ملتپالنې یا نشنلیزم یا ملت پلوي یوه نسبتآ مدرنه سیاسی تیوری ده چې د تاریخ له پلوه دهغه ریښې د فرانسې لوی انقلاب ( 1789 ) ته رسیږی.ملتپالنه په عملی توګه په نولسمې پیړۍ په اروپایی هیوادونو کې د ملت جوړونې د پروسې سره سم پیل شوی دی. د ملتپالنې وروستی موخه یا ستراتیژیک هدف د ملی واکمنی پر بڼست ملی دولت جوړول او د هیواد د هر اړخیزې سیاسی ، اقتصادی او ټولنیزې ارزښتونو او ګټېو څخه دفاع ده.البته دا باید په ډاګه شي چې د متمدنې ملت پالنې اومتمدنې ټولنې د ولس پلوې ارزښتونو په اساس یوه رنګ بایللې لویدیزه پلوه ټولنه جوړول نه ده بلکې د هرې ټولنې د لوړو ملی ، دینې او کلتوري ارزښتونو پر بڼست او د ملتپالنې د روحیې په اساس د ولس واکې او ملی واکمني ټنګیښت او د ملی ټولنې جوړول دي.
پتریاتیزم یا هېواد پالنه یوه عامه لرغونې تاریخی سیاسی اصطلاح ده چې دهغه تاریخی قدامت درې زروکالو ته رسیږي چې هیواد جوړونې سره سم منځ ته راغلی.پتریاتیزم د ملتپالنې یوه برخه ده خو ایدیالوژیک بڼه نه لري ځکه چې انسانان په طبعی توګه د خپل هېواد، وطن ، ټاټوبی ، خوا ، مېنه ، سیمه او خپل کور او کهول او هیواد پورې تړلې ملحقاتو سره په انفرادی او ډله اییزه توګه نه ویشلیدونکې مینه لری او دهغو څخه دفاع کوی خو ملت پالنې یا نشنلیزم سیاسی ایدیالوژیک بڼه لری نو ځکه کمونستان او هغو کسانو چې د اسلام سپیڅلی دین د سیاسی واک د لاسته راوړلو دپاره د یوه سیاسی آله په توګه کاروي ملت پالنې مردوده بولی. تر څو چې په یوه هیواد کې قومی او قبیلوی بڼستو نه وي مات شوی په هیواد کې ملت په عملی توکه نه جوړیږی او د نشنلیزم یا ملتپالنې مفکوره هم عملی بڼه نه غوره کوی نوځکه د نشنلیزم تیوری یواځې په اروپایی هیوادونو کې چې هلته د ملت جوړونې بهیر بشپړ شوی دی د مطالعې وړ دی. که چیرې په یوه هیواد کې قومی او قبیلوی جوړښتونه ، سیمه ییز او قبیلوی کلتور پخپل قوت پاتې وي یعنې هیواد د اقوامو ټولنه وی د دې معنی دا ده چې په هیواد کې ملت په عملی توګه منځ ته نه دې راغلی او هیواد د خپل تاریخی ودې او تکامل له پلوه په فیودالی مرحله کې ده نو هلته د نشنلیزم مطالعه او ادعاعملی بڼه نه لري او نباید هر ډول قومی او سیمه ییز شخړی او تاوتریخوالې د نشنلیزم تر سرلیک لاندې مطالعه شي.
