کور / تازه خبرونه / کندهار : نن ورځ په غلچکي بريدونو کي درې تنه ووژل سول

کندهار : نن ورځ په غلچکي بريدونو کي درې تنه ووژل سول

په کندهار ښار کي نن ورځ درې غلچکي بريدونه وسول چي په پايله کي ئې درې تنه ووژل سول. لومړى بريد دوهم دوراهي ته نژدې د ګچ خانو په سيمه کي وسو چي په پايله کي ئې د دې ولايت د ډنډ اولسوالۍ د اصلاحي شورا غړى حاجي نعيم چي مشهور په حاجي آغا ماما ؤ ووژل سو. دويم بريد شهيدانو چوک ته نژدې پر يو تن وسو چي په پايله کي په نښه سوي تن خپل ژوند له لاسه ورکړ، او دريم بريد د کندهار ښار په کابل دروازه کي پر يوه تن وسو چي هغه هم خپل ژوند له لاسه پکښي ورکړ.
د دې ولايت امنيتي چارواکي د وژل سوو کسانو وژنه مني او وايي چي حاجي نعيم د ډند د اولسوالۍ د اصلاحي شورا غړى ؤ خو دوه نور په نښه سوي کسان ولسي وګړي دي او په حکومت کي ئې کومه دنده نه لرله.
وسله والو طالبانو بيا رسنيو ته ويلي چي حاجي نعيم د دې ولايت د ولايتي شورا غړى ؤ ، دويم تن نادرشاه آکا تومېدئ او په زنګاوات کي د محلي پوليسو قوماندان ؤ او دريم تن چي په کابل دروازه کي په نښه سو د خاد کارکوونکى ؤ.