(مذهبي او ټولنيز غبرګونونه)
درېيم څپركى //۱۴مه برخه
ليكواله/ (Drs, Senzil Nawid)
ژباړه: جاويد واك
دولت او علما (۱۹۱۹ ــ ۱۹۲۳ز)
دنړيوالې اسلامپالنې مبارز او د ازادۍ اتل شاه امان الله خان:
(زه د کورنۍ او بهرنۍ خپلواکۍ په نوم د افغانستان د اسلامي سلطنت تاج په سر ږدم او د ازادۍ په مبارک نوم د دې هېواد اداره په لاس کې اخلم. د خدای په سپېڅلي کتاب او د نبي په ارشاداتو باور لرم او په ټولو چارو کې به د يو لارښود په توګه کار ترې اخلم) شاه امان الله خان ۱
په ۱۹۱۹ز کال کې د امير حبیب الله خان درېیم ځوی عین الدوله امان الله خان د افغانستان د ازادۍ غوښتنې د اتل اود اسلامي نړۍ د یو ستر سياسی زعیم په توګه را څرګند شو.
هغه د اسلام په نوم د ازادۍ غږ اوچت کړ او له انګرېزانو څخه يې د خپلواکۍ جګړه وګټله. په دې کار سره يې د هغو علماوو لوی ملاتړ هم ترلاسه کړ، چې په پیل کې د سردار نصرالله خان د پاچاهۍ غوښتونکي وو.
امان الله خان په ډېر لږ وخت کې پر دې وتوانېد، چې د ټولنې بېلابېلې ملي ډلې لکه علما او داسې نورې له دولت سره یو ځای کړي.
په پیل کې د امان الله خان او د ده د تره، نایب السلطنه تر منځ د پاچاهۍ پر سر لانجه رامنځته شوه. په دې وخت کې امان الله خان د خپل پلار حبیب الله خان له مړينې څخه ستره ګټه پورته کړه، هغه د خلکو دینی او ملي جذبې را وپارولې او نه يواځې دا چې د خلکو لوی ملاتړ يې تر لاسه کړ، بلکې د خپل سلطنت لپاره يې وروستنۍ او قانوني لاره هم پیدا کړه.
د دغه ځوان باچا د سلطنت په لومړيو درې کلونو کې د دولت او مذهبي مشرانو تر منځ اړيکې ډېرې نږدې وې.
د افغاني ملتپالنې پیدايښت:
د امان الله خان سياسي نظریاتو په يوه بشپړه سياسی دوره کې انکشاف و کړ. د ملې ځان پېژندنې مفکوره چې د روس او انګرېز له پرېکړې وروسته په ۱۹۰۷ز کال يې په افغانستان کې غزونې کړې وې، د مدرن اسلام، اسیايي ملتپال خوځښت (چې په ۱۹۰۵ز کال يې په روسيې د چاپان له نظامي بریاليتوب څخه الهام اخیسته)، د افکارو په ترویج او د لومړۍ نړیوالې جګړې په پېښو سره د تکامل پړاو ته ورسېده.
په افغانستان کې د شلمې پېړۍ لومړنی سياسي خوځښت د امير حبيب الله خان د مطلقه رژيم د سقوط او په دغه هيواد کې د مشروطه نظام د جوړېدو په موخه جوړ شو. ۲
مخکې له دې چې دغه خوځښت په يوه مهم سیاسي ځواک بدل شي، د امیر حبيب الله خان لخوا په بریالیتوب سره وپرزول شو، خو د نورو ازادي غوښتونکو او ملي خوځښتونو لپاره يې یوه مفکوروي لاره پرانیستله.
سره له دې چې د مشروطه غوښتونکو حزب، د غړو او د فعالیت د مودې د کمښت له امله په پیل کې دومره اغېزمن تمام نشو، خو د راتلونکو کلونو په پېښو يې ډېره اغېزه پرته وه.
لکه څنګه چې سلطنت په ټول هیواد بشپړ حاکمیت درلود، خو بیا هم یو بل سیاسي خوځښت چې د (افغان ځوانان) یا (اخوان افغان) له خوا رهبري کېده، رامځنته شو.
په پیل کې د افغان ځوانانو د حزب غړي پوهان، ليکوالان، ژورنالیستان او د امیر حبیب الله خان یو شمېر هغه خدمتګاران وو، چې د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې د ولایتونو له سترو کورنيو څخه دربار ته د خدمت لپاره راغلي وو.