په قومی هیواد کې ګوندونه چې د تولنې د سیاسی افکارو یوه سیاسی جوړښت دي هم نشي کولای چې د ټولنې قومی سرحدات د سیاسی ایدیالوژی سره مات کړي نو له بده مرغه نوی توریدی سیاسی ایدیالوژی ګانې هم په اقواموکې ویشل کیږی او قومی او سیمه ییز سیاسی ایدیالوژیک ګوندونه منځ ته راځي او دا ستونزمنه ټولنیز حالت تر هغو پورې غزیږی چې قومی جوړښتونه مات شي او دهیواد د ولس څخه ملت جوړشې او ملت د سیاسی ګوندونو په بڼه د ملت سیلسی برخه لیک وټاکی. به دا رنګه قومی ټولنو کې چې ملت جوړ شوي نه وي د نشنلیزم ياملتپالنه ادعا کول یواځې تیوریک بڼه غوره کوي خو د هیواد د ښیی راتلونکې دپاره د ملتپالنې د نظریی له لارې دهیواد ولس د ملی ګټې پرمحور راغونډ شي. تر څو چې په یوه هیواد کې د ملت جوړونې بهیر بشپړ شوی نه وي قام پالنه او قبیله پالنه او سیمه پالنه عقاید نباید د نشنلیزم ملتپالنې تر عنوان لاندې مطالعه شي. نو له دې کبله د قومی یا قبیلوی نشنلیزم ،قبیلوی فاشیزم ، اتنیک نشلیزم او داسې نور سیاسی اصطلاحات استعمالول د نشنلیزم د تیوری له پلوه ناسمې دي او نباید د ملتپالنې د سیاسی معادل شي.
که چیري موږ دا ومنو چې ملت ، ملی ټولنه اوملی دولت جوړول یوه لوړ سیاسی هدف دی نو ملتپالنه یا نشنلیزم یوه ملی سیاسی ایدیالوژی ګڼل کیږی. ملتپال ، ملی دولت د دولتونو ترټولو لوړ ، پرمختللی ، ولسی او منتخب ډول د دولت ګڼي خګه چې ملتپالو د هیواد ولس نه د اقتصادی او طبقاتی موقف له پلوه په بډایان او مفت خوران او یا زیارایستونکې او کارګران ویشي او نه د پرولوتار د ګټو څخه یواځې د فاع ګوي. ملتپالنې تیوری و ټولنې ولس د نژادی ، قومی او مذهبی اړخ له پلوه ویش نه کوی ځکه ملتپالو په هیواد ګې دقومی جوړښتونو په ماتیدو او په هیواد کې د ملت په جوړیدو او د ملت د افرادو په متساوی حقوقو باور لری او کله چې په هیواد کې ملت جوړ شي د هیواد د اتباعو مساوی حقوق ، ملی مسؤلیت اومصؤنیت څخه برخمن کیږی او د ملت هر فرد د ملت ملی ګټې ساتنه خپله بڼستیزه ټولنیز دنده بولی او هلته ده چې د یوه متمدنه ملی ټولنه بڼست ایښودل کیږی.
د ملتپالنې بل ستر سیاسی او ټولنیز ارزښت د هغه خپلواکی غوښتونکې اوضد استعماری يا کلونیالیزم خصلت دی چې ملت پلوې ډلې تل د دې لارې مخکشان دي. د ملتپالنې د تیوری هم دغه خپلواکې غوښتونکې او ضد استعماری خصلت سبب شو چې نن په نړی کې ګڼ شمیر خپلواک هیوادونه منځ ته راشي او ملتپال ولسونه په شلم پیړی کې د انګریزانو د کلاسیک استعمار ځغ مات کړي او نوی هیوادونه نه د نوی ملی هویتونو سره منځ ته راغلل. د ملتپالنې بل سیاسی ارزښت د ملی برخه لیک ټاکل حق او د ملی واکمنی ټینګښت په هیواد کې دی. د ملت پالنې د تیوری په اساس ملی واکمنی په یوه هیواد کې هغه مهال ټینګیږی چې یوه خپلواک دولت د ملت د آزادې ارادې په اساس د ولس پلوې مدنې قوانینو له لارې د ټول ټاکنې پربڼست منځ ته راغلې وي او د دولت واکمنۍ په ټول هیواد کې ټینګ شوې وي هغه مهال دې چې دولتی واکمنی ته ملی واکمني ویل کیږي. دولسواکۍ د سیاسی او ټولنیزو ستونزو د حل عاذلاه لاره ده اود دولت د واکمنی ټنګښت بېله د ملت ارادې ملی واکمنی او ولس واکۍ تمثیلولی نشي.نوځکه هر اقدام چې د ملت د ارادې خلاف د بهر یا دولت له خوا په و ملت باندې وټپل شي ملی واکمنی ماتیږي. دا د ولس ملت پالنې حساس دی چې ملی ارزښتونه د اساسی قانون له لارې تل پاتې کوی.
