شپانه په اصلي معناهغه چاته ویل کیږي چي دغېلورمې پیایي. دغه سړي ته شپون هم وایي . په پخوانیومتونوکي ئې شپنیان سره تصنیف کړي دي. دڅارویوله نامه سره ئې د(به) سوفیکس په یوځای کولونوي کلمات جوړول اوهغه داسي :څوک چي وزې پیایي، (اوزبه)یا (وزبه) ئې بولي اوڅوک چي اوښي پیايي، (اوښبه) ئې بولي. په کندهارکي هغه څوک چي دغواوواوغویوگورم پیایي، گوروان ئې بولي، هغه چي اوښان پیایي، ساروان ئې بولي اوهغه چي غېلي پیایي، چوپان ئې بولي. دشپون، شپانه اوچوپان کلمې دیوې دندې دترسره کوونکي له پاره کاریږي.
دشپانه کلمه یوه بله معناهم لري اوهغه چاته ویل کیږي چي نکلچي ته دنکل کولوپه جریان کي (ښه ، ښه) وایي. ددغي کلمې دهمدې معناپه باب زه دملي هینداري پرهغه چاپ باندي دسریزي په ترڅ کي ږغېدلی یم چي دښاغلي روهیال په همت په ۱۳۸۷ش = ۲۰۰۸م کال تهیه سوی او خپورسوی دئ. هورې مي هغوآثاروته هم اشاره کړې ده چي د(شپانه) کلمه ئې د(شانه) په شکل ثبت کړې وه.
پرون له کندهارڅخه (دپښتونثراته سوه کاله) دوهم چاپ کاناډاته راورسېد. سترگي مي په روڼی سوې. یوڅوپاڼي مي ژرژرولوستلې ، چاپي تېروتني مي پکښې ډېري وموندلې خودکتاب بیانشرېدل په رشتیاسره یوه علمي اړتیاوه.ددغه درانه تحقیقي اثراول چاپ هم د کتاب دښاغلي لیکوال سرمحقق هیوادمل صاحب له خواکاناډاته رالېږل سوی وو. په دې دوهم چاپ ئې چي خورامهمي زیاتوني هم پکښې راغلي دي، دزړه له کومي خوشاله سوم اودکتاب محترم لیکوال اودانش خپرندویه ټولني ته دزړه له کومي مبارکۍ وایم.. ددغه دوهم چاپ په سرکي مي دځان په باب دکورودانۍ هغه کرښي هم ولوستلې چي دکتاب محترم لیکوال د(شپانه) کلمې په اړه کښلي وې اولیکلي ئې وه چي په دغه دوهم چاپ کي دلومړي چاپ (شانه) کلمه اصلاح سوې او(شپانه) سوې ده. دسریزي په (ج)،(د)او(هـ) مخونوکي ئې زمادهغو څوجملوپه ارتباط هم تبصره کړې ده چي دملي هینداري دپورتني چاپ دسریزي په (و) مخ کي مي دشپانه کلمې دناسم ثبت په اړه کښلې دي. په دې تبصره کي ئې دشپانه کلمه زماله لیکني سره سم په همدې بڼه سهي بللې ده اوزما”قول ئې معتبر” گڼلی دئ. خوورپسې ئې زماپه لیکنه کي دارواښادنوري صاحب له نامه سره ددغي کلمې نسبت نامناسب بللی دئ. دوی لیکلي دئ چي ” … ښاغلي هوتک دملي هندارې ( دکندهارد ښاغلي روهیال چاپ) په مقدمه کې داموضوع په یوه داسې قرینه کې یاده کړې چې له هرنکل سره ارتباط لري،خوله ملي هندارې اودمرحوم نوري له درانه نامه سره یې ارتباط ماته مناسب نه ښکاري.” ( دسریزي “ج”،” د” مخونه). ددغه نامناسبتوب په توضیح کي ئې دوه دلیله راوړي دي اوهغه داچي وایي” ماترټولودمخه دمرحوم نوري دملي هندارې دلومړي ټوک دلومړي چاپ (۱۳۱۸هـ ش کابل) دنوري مرحوم مقدمه ولوسته د(شپانه) پراصطلاح پېښ نه شوم، پردویم ټوک ( د۱۳۲۵هـ ش کال کابل) دمرحوم استادحبیبي یادښت راغلی دی، هلته هم دغه اصطلاح نه ده راغلې نوددې اصطلاح (شپانه) له صحت یاعدم صحت سره دمرحوم نوري نسبت ماته وړ ونه ایسیده.”( دسریزي”د” مخ).
