کور / تازه خبرونه / سفما:په پاکستان کې پلټونکې خبريالي له خطره ډکه ده

سفما:په پاکستان کې پلټونکې خبريالي له خطره ډکه ده

کوټه :د ازادۍ راډيو د خبر له مخې د خبريالانو د دفاع نړېوال سازمانونه وايي، پاکستان د ژورناليستانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو زيات له خطره ډک هېواد ګرځېدلى دى، په پاکستان کې دننه د جنوبي اسيا د ازادو رسنيو سازمان هم وايي چې په دې هېواد کې د بيان ازادي نه شته، خبريالان په ازادانه توګه کار نه شي کولاى او دوي د استخباراتو، وسلوالو او فرقه ييزو ډلو له خوا ګواښل کېږي.پاکستان کې له تېرو څو کلونو راهيسې چي په دې هېواد کې د ترهګرۍ پېښې زياتې شوې دي، خبريالان هم له امنيتي ستونځو سره مخامخ شوي، وژل شوي، ټپيان شوي او تښتول شوي دي.
د خبريالانو د دفاع نړېوال سازمانانونه وايي، چې پاکستان اوس په نړۍ کې تر بل هر هېواد د خبريالانو لپاره له خطره ډک هېواد ګرځېدلى دى.د جنوبي اسيا د ازادو رسنيو يا سفما د سازمان د پاکستان څانګې مشر امتياز عالم وايي، خبريالانو ته بايد د بيان د ازادۍ حق ورکړل شي:”ژورناليستان په ډېر غم، افسوس او ويره کې ده، له هر لوري ورباندې فشار دى، د امنيتي ادارو، وسلوالو او فرقه ييزو ډلو له خوا هم ورته ګواښونه کېږي، دا ډېر تاسف ځاى دى، د چا په خلاف دوسيه هم نه ده درج شوې، د ژورناليستانو لپاره بايد بيمه وټاکل شي او په پېښو کې د وژل کېدو او ټپي کېدو جبران يې وشي، بايد امنيتي ادارو ته روزنه ورکړل شي چي هغوى د بيان د ازادۍ درناوى وکړي او کوم خلک چي د خپلو حقوقو جنګ کوي هغوى هم بايد د خبريالانو حقوق ومني”په پاکستان کې تر قبايلي سيمو وروسته بلوچستان ايالت دويم هغه ځاى دى چي ژورناليستانو ته پکې په ازاده توګه کار کول له خطره خالي نه شي ګڼل کېداى. ژورناليست او سياسي څېړونکى شاهزاده ذوالفقار وايي په پاکستان کې تش په نامه د بيان ازادي ده او خبريال نه شي کولاى هره موضوع په ازاده توګه را وسپړي:د بيان ازادي خو په ټول پاکستان کې نه شته، د لاهور، اسلام اباد او کراچۍ رسنۍ خو ځانونه ازاد ګڼي، خو کوم څه چي په قبايلي سيمو او سوات او بلوچستان کې روان دي، دوى د وسلوالو، د پوځ يا استخباراتي ادارو په خلاف هيڅ خبرې نه شي کولاى، زه نه وايم چي يو طرفه خبرونه دي وي، خو وايم د دواړو غاړو په اړه بايد ريښتيني خبرونه را برسېره شي، مګر په دې اړه څوک هيڅ خبر نه شي خپرولاى”د بلوچستان د ژورناليستانو د اتحاديې مشر عيسى ترين وايي د دې ايالت په بلوڅي سيمو کې ژورناليستان د وسلوالو او حکومت له خوا د پاڼ او پړانګ تر منځ خبريالي کوي:”په بلوڅي سيمو کې ژورناليستانو په ډېر بد حالت کې دي، يوې خواته خپلواکي غوښتونکي سازمانونه ځنې غواړي چي خبرونه يې بايد کټ مټ خپاره شي، په هغه کې د پوځ، د استخباراتو او د پاکستان د اساسي قانون خلاف خبرې وي، بل