کور / تازه خبرونه / د سعودی مرستندویه کميټی پر بې وزلومرسته وويشله

د سعودی مرستندویه کميټی پر بې وزلومرسته وويشله

پېښور :د افغان ولس لپاره د سعودی مرستندویه کميټی پرمعذورو بې وزلو مرستې وويشلې.دغه مرستې چې په 982کمپلو،30کارټنه خوراکي توکوباندې مشتملې وې د حيات اباد په سپېشل ايجوکيشن کمپلکس او د ټاون په اکبر کيئر انسټيټيوټ کې په 411بې وزلومعذورو پېښوريانو باندې ويشل شوي دي.


د دغې مرستو د ويشلو پر مهال د تعلقاتو عامه ډايريکټر حاجي صاحب عبدالله په خپل تقرير کې د ادارې په نمايندګۍ وويل چې دا مرستې د هغه مرستو لړۍ ده كومي چي د خادم الحرمين الشريفين په غوښتنه او لارښوونه د سعودي عربستان ولس د پېښور د مسلمان ولس لپاره رالېږلي دي او زياته يې کړه چې نوموړى دفتر د ستونزو او کړاوونو په وخت کې همېشه د خپلو بې وزلو او مصايب زدو ورونو سره ولاړ او د هغوى هر مشکل يې خپل مشکل ګڼلى د ښيګڼې او مرستې لاس يې ورته په مينه او خلوص غزولى.د يادونې وړ ده چې نوموړي د تاسيس د لومړۍ ورځې څخه د ډيورنډ په دواړو خواو کې  د بېوزلو سره نه هېرېدونکي مرستې کړي دي .