د کندهار ولايت د تخته پول اولسوالۍ ته نوى اولسوال د يو لړ مراسمو په ترڅ کي چي د کندهار ولايت مالي او اداري رئېس او يوشمېر نورو قومي مشرانو ګډون کړى ؤ وټاکل سو.
نوى اولسوال چي حاجي محمود اڅکزى نومېږي او د پخواني اولسوال فضل محمد غريب شاه پر ځاى به سر له ننه کار کوي په خپلو خبرو کي په بشپړ صداقت سره يادي اولسوالۍ ته د کار کولو ژمنه وکړه او د خلکو څخه ئې هم د امنيت او اولسوالۍ ته په پرمختيايي کارو کي د همکارۍ ږغ وکړ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه