کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني يو تن ژوبل کړى

د ماين چاودني يو تن ژوبل کړى

د کندهار ولايت په پنجوايي اولسوالۍ کي د ماين چاودني يو تن ژوبل کړى . په دې اړه لراوبر ته د کندهار ولايت مقام له لوري هم يوه خبرپاڼه را استول سوې . په خبرپاڼه کي ويل سوي چي ياد کس تېره ورځ شاخوا دوولس بجې د پنجوايي په اولسوالۍ کي پر يوه خامه سړک روان ؤ چي پر يوه ښخ کړل سوي ماين وخوت او په پايله کي ژوبل سو.
په خبرپاڼه کي دا کار د وسله والو طالبانو ښوول سوى خو وسله والو طالبانو ئې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.