د دغه حزب لومړنۍ غوښتنه اوموخه له انګرېزانو څخه د افغانستان بې قید او شرطه اوبشپړه خپلواکي وه. د دربار خدمتګارانو د دولتي ادارو مهم کسان تر خپلې اغېزې لاندې راوستي وو او د دربار له غړو او په ولایتونو کې له مهمو مشرانو سره د اړیکو له امله يې په خلکو کې پراخ نفوذ پیدا کړی وو.
د عبدالحی حبیبي په وینا د دربار ځينو بانفوذه خدمتګارانو د محمد ولي خان دروازي په مشرۍ چې د بدخشان له سيمې څخه وو له شهزاده امان الله خان او دهغه له مور سراج الخواتين سره نږدې اړيکې درلودې او په دې ډول د دربار د کورني سیاست په کړۍ کې شامل وو. ۳
له دې ور اخوا یو شمېر ملکي مامورين، نظامي افسران او د سلطنتي کورنۍ ځیني ازادي غوښتونکي غړي لکه عین الدوله امان الله خان د افغان ځوانانو د خوځښت سیاسي افکارو ته اړول شوي وو او د همدې کسانو د نفوذ له امله دغه خوځښت وکړای شول، چې د امیر حبیب الله خان د حکومت پرمهال فعالیت وکړي او دافغانستان په سياست کې مهم رول ولوبوي. ۴
د افغان ځوانانو حزب د غړو د کمښت او د نامنظم سیاسي جوړښت له نشتون سره سره بیا هم له ۱۹۱۲ څخه تر ۱۹۱۹ پورې په تدریجي ډول په یوه نیمه سیاسي ځواک واوښت.
د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ د ترلاسه کولو په برخه کې د هیواد په کچه د مذهبي علماوو او د افغان ځوانانو د خوځښت د غړو نظریه یو ډول وه، خو د غرب د اغېزو په اړه د دوی لرليد توپیر درلوده.
افغان ځوانانو د افغانستان په بهرني سیاست د انګرېزانو کنټرول ته د یو اجنبي دولت لخوا په هیواد کې د مداخلې په سترګه کتل اودايې د ملي ارښتونواو ملي غرور خلاف کار ګڼه او ګمان یې کاوه چې په دې ډول به افغانستان له نورې نړۍ څخه ګوښې ته پاتې شي او پرمختګ به ونشي کړای.
مذهبي ډلو بیا د انګلیسانو کنټرول ته پر مسلمان ملت د یو غیر مسلمان ملت د تيري په سترګه کتل او په دې وېره کې وو، چې ښايی دغه کنټرول ان د هیواد تر سیاسي او ټولنیزو چارو را ورسېږي.
د یادونې وړه ده، لکه څنګه چې د شلمې پېړۍ په پيل کې د افغانستان ناسیو نالیزم د نوې را ټوکېډلې اسلامپالنې له خوځښت څخه الهام اخیسته، ورسره د معتدلو افغان ځوانانو او مذهبي علماوو، چې تر ډېره د ازادو سیاسي نظریو او فعالیت خاوندان وو، تر منځ ګډ علایق هم موجود وو.
د دغو دواړو ډلو تر منځ تر هغه وخته دغه همنظري موجوده وه، چې کله شاه امان الله خان په ۱۹۲۸ کې د خپلې ادارې اصلاحاتي پروګرامونه، نه وه بیا ن کړي. تر همدې وخته پورې د دوی تر منځ کوم جدي ټکر نه وو را منځته شوی.
د ملتپالانو مهم او پېژندل شوی رهبر محمود طرزي وو، طرزي د وخت پیاوړی لیکوال او جهان دیده شخص وو. هغه په کال ۱۹۱۲ م کې د سراج الاخبار (خبري ځلا) چې د سراج الملت و الدین په نوم هم یاده شوې، مسول وټاکل شو. طرزي په یوه پېژندل شوې کورنۍ کې زېږېدلی، خصوصی او کورني علوم يې د هیواد له سترو علماوو او له خپل پلار غلام محمد طرزي چې د افغانستان له مشهورو شاعرانو څخه وو، زده کړل.
