په کندهار ولايت کي نن د دوشنبې په ورځ د ١٠٠ لوبډلو ترمنځ د فټبال سيالۍ پيل سوې. نن د دې ولايت په احمدشاهي لوبغالي کي د يادو ډلو غړي د سلونو نندارچيانو تر مخ په رسيمي ګذشت تېر سول او د نندارچيان له لوري په چکچکو بدرګه کېدل.
د دې ولايت د سپورټ او بدني ښکلا آمر ښاغلي احمد الله ګلالي په دې اړه رسنيو ته وويل چي يادي لوبي ئې په دې موخه په کار اچولي تر څو د دې ولايت نوي لوبغاړي و لوړو لوبډلو ته شامل کړي او هم ورته نوري اسانتياوي برابري کړي.
نوموړى همدا ډول وايي چي په دې سره به ئې د خپل ځوانان هم بوخت ساتلي وي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه