اسلام اباد :د افغا نستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال پو هنمل غلام نبي فرا هي دپاکستان د اطلاعاتو او نشرا تو له وزيرې ميرمن فردوس عاشق اعوان سره و کتل او دد واړو هيوادونو ترمنځ يې در سنيو اوفرهنګي اړيکو دلاپيا وړتيا ترڅنګ په يو شمير نورو مهمو موضوعګا نو خبري و کړې پو هنمل غلام نبي فرا هي له ميرمن فردوس عاشق اعوان څخه وغوشتل چې په پا کستان کې د افغاني تلويزيوني چينلو نو اوس د کيبل له لاري د نشر اجا زه نه لري دخپرونو اسانتيا وي برا بري کړى ميرمن اعوان پوره ژمنه و کړه چې دوي به پوره مرسته و کړي چې افغاني تلويزيوني چينلو نه وکولاي شي چې د کيبل له لاري خپروني و لري . همدا را ز ميرمن اعوان هيله څرګند ه کړه چې غواړي ددواړو هيوادو نو دفرهنګي او مطبو عا تي اړيکو د لاپيا وړ تيا لپاره له يو مطپو عا تي او فرهنګي ډلې سره په نږدي را تلونکى کې کا بل ته سفر و کړي فرا هي د نو موړي ددي ګام د هر کلي ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په استا زيتو ب افغا نستان ته درا تګ بلنه ور کړه .همدا را ز درسنيو په برخه کې د اړيکو لا پيا وړ تيا ، دد وا ړو هيوادونو د ژورناليستا نو تګ را تګ اود باختر اژانس اود پا کستان اژانس APP د ملى راديو تلويزيون اوPTV ترمنځ په تخنيکى همکاري هم خبري وشوي ديادونى وړ ده چې په اسلام اباد کې کلتوري اتشه زردشت شمس هم په ياده ناسته کې ګډون درلود داطلاعا تو او فرهنګ و زارت معين پو هنمل غلام نبي فرا هي ديو جګپوړي افغا نۍ هيئت په ملتيا اسلام ا باد ته يو دوه ورځنې سفر درلود او له پا کستا ني لوري سره يي د اقتصاد ، انکشاف ، پو هنې ، فرهنګ ، مطبو عا تو او نورو برخو کې د همکاري په اړه مهمې پريکړې و کړې