کور / تازه خبرونه / امريکا له طالبانو سره په خبرو کي ډېر انعطاف ښيي

امريکا له طالبانو سره په خبرو کي ډېر انعطاف ښيي

له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو په اړه وروستي پرمختګونه او په دې برخه کې شته ستونزې بیا هم هغه څه دي، چې د کابل ورځپاڼو د نن ورځې د بحث مهمه برخه جوړوي.

محور نا دولتي ورځپاڼې د قطر په روانو خبرو کې د پاکستان اغیز ته کتنه کړې او لیکلي، چې دغه هیواد که څه هم له امریکا سره په اړیکو کې یو بحران ته ننوتلی دی، خو د قطر خبرې په جدي توګه څاري.

ورځپاڼې لیکلي، چې که دا خبرې په قطر کې وي او که په واشنګټن کې پاکستان په هیڅ صورت له طالبانو لاس نه اخلي او قطر ته تللي طالبان لا هم د پاکستان په ولکه کې دي، چې له غوښتنو یې نه شي تیرېدای.

ورځپاڼې وړاندې یوه بله اندیښنه هم څرګنده کړې او لیکلي یې دي، چې امریکا له طالبانو سره په خبرو کې زیات انعطاف ښیي.

ورځپاڼې د طالب بندیانو د خوشې کولو او له تور لسټ څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستلو موافقې ته په اشارې لیکي، که امریکا د اوس په څیر بې سارې انعطاف وښیي، نو دا ویره شته، چې امریکا د طالبانو له پخلاینې اساسي قانون او واک هم ځار کړي.

خو هیواد دولتي ورځپاڼې بیا په قطر کې په روانو خبرو کې پرمختګونو ته په اشارې لیکلي، چې اوس داسې ښکاري، چې امریکا او طالبان دواړه د پاکستان دوه مخې سیاستونه درک کړي.

د ورځپاڼې په وینا د دواړو لوریو ترمنځ دې احساس، چې اسلام اباد په یوه او یا بله پلمه هڅه کوله، چې د سولې هڅې سبوتاژ کړي، د سولې د ټینګښت لپاره هیلې زیاتې کړي.

خو ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا د ګاونډیو هیوادونو د ناسمو سیاستونو په وړاندې، چې تل یې د یو سوله من افغانستان مخالفت کړی د افغان دولت په چلند انتقاد کړی.

ورځپاڼه لیکي، چې ایران له تیرو څو کلونو راهیسې د افغان دولت وسله وال مخالفین پیاوړی کوي، په هیواد کې قومي، ژبینو او مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي، خو افغان دولت ورته بیا مهم قراردادونه ورکوي.

ورځپاڼې افغان دولت ته سپارښتنه کړې، چې د ګاونډیو هیوادونو او په تیره بیا د ایران فعالیتونه په جدي توګه وڅاري، ځکه د ورځپاڼې په وینا ایران نه خو د افغانستان دوست او نه هم یو ښه ګاونډی دی.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم خپل نننی بحث د قطر خبرو ته ځانګړې کړی او په روانو خبرو یې شک څرګند کړی.

ورځپاڼې لیکلي، تر هغو، چې دا خبرې د استخباراتي سټایل نه راو نه ایستلې شي او شفافې نه شي نو د یوې توطیې بوی ترې راځي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، که دا خبرې د سولې د ټینګښت په هدف کیږي، نو افغان لورې دې په کې ښکیل کړای شي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د سولې په خبرو کې یو بل پرمختګ ته اشاره کړې او په خپل لومړي مخ کې یې په غټو ټکو سره لیکلي، چې د حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي چمتو دی، چې له امریکا او افغان حکومت سره رښتینو خبرو ته کیني.

ورځپاڼې د دې ډلې د مشر په حواله لیکلي، چې باید په یوې داسې طرحې موافقه وشي، چې له مخې یې بهرني ځواکونه بې له قید او شرطه له افغانستان څخه ووځي.