لراوبر ويباڼي ته د ناټو ځواکونو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي په خوست ولايت کي ئې د حقاني شبکې د غړو پر خلاف عمليات کړي . د خبرپاڼي په حواله چي عمليات ئې د افغان پوليسو سره يوځاى د نادرشاه کوټ په اولسوالي کي کړي .
خبرپاڼه ليکي چي په دې عملياتو کي ئې يو شمېر وسله وال د وسلو او مهماتو سره يوځاى نيولي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو او افغان ځواکونو څه نه دي ويلي.