لور ته حکومتي ادارې دي هغوى وايي تاسې بايد د پاکستان د پوځ او استخباراتي په خلاف خبرونه خپاره نه کړئ، نو خبريالان تر دې منځ له ستونځو سره مخامخ دي”په بلوچستان کې د عادي موضوعاتو په اړه پلټنه کول هم د خبريالانو لپاره ستونځمن کار وي، وايي حکومتي چارواکي ورسره خبرو ته نه حاضرېږي، د ترهګرۍ، فرقه ييزو جګړو، د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو د فعاليتونو او په بلوڅي سيمو کې د وخت پر وخت احتمالي عملياتو په اړه پلټونکې خبريالي خو په لوى لاس د لړم نېښ ته لاس وروړل ګڼل کېږي. شاهزاده ذوالفقار وايي:”پلټونکې خبريالي خو ډېره له خطره ډک دى، مثلاً د طالبانو يا د ورکو بلوڅو موضوع ده، ته خو به د دوى تر شا لاس لرونکي په ډاګه کوې او نوم به يې اخلې، نو دا خبريال په لوى لاس ځان ته خطر جوړ کړ، په دې وخت کې ډېره محتاطه خبريالي په کار ده، دا کوم داسې مهذب هېواد دى چي فکر وکړي که خبريال ته تاوان رسوو نو ژورناليزم ته تاوان رسوو”په ٢٠١١م کال کې په بلوچستان ايالت کې اووه ژورناليستان و وژل شول چي د ځينو مسووليت وسلوالو ډلو پر غاړه واخيست، خو د نورو وژونکي مالوم نه شول. د بلوچستان د ژورناليستانو د اتحاديې مشر عيسى ترين وايي ځينې خبريالان له خپل مسلک سره د نابلدتيا او تجربې نه لرلو له امله هم له ستونځو سره مخامخېږي:
“زموږ اکثره ژورناليستان چي مار خوري، ګواښونه ورته کېږي او وژل کېږي، اساسي خبره دا ده چي دوى روزل شوي نه دي، دلته مسلکي ژورناليستان ډېر لږ دي، اکثره تصادفي خبريالان شوي دي، خو ځينې کسان چي خبريالۍ ته ملا وتړي، زدکړه وکړي، خو چي څه يې زده نه وي او د مذهب، اساسي قانون او کوم قوم په اړه ناسم خبرونه خپاره کړي، چي د ژورناليزم اصول يې په پام کې نه وي نيولي، نو ښکاره خبره ده چي هغه ته به يې هم تاوان رسېږي”
د کليوالو سيمو غوندې په ښارونو کې هم خبريالان ځانونه خوندي نه احساسوي او وايي چي د کار کولو پر وخت د امنيتي عسکرو او د پېښو پر مهال د ښکېلو ډلو له خوا له خطر سره مخامخېږي. د تېر کال د ديسمبر پر دېرشمه نېټه په کوټه کې د پاکستان د پخواني مرکزي وزير نصيرمېنګل د زوى پر کور په بمي چاودنه کې ټپي شوى عکاس خبريال محمدحسن وايي:کله چي چاودنه وشوه، زه دستي ور ورسېدم، کامره هم راسره وه، کارټ مي هم را ځوړند کړى وو، خو هلته شخصي امنيتي کسانو ناببره ډزې پيل کړې، بېګناه خلک ولګېدل، زه هم پر سر ټپي شوم، پوليس او ملېشه هم ولاړ وو خو مخنيوى يې نه شو کولاى، موږ له حکومت او د ژورناليستانو له اتحاديو غواړو چي د ژورناليستانو ژوند دي و ژغوري “د يادونې وړ ده چي په امريکا کې د خبريالانو د دفاع يوه ټولنه وايي چي په ٢٠١٠م کال کې په پاکستان کې دوولس تنه خبريالان د خپل کار پر مهال د وسلوالو له خوا وژل شوي دي او په تېرو دوو کلونو کې شل تنه خبريالان په پاکستان کې وژل شوي دي.