د طرزي کورنۍ د امیر عبدالرحمن خان د سلطنت په دوران کې هندوستان ته تبعید شوه، له هغه ځایه يې عثماني ترکيې ته هجرت وکړ او په شام کې مېشته شوه. د مهاجرت په دوره کې محمود طرزي له ترکي لیکوالوځوانانو سره نږدې اړيکې در لودې.
محمود طرزي له ماشومتوب څخه دا ارمان درلوده چې کله به له افغان سید جمال الدین سره وګوري؟ بالاخره دا ارمان يې په ترکیه کې پوره شو او په کال ۱۸۹۶ م کې، چې کله استانبول ته لاړه نو هلته يې سید جمال الدین افغان سره هم ملاقات وشو.
هغه د خپل ژور ارادت له مخې سید ته داسې وویل: ((که ووایم چې دې عاجز بنده د جناب علامه نوم له ماشومتوبه، له هغه وخته چې لیکل او لوستل يې زده کړي په خوله کړی او هر وخت یي یادوي دا به مبالغه نه وي)). ۵
په استانبول کې له سید جمال الدين افغان سره ناسته او نږدې اړيکو د طرزي پر مفکورې ژورې اغېزې وکړې، په دې اړه خپله وايي: ((علامه د عرفان معدن وو، له هغه سره دغه ۷ میاشتينۍ ناسته د ۷۰ کلونو سیاحت په اندازه ده)) ۶
طرزي د خپل فعاليت په موده کې، هغه مهال چې د سراج الاخبار مسوول وو، د اسلامي نهضت(پان اسلامېزم)، افغاني ملتپالنې، او د غربي اصولو د اصلاح او تجدد طرفداري کوله.
د سراج الاخبار په مقالو کې به هغه د فلسفې، اخلاقیاتو، دیانت او د غربي اطلاعاتو په اړه لوستونکو ته مالومات ورکول.
سره له دې چې طرزي د غربي استعمار یو نقاد او جدي مخالف وو، خو د اروپایانو په پیاوړتیا يې اعتراف کاوه او هغه يې د فکري او عملي ځواک زېږنده بلله.
هغه د اسلام د سپېڅلي دین د دفاع په برخه کې د هر ډول مثبت پرمختګ ملاتړ کاوه او د مسلمانانو له ناکامه حالت څخه یې شکایت کاوه. طرزي باور درلود چې د معاصر اسلام دوره، له بې اتفاقۍ، بې خبرۍ، ضعف او په خپل نفس باندې د اعتماد نه درلودلو پرته په بل نوم نشو یادولی.
د طرزي مفکوره داسې نه وه، چې ګني اسلام ذاتي کمزورتیا لري، بلکې هغه به ویل، چې د مسلمانانو کمزوري د دوی له خپله لاسه ده او هغه دا چې د اسلام اصلي ارشادات يې هېر کړي او له هغې لارې اوښتي دي.
طرزي باور مند وو، چې اسلام دين د عقل پر بنا ولاړ دين دی. او د خپلې خبرې د ثبوت لپاره يې د رسول الله ص حدیث وړاندې کوه، چې وایي: مفهوم (د مسلمان عقل د هغه دین دی، او هغه چې عقل نلري دین هم نلري).
هغه ویل، چې د دیني احکامو په تطبیق کې دټولو سترو تکالیفو ګالل د عقل مستوجب وو، ځکه عقل دی، چې په وسیله يې انسان سهی حکم درکوي او په پلي کولو کې يې ستونزې ګالي… ۷
هغه د خپلې ادعا د لا ثبوت لپاره مکررا په علومو او نورو فنونو کې د مسلمانانو پرمختګ او مثبت رول ته اشاره کوله او تاکید یې کوه، چې فلسفه او نور علوم د اسلام له فرهنګي مرکزونو څخه مخکینۍ اروپا ته انتقال شوي دي. ۸
د طرزي دغه نظریات د هغه په ځينو مقالو لکه، (څه وو او څه شوو)، (د مسلمانانو د پرمختګ موانع کوم دي)، ( علم او اسلامیت) او (څه باید وکړو) کې راغلي، چې په سراج الاخبار کې نشر شوي دي.
طرزي د اسلام د انحطاط علت د یوه ستر سیاسي او ثقافتي ځواک په توګه، د خلکو لخوا د قران کریم د رښتيني درک د نشتون له امله ګاڼه او تاکید یې کاوه، چې قران د دنیایي او اخروي چارو د پېژندنې منبع او په دواړو جهانونو کې د انسانانو د ژوند لارښود دی.