ملتپالو ملی هویت (د هیواد د ټولو اتباعو لوړمشترک هویت سیاسی حقوقی چې قومی ، سیمه ییز او مذهبی اړیکې نه مني) ته نه یواځې د یوه سمبولیک ارزښت په توګه ګڼي بلکې د ملت د پایښت د ښیرازې په توګه بولي.کمونستان د طبقاطی بڼسته انترنشتل د هویت په لټه کې دي او د سیاسی اسلام پیروان هویت ته یواخې مذهبی بڼه ورکوي چې سرحد نه مني. د قرآن عظیم الشان په بیان مسلمانان په مذهبی لحاظ سره ورورونه او خویندې دي خو د یوبل سره د تعارف او پیژنګلوې او د حد د ټاکلو د پاره د هیوادونو په چوکات کې عملآ ملی هویت ته اړتیا لري. د ملی هویت د نوم په ټاکلو کې یوشمیر تاریخی ، اتنیکی او کلتوری او هیواد د جوړیدو او سیاسی واک څرنکوالې او دهغه تاریخی بهیر ډیر ارزښتناک دی چې څنګه دملی هویت نوم ټاکل شوي دی خو خپله د ملي هویت کلمه یوه مدرنه معاصر سیاسی (ترمنالوژی) اصطلاح ده چې د هیوادونو د اتباعو سیاسی ، حقوقی اړیکې د دولت سره په اسنادو(پاسپورت- تذکره) کې تثبیتوی چې د بل هیواد د تبعه یا دایمی اوسیدونکې څخه په ملی او نړیواله کچه توپیر او تفکیک شی چې د هغه په اساس تبعه د هیواد د تابعیت د حق امتیازاتو څخه برخمن کیږی. خو خبر دا ده چې څرنګه د یوه هیواد ملی هویت نوم ټاکل کیږی دا د هیواد په تاریخی ، سیاسی ، کلتوری او قومی جوړښت پورې اړه لری ، کوم داسې ځانګړی سیاسی فورمول نشته چې په ټولیزه توکه ملی هویت یا د هیواد نوم د هغه په اساس وټاکل شي. په ځینو هیوادونو کې ملی هویت په طبیعی توګه د هیواد د جغرافیایی نوم څخه مشتق کیږی او یا د هیواد د یوه قوم د نوم مشتق کیږی. خوا که د ملی هویت نوم د هیواد د یوه قوم د نوم څخه اخستل شوی وي نو هغه قوم باید دومره تاریخی لرغونتوب ، لویوالې او سیاسی ځواکمنتیا په هیواد کې ولری چې د ملی هویت څخه د یوه سیاسی امتیاز په توګه تل دفاع وکړي او د هیواد نورو اقوامو ته قناعت ورکړي چې هغه د ملی هویت په توګه ومنی او په اساسی قانون کې خپل قومی هویت د ملی هویت په توګه د هیواد د اتباعو د ملی هویت په توګه په اساسی قانون درج کې او هغه ته سیاسی حقوقی پایی او ملی او نړیوال پیژنګلوی ورګړی. د یوه ولس او هیواد تاریخ ، کلتور او یا مذهب د هیواد په منځ ته راتګ ګې ستره اغیزه لري مګر خپله مدرنه ملی هویت د هیواد د افرادو ګډ سیاسی حقوقی سند پیژنګلوې ده. ملی هویت کولاې شي چې د ملی کلتور څخه سرچینه اخستې وي خو ملی کلتور یوه دینامیک یا خوځنده حالت لری او د ټولنې د ودې سره سم کلتوری ارزښتونه بدلون مومي خو ملی هویت د یوه هیواد تل پاتې هویت دی چې کلکې ساتنې ته اړتیا لري تر څو چې د افغان دولت هویت او ماهیت افغاني پاتې شي.
