د تاریخ پاڼه :
نن په تاند او یو شمېر نورو بریښناپاڼو کې د بلوچیستان د روانو حالاتو په اړه زړه بوږنوونکی خبرونه خپاره شوی وو چې په لوستلو يي د هر افغان زړه لا ویرجن کېده .
د یوه خبر متن داسې و « د بلوچیستان ګڼ شمېر سیاسي فعالان ، روشنفکران او ټولنیز خدمتګاران په مرموز ډول بې درکه کیږي او روسته په تر ټولو فجیع ډول وژل شوي موندل کیږي »
ددې خبر په لوستلو سره ، هغه چلن چې نن سبا يي پاکستان له بلوڅانو سره کوي ، سړي ته د بنګله دیش د خپلواکۍ له ورځو څخه مخکې له بنګالیانو سره د پاکستان د پوځ او اسلامي ګوندونو چلن رایادوي .
تېر ځل هم کله چې د پاکستان ظلمونو او تېریو ، بنګالیان اړویستل چې د خپلواک بنګله دیش غورځنګ راپيل کړي نو پاکستان لا مخکې د بنګله دیش سیاسي مخکښان ، روشنفکران او پوهان له تیغه تېرکړل . دا ځل هم چې پاکستان پخپلو تېریو او ظلمونو سره بلوڅان خپلواک بلوچیستان ته اړویستي دي ، غواړي د بلوڅو د کار سړی ژوندی پرینږدي او له یوې مخې يي له منځته یوسي .
دلته د موضوع په اړوند مې د مرحوم عبدالولي خان د « باچاخان او خدايي خدمتګاري » له کتاب څخه ، د هغه د لیکنې هغه برخه کټ مټ راواخیسته چې مرحوم د بنګله دیش د حالاتو په اړه لیکلې او نن همغه قصه اوتحلیل د بلوچیستان له حالاتو سره اړخ لګوي . مرحوم بنګالیانو سره د پاکستان د چلن د پایلې په اړه داسې لیکي :
« ددې ټولې لانجې په سلسله کې دوه درې خبرې ډېرې زیاتې افسوسناکې دي . اوله دا چې د زور ، ظلم ، وژل ، تالاکول او بربادۍ نه علاوه دا خبره ډېره د شرم وه چې د مسلمانو پاکستاني بنګالیانو عزت هم محفوظ نه و . د داسې واقعاتو ، افسوسناک حالاتو دومره خبرونه راتلل چې د سړي به له شرمه سترګې ښکته شولې .
تر دې پورې وویل شول چې یو کرنیل صاحب چې بیا له هندوستان سره قید شو او پښتون هم و . د هغه دا حکم و چې ماله یوازې خوب نه راځي نو ماله به شپې ته ملګرې راولۍ ، خو هره شپه نوي پيغله چې چا نه وي پیلته کړي .بین الاقوامي ریډکراس Red cross خپل رپوټ چې روسته چاپ کړ هغې کې يي لیکلي وو چې دوه لکه حرامیان بچي روسته پاتې شوي وو . د نور چا به څه ووایم ، زه چې له دغو واقعاتو څخه خبر شوم نو ما یوه ډېر زمه دار فوځي افسر ته دا خبره وکړه چې کم از کم دا شرمونه او پلیتۍ خو بندې کړي خو افسر ماته په ځواب کې وايي چې ددې بنګالیانو نسل هندوانو خراب کړی ، دا ورله برابروو . ما ورته ووی چې خبره تا وکړه او شرم ماته راغی . تاسو له پنجاب نه سنډان راوستي او دا زمه وارۍ مو ورته پر غاړه کړیده چې دې عمل او عمل څه دی ذهنیت او بیا ددې جواز ته خو لږ فکر پکار دی . دعوه د ښه مسلمانۍ ، پاکستانۍ او اسلامي مجاهد او عمل بیا دا . داسې قومونه تبا کیږي ، ذلیله کیږي ، لکه څنګه چې شوو ـ چې د خپل رعیت ، د خپل قام ، د خپل هم مذهبه ولس خپل تنخواخور فوځي خپل قام سره دا عمل کوي نو داسې خلک به څنګه د ورورولۍ تړون ته راوبللی شي .
دوهمه واقعه د الشمس او البدر د جماعت اسلامي د رضاکارانو په نامه، حکومت تیاره کړې ، تربیه کړې او مسلح کړې ډله وه چې کله حالات ډېر خراب شول نو حکم وشو چې د ډهاکي ښار ټول Intellectuals ( روشنفکران ) له مخې نه لرې کول غواړي .چنانچې دا کار دې الشمس او البدر ته وسپارلی شو . طریقه ظاهره وه ــ فهرستونه تیار شول او د هر ډاکټر ، پروفیسور ، سټوډینټ ، استاد ، لیډر ، فنکار ، صحافي، لیکوال په کورونو د ( x ) نښې ولګول شوې او په یوه شپه دوه سوه تنه دا منورین او روشنفکران له منځه یووړلی شول . د هغوی ټولو مړي بیا له یو وچ تالاب څخه راوویستل شول .
زما خپل یو نږدې دوست چې ډېره موده پس ما په لندن کې ولید ، ما ترینه د خپل یوه ایډيټر دوست تپوس وکړ ، وی چې ډېره عجیبه قصه ده ــ چې دی ماله راغی او ما ته يي ووی چې زموږ اطلاع دا ده چې بیګاله جماعت اسلامي دا خلک له منځه وړي ــ او دی تر هغه ما سره ناست و چې زه سره د بال وبچ يي د خپل کور نه بلخوا ولیږلو . وی چونکې زه په خپل کور کې نه وم ــ نو زه بچ شوم .
خو دې زورور سړي ته ګوره ! چې خبر هم وو ــ او خبر څه چې زه يي هم خبر کړم او مجبور يي کړم چې له خپل کوره ووځم ــ ولې دی پخپله خپل کور کې و ــ هغوی راغلل او مړ يي کړ . نو بیايي راته ددغې شپې د تباهۍ او د یو یو تن د پورته کولو قصې ډېرې په تفصیل وکړې .
سړی حیران شي چې د مسلمان مقام خو ډېر اوچت دی داسې عمل خو یو عام انسان څه چې ځناور هم نه کوي . داسې معلومېدله فیصله دا شوې وه چې بنګال به لا زموږ وي ، زموږ خوراک به وي او که زموږ د خوراک کیږي نا ، نو بیا به بنګال تبا کیږي . کالجونه ، یونیورسیټي ، هسپتالونه ، ریلونه ، بندرګا ، پلونه ، کارخانې دا هرڅه به لوټې لوټې کیږي . دنیاوي تاوان خو ورله پکار دی ، خو د هغوی ذهن ، دماغ ، عقل ، پوهه او د لارویستلو والا لیډران هم یو په یو د منځه یوړل شي .
کارخانه ، ، هسپتال او پل خو به بیا جوړ شي ــ ولې دا د بنګال دماغ ، عقل او پوهې ددې قتل به څه علاج کیږي ! او دغه لوټلې عصمتونه ــ
نه پوهیږم چې دې بنګالیانو غریبانو ، د پاکستان حاکمانو او جماعت اسلامي سره څه بد کړي وو ؟ چې د اسلام د مقدس او سپيڅلې نوم په ذریعه يي هغوی تالاکړل او ويي شرمول ! »
اخځونه :
باچاخان او خدايي خدمتګاري ، دوهم ټوک ۶۰۲ ــ ۶۰۳ مخونه
د مرحوم عبدالولي خان لیکنه .