کله چې مسلمانانو د قرآن لارښونې په رښتيني ډول عملي کولې، نو د دغه سپېڅلي کتاب پیغام يې له سواد، هنر، فلسفې، او نورو علومو سره د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسولو.
د مسلمانانو انحطاط له هغه وخته پیل شو، چې دوی قران یوازې په اخروي مسایلو پورې وتاړه او په دنیايي کارونو کې يې د دغه سپېڅلي کتاب له ارشاداتو او لارښونو څخه مخ واړوه:
(قرانکریم د دين د ظهور په پیل کې د دنیا او اخرت د ټولو معاملو دستورالعمل وو.
دغه سپېڅلی کتاب حضرت عثمان رض راټول او تدوین کړ. حضرت علی رض چې د مدېنې د فیوضاتو باب وو، د قران د معنا او احکامو د استخراج په برخه کې يې د ادبي علومو اساسي قواعد وضع کړل، ان تر دې چې په وروستي ځل قران اعراب ګذاري شو، څو د لوستلو په وخت کې اسانه ولوستل شي. دا کار د دې لپاره وشو، چې نور نو اسلام دین یوازې عربانو پورې محدود نه وو او دنړې مختلفو ملکونو او ملتونو ته رسېدلی وو. دغه کار په نړۍ کې له قران کریم سره د متداوله او متنوعه علومو او فنونو یو ځای کېدل یو مهم اړخ وګاڼه. دا ځکه چې اسماني او ځمکني علوم، سیاست او شریعت او د نړې او اخرت بریالیتوب ټول په همدغه کتاب کې موجود دی. د وخت په تېرېدو سره دې چارو بل رنګ ونيوه او په دې وروستیو کې خو قرانکریم یوازې اخرت ته منحصر شوی دی او د ژوند په چارو کې ترې ګټه اخیستنه د نشت په حساب ده. په دې سره عقلیه او حکمیه علوم او فنون هم تر انحصارلاندې راغلل اودغو علومو ته څوک په ازادانه او ژوره توګه ور داخل نشول. همدا لاملونه وو، چې ټول حکمیه فنون او علوم چې د اسلامي ملکونو د پرمختګ او شوکت سبب ګرځېدلي وو ، له اسلام او مسلمانانو سره يې وداع وکړه او اروپا ته یې رحلت وکړ.)..
طرزي په خپلو نظریاتو کې لیکي، چې متاخرو علماوو د لومړنیو علماوو پر خلاف، چې د اروپا له رسانس څخه مخکې د ادبي او علمي پر مختګونو عاملین وو، ډېر زیات توپیر درلود. هغه وايی په متاخرو علماوو کې تر ډېره ستونزه دا وه، چې دوی په فروعاتو کې ښکېل شول او د اسلام اساسي اصولو ته يې پاملرنه ډېره کمه شوله. د مسلمانانو د لارښونې په برخه کې د دغو علماوو نه پاملرنه نه یوازې دا چې له دین څخه د مسلمانانو په ناخبرۍ تمامه شوه، بلکې دغو ناخبره مسلمانانو ځیني غیر اسلامی افکارو او اعمالو ته مخه وکړه، چې له همدې امله عامیانه عقاید او خرافات د دين عقلي برخه وګرځېدله او مسلمانانو په تدریجي ډول، اعتماد په خپل نفس، اتحاد، پیاوړتیا، د خوځښت قوه او بلاخره په علومو او فرهنګ کې د رهبریت امیتیاز یې له لاسه ورکړ.۹
په سراج الاخبار کې د خپرو شویو مقالو پر اساس ویلی شو، چې طرزي په اسیايي هيوادونو کې د مسلمانانو د دوباره پیاوړتیا او يوالي (پان اسلامیزم) څخه په ټینګه توګه ملاتړ کاوه. هغه د (روس او جاپان جګړه) په نوم یو څو ټوکیز کتاب چې د ترکیې د فوځ يوه قومندان لیکلی وو له ترکي ژبې څخه دري ژبې ته وژباړه. د کتاب له ژباړې څخه د طرزي موخه دا وه، چې خپل ملت ته دا په ډاګه کړي، چې څنګه یوه مصمم او وړوکی هیواد په دې وتوانېد، چې د نړۍ یوه ستر نظامي ځواک ته ماتې ورکړي او د غرب د صنعتي ځواک په وړاندې يې ځانته يو مناست ځواک رامنځته کړ.
