرو پر وتلو بحث کړی
په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن هم خپل زیاتره مطالب د سولې روانو هلو ځلو او له وخت نه مخکې د فرانسوي سرتیرو د ایستلو په امکاناتو بحث ته ځانګړې کړی، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې روانه اونۍ به د امریکا او طالبانو ترمنځ په دې خبرې وشي، چې په څه ډول سره رسمي او درې اړخیزې خبرې پیل شي.

ورځپاڼه لیکي، چې د رسمي خبرو د پیل لپاره دا هڅې په داسې حال کې کیږي، چې طالبان د خبرو د یوې داسې بڼې په لټه کې دي، چې زیات وخت و نه نیسي او هم د ستونزې نیغ حل ته لار وباسي.

ورځپاڼې لیکلي، چې امریکا او افغان دولت بیا ځینې مجبوریتونه لري او غواړي د طالبانو ستونزه په نړېواله کچه د تل لپاره هواره شي، چې دا کار بیا له دوو نه تر دریو کلونو پورې وخت ته اړتیا لري.

خو ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې، چې طالبان د امریکا د ضمانت پرته له دریم اړخ سره په خبرو باور نه لري، بل لور ته د افغان حکومت دا ویره لا هم پر ځای ده، چې هسې نه له خبرو ګوښه وساتلې شي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د ملي شورا پرانیستې غونډې ته د ولسمشر کرزي د وینا په حواله لیکلي، چې دوي غوښتل طالبان په خپل هېواد کې، یا په سعودي عربستان او یا ترکیه کې دفتر پرانیزي، خو داسې ونشول.

ورځپاڼه لیکي، ښاغلي کرزی یو ځلې بیا دا په ډاګه کړه، چې په قطر کې یې د طالبانو له دفتر سره موافقه یوازې د سولې لپاره کړې.

ورځپاڼه لیکي، چې ښاغلي کرزي یو ځلې بیا په خپل دې دریځ ټنیګار وکړ، چې د سولې او پخلاینې حق د افغانانو دې او هیڅ یو هیواد او اداره نشي کولای له افغانانو دا حق واخلي.

سرنوشت:

خو سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې ځینو ستونزو ته کتنه کړې او لیکلي، که امریکا د طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره د دوې غوښتنه و نه مني نو د سولې چانس به له لاسه ورکړي.

خو ورځپاڼه وړاندې د ځینو امریکایی چارواکو په حواله لیکلي، چې له طالبانو سره یی په خبرو کې ځنډ د ولسمشر کرزي په ټینګار راوستلې دې.

ورځپاڼه د امریکایی چارواکو په حواله لیکي، چې افغان ولسمشر دا ویره لري، چې حکومت یی د سولې له خبرو لرې ساتل شوې او دې د سولې د بهیر لپاره په خپلو متحدینو کې ملاتړ پیدا کړي.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د سولې روانې هڅې اوس تر ډیره یوې سیاسي پروژې ته ورته ده او ددې لپاره، چې ددې بهیر په اړه پورته شوې اندیښنې لرې شي، نو پکار ده، چې د خبرو مشري افغان لوري ته وسپارلې شي.

د کابل ورځپاڼو د سولې د رونو هڅو ترڅنګ د فرانسوي سرتیرو له وخت نه مخکې د ایستلو لپاره د دغه هیواد د مشرانو په ګواښ هم بحثونه کړي.

خدمتګار:

خدمتګار د فرانسوي سرتیرو د وژنۍ د وروستۍ پیښې په غبرګون کې ددغه هیواد د مشرانو څرګندونو ته په اشارې لیکلي، چې دوی د طالبانو مورال لوړوي.

ورځپاڼه لیکي، که نیکولاس سرکوزي په خپل دریځ ودریږي او خپل پوځیان ژر له افغانستان څخه وباسي، نو دا کار به په نورو نړیوالو ځواکونو د حملو د زیاتیدو اسباب برابر کړي.

ویسا:

خو ویسا د فرانسې د دفاع د وزیر په حواله لیکلي، چې د سرتیرو له وژنې سره سره د افغانستان ثبات ته ژمن دي.

ورځپاڼې په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې څرګندونې هم راخستي، چې ویلي، فرانسوي همکاران به یی د سرتیرو په ایستلو کې بیړه ونکړي.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې فرانسوي سرتیري د یو لوی پلان قرباني شوي، چې تر ډیره له افغانستان سره ددغه هیواد له ستراتیژیکو اړیکو له تړون سره اړیکه لري.

ورځپاڼې دا ویره څرګنده کړې، چې له دې پیښې وروسته ممکن د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو مسئله تر سیوري لاندې راشي او هغه مخکینې اهمیت یی پاتې نشي