ښاغلی سرمحقق هیوادمل صاحب نقادلیکوال دئ اودخپل همدغه درانه اثرپه هرځای کي ئې دنورولیکوالواوڅېړونکوتېروتني نقدکړي دي. ددوی همدې روش ماته هم ددوی پرلیکنه باندي دنقدکولوجرأت راکړ. داچي مادشپانه کلمه دمرحوم استادنوري صاحب له درانه نامه په ارتباط کي بیان کړې ده، خپل دلایل لري. دهغوتربیانولودمخه باید ووایم چي ښاغلي هیوادمل صاحب ته تربل هرچاداخبره ښه معلومه ده چي دکتابوپه سریزوکي دکتاب دمتن اصطلاحات اولغتونه نه بیانیږي . مرحوم استادنوري اوعلامه حبیبي مرحوم هم مجبورنه ول چي دملي هنداري اصطلاحات په خپلولنډومقدموکي توضیح کړي. هیوادمل صاحب ته دیوه کنجکاومحقق په توگه لازمه وه چي په دې برخه کي ئې د مرحوم نوري اوعلامه حبیبي پرمقدمواکتفاء نه وای کړې. څه به وړاندي تللی وای اودملي هینداري دکتاب په متن کي به ئې د(ښادي اوبیبو) دنکل په ترڅ کي دارواښاداستادنوري دغه حاشیه هم کتلې وای چي کښلي ئې دي :” داپه نقلچیانوکي قانون دی چي نقل کوي یوله سامعانوڅخه شپانه کي چي یعني داشپانه ونقلچي ته ښه ښه ! او هوهو، کوي هرکله چي نقلچي دنقل ناره کوي،شپانه ورته وایي څه به ئې ویلي وي؟ نقلچي وایي، وابه یې روی.”. داحاشیه دملي هینداري په مختلفوچاپوکي دعبارت په لږوډېرتغیرسره راغلې ده خودشپانه کلمه زمادکتابتون په ټولوچاپوکي په همدې شکل ثبت ده. زماسره د۱۳۱۸هـ ش کال دکابل چاپ نسته ،خوله نېکه مرغه هغه چاپ راسره سته چي دکابل دهمدغه کال له چاپي نسخې څخه دښاغلي نورالله “ولسپال” په نقل اومقابله دفرهنگ مردم دآمریت له خودامیرکروړ سوري ددوولس سوه پنځوسم تلین په مناسبت خپورسوی دئ. ددغه سیمینارټولي فرهنگي چاري دښاغلي هیوادمل صاحب ترنظرلاندي رسما تیري سوي دي.محترم ولسپال لیکلي دي چي دملي هینداري د۱۳۱۸هـ ش کال چاپ یوه نسخه ئې دارواښادپوهاندجاویدله کتابتون څخه ترلاسه کړې وه ( وگ : دسریزي ۲ مخ). په دغه چاپ کي چي د۱۳۱۸هـ ش کال له چاپ څخه کټ مټ رانقل سوی دئ، دښادي اوبیبودنکل په منځ ( ۲۸مخ)کي دارواښادنوري پورتنۍ حاشیه را اخیستل سوې ده. دغه حاشیه ښاغلي روهیال هم دخپل چاپ په (۳۲مخ)کي راوړې ده.زماسره دملي هینداري يوپخوانی پېښوری چاپ هم سته چي دسرله خوادوې پاڼي ئې کنډودي اودپای پاڼه عموداٌنیمی سوې ده یعني دچاپ کال ئې نه رامعلومیږي. ددغه چاپ په ۳۳مخ کي ئې هم دغه حاشیه دالفاظوپه جزئي توپیرراوړې ده. خودملي هینداري په هغه چاپ کي مي بیاداحاشیه په سترگه نه سوه چي په کوټه کي دمذهبي کتبخانې له خواپه ۲۰۰۴ع کال چاپ سوی دئ.
ماچي د(شپانه) کلمه دمرحوم نوري صاحب د درانه نامه اودملي هینداري په ارتباط بیان کړې وه، دلیل مي داوو، چي دنوري مرحوم په قلم دلیکل سوي حاشیې له دغه رازصراحت سره سره بیاهم د(شپانه) کلمه د(شانه) په شکل دوه واره په بېلابېلوکتابوکي چاپیږي اومنظور مي هم تراصلاح په هاخوابل څه نه وو.
ښاغلي هیوادمل صاحب که د۱۳۱۸ ش کال چاپ او۱۳۲۵ش کال چاپ ملي هینداري دمقدموپه لوستلوغاړه نه وای ایستلې اومتن ئې هم ورسره کتلی وای، بیابه نه دوی ته دګیله وشمه نقدموجبه مخي ته پرته وای، نه به ماته دجواب ویلو. اوس چي داکرښي لیکم، په چورت کي لوېدلی یم چي زه خودڅېړني دپراخي اورشویومبتدي لاروی یم،لوی اومنلي څېړونکي هم کله کله پردغسي مسلّماتوباندي سطحي تیریږي.
زه خپل محترم دوست ته ددغه درانه اثرددوهم وارچاپ مبارکي بیا وایم اوهیله من یم چي زماداڅوتوضیحي ټکي دښه نیت څرگندوني وبولي.
اوشاوا ــ کاناډا
۱۹مه دجنوري ۲۰۱۲ع