طرزي باور درلود، که علما چې د خلکو رهبري هم په غاړه لري، د اسلام رښتينی روح درک کړي، نو مسلمانان به خپل له لاسه ورکړی سعادت او شوکت بېرته تر لاسه کړي.
تر کومه ځایه چې دغه کار یوه منظم او پرمختللي منجمنت ته اړتیا درلوده، طرزي هیله من وو چې په افغانستان کې به د يوه اغېزمن ټولنیز او مذهبي نظام په فقدان کې هم، یو خیرخواه او روشن فکره پاچا په دې وتوانېږي، چې د یوه ديني مصلح په توګه رول ولوبوي او اسلام د اوسنیو اړتیاوو پر بنا مستحکمه کړي.
طرزي د همدې موخې لپاره په لومړیو کې د امیر حبیب الله خان له پر مختګ غوښتونکي سیاست څخه ملاتړ وکړ او په پروه ایماندارۍ يې هڅه کوله، چې د ملت پر وړاندې د مسولیت لورته د پاچا توجه واړوي او په دې ډول د ړندو درباریانو نفوذ کمزوری کړي. ۱۰
کله کله به طرزي د احتیا ط له لارې اوښته، لکه څنګه چې په خپله یوه مقاله کې يې په وضاحت سره مطلقه حکومت محکوم کړی دی، دغه حکومت یې غیر اسلامي بللی او پر هغو علماوو يې هم نیوکه کړې، چې د سلطنت دالهی حق له اصل څخه یې ملاتړ کړی وو:
(هغه رښتيني علما او مشایخ چې د حقیقت لارښوونکي وو او له دین سره د ميني په وجه له هېڅ ډول ستونزو څخه نه وېرېدل، له منځه تللی دي او ډېرې مودې وشوې، چې پر ځای يې داسې کسان ناست دي، چې د هغو سترو خلکو له نوم څخه سو استفاده کوي. د هغو رښتينو علماوو په جامه کې د شخصي ګټو په خاطر د اسلامي جمهوریتونو پاچایانو ته د عظمت او جبروت درجې ورکوي او د نفس پرستۍ له امله ورته د بشریت څخه تر ملکوت پورې ارتقا ورکوي. ). ۱۱
طرزي په خپلو مقالو کې د غربی مفاهیمو پر اساس د حکومت، دولت او ملت اړیکې له یو بل سره پېیلې یادې کړي او هغه يې د اخلاقي او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې بیان کړي دي. د محمود طرزي سیاسي نظریات د سراج الاخبار په اخلاقیاتو برخه کې د (( دین، دولت، وطن ، ملت )) په نامه مقالو کې بیان شوي دي. د طرزي په وینا پورتني څلور عناصر په ژوره توګه یو له بل سره تړاو لري او د هر یوه عنصر له بقا سره د پاتې دریو نورو بقا هم حتمي ده. نو له همدې امله دولت او ملت دواړه د اسلام او وطن ساتنې په برخه کې ګډ مسوولیت لري.
طرزي باور درلود چې يو نیک پسنده حکمران ، چې له هر څه نه وړاندې د خلکو د رفاه او اسودګۍ لېواله وي، کولای شي چې د خلکو ملاتړ او باور تر لاسه کړي او هغوی ته لار ښوونه وکړي، چې په اغېزمن ډول له دولت او ټولیزو پرمختګونو سره مرسته او همکاري وکړي.
د دولت دنده دا ده چې په ټولنه کې د قانون او اداري اجراتو له مخې یو موذون او مناسب تعادل را منځ ته کړي. ۱۲
خو دا ډول هېڅ کړنې به د علماوو له مشورو او ملاتړه پرته هېڅ امکان ونلري. طرزي معتقد وو، چې د اسلام مبارک دین د روحي یووالي د هستې په توګه کولای شي، چې د نړۍ مسلمانان د غربي استعمار پر وړاندې یو موټی کړي.