ملت پال د ملی هویت د تثبیت کیدواو ټینګیدو دپاره د یوه سیاسی ارزښت په توګه مبارزې په لومړی کرښه کې ځای لري اوملی هویت( نشنلیتی – ملی تعلقیت) ته د یوه ستر ملی سمبولیک ارزښت په توګه د ملت جوړونې د پروسې ښیرازه او د ملت پالنې د تیوری یوه ستر ارزښت توګه ګوری او تل هڅه کوی چې ملی هویت له قومی او سیمه ییز اعیزې وباسی او د ملی هویت د بحران مخ ډب کړي. د ملت پالنې د تیوری په اساس لومړی دملت تصور منځ ته راځي او بیا د ملی هویت له لارې سیاسی حقوقی ابعاد مومي. د نړی په هیڅ یوه هیواد کې داسې یوه پارچه ملی هویت نشته چې په اتنیک او یا مذهبی لحاظ د هیواد د ټولو اقوامو قومی ریښې په کې وي. که څه هم قومی هویتونه تاریخی بڼست لري خو ملی هویت یوه مدرنه سیاسی پدیده ده او په متمدنه ټولنه کې ملی هویت منل یوه سیاسی حقوقی ایجاب او قبول دی چې یوه فرد یا وګړی د خپل هیواد یا د بل هیواد ملی هویت منی او د تابعیت حق او امتیازات ترلاسه کوی. تبعه هم یوه مدرنه سیاسی ترم یا اصطلاح ده چې په یوه هیواد کې د قانونی اوسیدل حقوقی او سیاسی مفهوم وړاندې کوی چې د ملی هویت له لارې تمثیلږي. ملی هویت په کلاسیکه توګه د ملت د افرادو تاریخی ، سیاسی ، کلتوری او تولنیزهویت معرف دی. دا د ملتپالنې روحیه ده چې د غه اندنښنو ته وده ورکوی چې د هیواد ولس د خپل ملی هویت د ساتلو په ارزښت پوه شي. په ډودیزه توکه ملی هویت په نولسمه پیړی کله چې په اروپا کې د ملت جوړونې بهیرپیل منځ ته راغلی او د یوې نوی او مدرن سیاسی ترمنالوژی او پدیدي په توګه چې کلتوری او تاریخی ریښې لری او په سمبولیکه توکه یوه ملت نورو ملتونو او هیوادونو ته پیژنی. ملي هویت د یوه تاریخی اړتیا په توګه منځ ته راغلی دی داچې په اروپایی هیواد کې څنګه منځ راغلی دا د هیوادونو په اتلسمې او نولسمې پیړیو په سیاسی حاکمیت او د ځواکمنو په اتنیکی اوکلتوری اړیکو او شرایطو پورې اړه درلودلې.په معاصر افغانستان کې د افغان کلمه د ملی هویت په توګه یوه ستر تاریخی بدلون ګڼل کیږی چې دا کلمه اوس یوه انحصاری اتنیکی کلمه د پښتون قوم دپاره نه ده همدارنګه چې په جرمنی کې جرمن یوه انحصاری اتنیک کلمه نه او د سیاسی حقوقی اړخ له پلوه د جرمنی په تولو اتباعو او اوسیدونکو استعمالیږی چې په جرمنی کې د قانونی تل پاتې کیدو اوسیدو اسناد ولري او یا د هغه هیواد متولد وي. د ملت جوړیو د مخه جرمن یوه اتنیک کلمه وه.په هیواد کې دا د ملت پالنې تیوری وه چې اتنیک هویت ملی ، سیاسی او حقوقی اړخونه ورکړه او له قومی او اتنیک دایرې څخه وایستل او د مدرن دولت د جوړولو بڼست کېښود. د ملتپالنې د تیوری په اساس په یوه هیواد کې یوه تبعه د قانون له لارې د تابعیت او دهغه متمم د ملی هویت حق ترلاسه کولاې شې چې په هغه کې نژادی ، قومی او سمیه ییز اړیکې اغیزه نه لري ځکه ملت پلو د ملت جوړونې په تیوری باور لري . نور په دوهمه برخه کي ددې ځای په کليک کولو ولولئ