هغه په یوه مقاله کې (که مسلمانان یو موټی شي؟) د علما وو پر مهم نقش غږېدلی. هغه له قاضیانو، ښوونکو، د جوماتونو له خطیبانو څخه غوښتنه کړې، چې د خلکو د عامه اذهانو په روښانه کولو کې له خپل نفوذ څخه ګټه واخلي او په دې ډول مختلف قومونه او ژبې د دين تر نامه لاندې سره متحد کړي. ۱۳
هغه د ملی وحدت لومړنی شرط اسلامي اتحاد په ګوته کاوه او هیله من وو، چې یوه ورځ به افغانان یوقوي افغاني او اسلامي هويت، چې له هر ډول قومي، قبیلوی ، سیمی يیز او فرقه يي تعصبونو څخه پاک وي تر لاسه کړي او په دې ډول به د ملت ټول قشرونه د پرمختګ پولوته ورسېږي.
له همدې امله هغه اهل تسنن او اهل تشیع ډلې تشويقولې، څو د غرب له سيوري د اسلام د ساتنې په خاطر خپل منځي ستونزې حل کړي.
د ۱۹۱۷ز کال د جولای په میاشت کې د سراج الاخبار په ۲۱ مه ګڼه کې د (ژوندی دې وي اتحاد) په نوم یوه مقاله خپره شوه. په مقاله کې د قفقاز د سني او شیعه ډلو یادونه شوې وه، چې په خپل منځ کې سره یو شوي وو. او هیله يې ښودلې وه چې په نوره اسلامي نړۍ کې هم ورته پیوستون را منځته شي.
محمود طرزي د خپلې لیکوالۍ په وروستیو کې په تدريجي ډول د امیر حبیب الله خان پر وړاندې خپله تحسین امېزه ژبه له لاسه ورکړه. ویلای شو، چې اسلامي ناسیو نالیزم چې د لومړني نړیوال جنګ په وجه تحریک شوی وو،طرزي ته دا جرات ورکړ، چې پرېکنده او روښانه دريځ خپل کړي.
هماغه وو چې سراج الاخبار خپله لاره بدله کړه او په نوې لاره، چې موخه يې د هیواد د دفاع په برخه کې د عمومي احساساتو راپارول وو، قدم واخیست.
سره له دې چې امیر حبیب الله خان د جګړې پر مهال د بې طرفۍ سیاست اعلان کړی وو، خو بیا هم سراج الاخبار هغه ورځپاڼه وه، چې پکې د اسلامي وحدت او له ترکیې سره د همدردۍ مطالب خپرېدل او په عین حال کې يې له افغاني ناسیونالیزم څخه هم ملاتړ کاوه.
طرزي د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې ملتپاله نهضت تر شا د یو اغېزمن ځواک په توګه یادېده، او ورو ورو به يې د امیر د بې طرفۍ سیاست پر وړاندې انتقادي مقالې ډېرېدې.
کله چې په ۱۹۱۶ز کال کې مذهبي مشرانو په مشرقي ولایتونو کې د انګرېزي استعمار پر ضد قبیلوي قیامونه پیل کړل، ورسره سم سراج الاخبار د افغانستان د پشپړې کورنۍ او بهرنۍ خپلواکۍ غږ پورته کړ.
حبیب الله خان تر هغه وخته د طرزي اور ورينې مقالې تحمل کړې، چې سوله یې په مخاطره کې نه اچوله. امیر له انګلیسانو سره ډېر محتاطانه سیاست درلوده، حبیب الله خان هیله من وو، چې د افغانستان د خپلواکۍ موضوع به د جګړې له لارې نه بلکې د راکړې ورکړې او سولې له لارې مطرح کړي. دغې موخې ته در سېدو لپاره هغه کولای شول، چې له انګرېزانو سره د مذاکرو پر مهال د طرزي له همدغو استعمار ضد احساس پارونکو مقالو څخه د هیواد په ګټه کار واخلي.
خو کله چې د سراج الاخبار ژبه لا پسې تېزه شوه، نو امیر هم پر دغې ورځپاڼې باندې د خپل کنترول ساحه پراخه کړه. د ۱۹۱۶ز کال د جنورۍ په ۷مه د سراج الاخبار په سرلیکنه کې د حی علی الفلاح، چې د پنځه وخته اذانونو یوه ځانګړنه ده په نوم یوه مقاله خپره شوه.
طرزي دا کار د عمومي احساساتو او ملي قیام د راپارولو لپاره وکړ. هغه وروسته له دې دا کار وکړ، چې مسلمانان د ترکیې پر وړاندې بې تفاوته پاتې شول.
په وروستیو کې يې د افغاني غرور د ساتلو په موخه افغان ملت د انګرېزانو پر ضد ملي قیام ته و هڅوه:
صبح شد بر خېز ساز راستي اغاز کن!
شام حرمان د ر عقب باشد چو وقت از دست شد!
(مبلغين د حقیقتنو د ابلاغ نغمې غږوي، حدیثونه وايي، غږونه کوي، نارې وهي……… خو څوک يې اوري؟! څوک يې لولي؟! څوک يې اوري؟! څو نفره پوهېږي؟! څو کسان پرې پوهېږي؟! څو کسان را پورته کېږي؟! کومه دي؟! چېرته دي؟! څه وخت؟!….. موږ خپل غم وخورو، هره نغمه چې شرنګوو باید خپله نغمه مو وي، هر ساز چې وهو باید خپل مو وي،… (سراج الاخبار افغانیه) د مسلمانۍ اخبار دی. په مسلمانۍ کې هم بیا افغاني ورځپاڼه ده، هر څه چې وايي، هره نغمه چې شرنګوي، هر ساز چې وهي، نو له افغاني نقطه نظره دا کار کوي. د اسلاميت پر علویت را څرخي، د ملیت د شرافت پر پردو دغه سازونه غږوي.
حى على الفلاح! اى افغان ملته! خپل ملي شرافت او قومي عظمت و ساتئ! خپله دولتي خپلواكي او حاكميت سپېڅلى كړئ! هغه افغان، چې په نړى كې په ديانت او ديندارۍ، زړور توب، غيرت او د ناموس په ساتلو مشهور دى، ايا دا يې پر وجدان، ايمان او ناموس باندې اوارېږي، چې د يو اجنبي دولت د تابعيت او ملاتړ ټاپه پرې ولګېږي، چې نه يې له دين او نه يې هم له ملت سره ورته والى لري؟ ۱۴
حاشا حاشا! کلاکلا! … د تابعیت او ملاتړ اصلي مانا داده، چې یو دولت بل دولت ته ووايي، چې پرته له ما بل څوک مه پېژنه، پرته له ما بل دولت سره خبرې مه کوه، پرته له ما له بل دولت سره تړونونه، اړیکې او معاملې مه کوه، پرته زما له اجازې بل هیواد ته سفیر مه لېږه او په خپل وطن کې د بل هیواد سفیر مه منه،! د خپلواکۍ اصلي مانا دا ده، چې چې هر دولت په ټولو هغو مواردو کې چې پورته یاد شوي دي، ازاد او خپلواک وي). ۱۵
د دغې په مقالې په خپرېدو سره امیر حبیب الله خان خپل کنټرول پر حالاتو لا ټینګ کړ او مخکې له دې چې دغه مطلب تر لوستونکو ورسېږي د امير په امر سانسور شو. طرزي د بې وخته اذان کولو په تور د امیر حبیب الله خان له سخت غبرګون سره مخ شو او ۲۶ زره نقدي جریمه پرې ولګېده. ۱۶
د دې لپاره چې طرزي له یادې جریمې څخه خلاص شي، شهزاده امان الله په محرمانه ډول د هغه لخوا یادې شوې پیسې اړونده کسانو ته وسپارلې.
له دې پېښې دوه کاله وروسته، کله چې پر حبیب الله خان یوه ناکامه حمله ترسره شوه، نو داسې افواهات خپاره شول، چې ګني په دې کار کې هم د سراج الاخبار اداره لاس لري، همدا لامل شو چې سراج الاخبار ورځپاڼه د حکومت لخوا په بشپړه توګه بنده شوه ۱۷
د سراج الاخبار د بندیز مسله هغه وخت راپورته شوه، چې نور نو محمود طرزي خپلې موخې ته رسېدلی وو. هغه د ټولنیزو اصلاحاتو د فلسفي مبناوو بنسټ کېښود، د افغاني او اسلامي ملتپالنې ريښې يې وغځولې.
همدې وخت کې د نړیوال اسلام د يووالي نظريې، چې طرزي یې له موسسينو څخه وو او ډېر تاکید یې پرې کاوه، د خلکو تر منځ عځونې وکړې او له افغانستان څخه بهر په ځانګړي ډول د هندوستان او منخنۍ اسیا په مسلمانانو کې يې تود هر کلی وشو.
ستیوار په دې اړه وايي، چې د طرزي پارونکې او هغه لیکنې چې په اخبار کې نه خپرېدې، په پټه توګه د (ترکي ځوانانو) لخوا لاس په لاس یو بل ته رسول کېدلې. ۱۸
تر یوه ځایه د همدې سراج الاخبار د نفوذ له امله کابل ښار د جګړې پرمهال او له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په یوه مهم سیاسي مرکز بدل شو.
لمنلیکونه
۱ ـ MAI, FPD, A- 177, The Afghan Situation, May 17, 1919;
پوپلزی، په افغانستان کې دارالقضا، 440.
۲ـ د دغه خوځښت په اړه د لا مالوماتو لپاره د غبار تاریخ (۷۱۷-۷۲۰) او د عبدالحی حبیبي، په افغانستان کې د مشروطیت خوځښت(۱۷۲-۲۲۰) په نوم کتابونه دې وکتل شي.
۳ـ په افغانستان کې د مشرطیت خوځښت، حبیبي، ۸۲ ـ ۸۳.
۴ـ د همدې حزب د غړو د نومونو لپاره دې د حبیبي، (په افغانستان کې د مشروطیت خوځښت)، د کتاب (۱۸۰ـ۲۲۰ پاڼې) وکتل شي.
۵ ـ طرزي، د افغانستان د مشاهیرو سلسله، د سید جمال الدین افغاني د مالوماتو په اړه زیاتونه، سراج الاخبار، ۶ټوک، ۵ ګڼه، د تلې ۲۱مه، ۱۲۹۵ لېږدیز کال، د اکتوبر ۱۴مه، ۱۹۱۶ ز.
۶ ـ روان فرهادي، په سراج الاخبار افغانیه کې د محمود طرزي مقالې، ۱۲۹۰ـ۱۲۹۷ل ل، ۱۵.
۷ ـ Schinsi, 194.
۸ ـ سراج الاخبار، ۶ ټوک، ۲۱ ګڼه، د غبرګولي ۱۶مه، ۲۱۲۶ل ل، د جون ۶مه، ۱۹۱۷ز.
۹ ـ (د مسلمانانو د پرمختګ خڼډونه کوم دي؟) د سراج الاخبار سریزه، ۶ټوک، ۱۴ګڼه، د کب ۵مه، ۱۲۹۵. د غبرګولي، ۱۶مه، ۱۲۹۶، د فبروري له ۲۳ د جون تر ۶ نېټې، ۱۹۱۷.
۱۰ ـ Naweid, ‘‘ Political Advocacy in Modern Afghan Poetry,’’
۱۱ ـ سراج الاخبار، ۶ټوک، ۲۱ګڼه، د غبرګولي ۱۶مه، ۱۲۹۶، د جون ۶مه، ۱۹۱۷.
۱۲ ـ ’’دین، دولت، وطن، ملت’’ سراج الاخبار، ۴ ټوک، ۲۰ ـ ۲۴ ګڼې، د غبرګولي له ۲۷ د زمري تر ۱۰ نېټې، ۱۲۹۴، د جون له ۱۷ د اګست تر لومړۍ نېټې، ۱۹۱۶.
۱۳ ـ سراج الاخبار، ۵ ټوک، د کب ۱۶مه، ۱۲۹۴، د مارچ ۶، ۱۹۱۶.
۱۴ ـ Ibid, vol. 5, no. 10, 16 jadyi 1294/ jan. 7, 1916, censored article.
۱۵ ـ Ibid, vol. 5, no. 10, 16 jadyi 1294/ jan. 7, 1916, censored article.
۱۶ ـ عبدالحی حبیبي، د تاریخ یوه ورکه شوې پاڼه، مساوات، کابل، د لیندۍ ۷مه، ۱۳۴۶، د نوامبر ۲۹مه، ۱۹۶۷.
۱۷ ـ پورتنی اثر= عبدالحی حبیبي، د تاریخ یوه ورکه شوې پاڼه، مساوات، کابل، د لیندۍ ۷مه، ۱۳۴۶، د نوامبر ۲۹مه، ۱۹۶۷.
۱۸ ـ ستیورات، حبیبي، په افغانستان کې د مشروطیت خوځښت، ۱۷۰.