کور / تازه خبرونه / حکومت باید د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي په خبرو کي همکاري وکړي

حکومت باید د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي په خبرو کي همکاري وکړي

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې به د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د شتو ستونزو د هواري زمینه برابره کړي.

ورځپاڼې وړاندې د طالبانو د یو پخواني چارواکي ملا عبدالسلام ضعیف په حواله لیکلي، چې افغان دولت باید د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې همکاري وکړي او د خبرو دویم پړاو ته انتظار وباسي.

ورځپاڼې لیکلي، چې ملا ضعیف که څه هم په سیمه کې د پاکستان اغیز تاییدوي، خو وایي، که د افغانستان ستونزه د افغانانو له نظره حل نه شي، نو بل څوک یې نه شي حل کولای.

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا د سولې په خبرو کې د افغان حکومت مشري او خوښه ضروري بللې او لیکلي یې دي، چې له دې پرته دا هڅې کومه ګټه نه لري.

ورځپاڼې وړاندې د سولې د عالي شورا خبرداري ته په اشارې لیکلي، که دا هڅې د افغان حکومت د ښکیلتیا پرته پرمخ بوتلای شي، نو پایلې به یی یو بل کړکیچ وي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې له وسله والو طالبانو سره د خبرو تر شا د امریکا اهدافو ته کتنه کړې او لیکلي، چې د دې خبرو یو اساسي هدف له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بریالي وتلو د زمینې برابرول دي.

ورځپاڼه لیکي، چې بارک اوباما ته له بوش نه د عراق او افغانستان جګړه په میراث کې پاتې او اوباما وکړای شول، چې له عراقه د امریکایی سرتیرو د با عزته وتلو زمینه برابره کړي.

خو ورځپاڼې د یوې امریکایی کالم لیکونکي ټرډي روبین په حواله د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د بریا په اړه شک څرګند کړې.

ورځپاڼه لیکي، چې میرمن روبین د طالبانو په وړاندې د امریکا پوځي بریا هم تر پوښتنې لاندې راوستلې او لیکلي، چې ددې یو اساسي علت دادې، چې پاکستان نه غواړي په خپله خاوره کې د طالبانو پټن ځایونه له منځه یوسي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ روانو خبرو ته په اشارې لیکلي، چې طالبان پدې خبرو کې د افغانستان د ستونزې په نړیوال اړخ خبرې کوي، چې د افغان دولت په واک کې ندي.

ورځپاڼه لیکي، چې د افغانستان د روانې ستونزې د بهرني اړخ له حل پرته د کورني اړخ حل ته هڅې کومه حتمي نتیجه نشي لرلې.

ورځپاڼې لیکلي، چې په روانو خبرو کې په ځینو برخو کې نسبي موافقې هم ترلاسه شوي، چې پکې په قطر کې طالبانو ته د سیاسي دفتر پرانستل او د بندیانو تبادله شامله ده.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د ځینو کتونکو نظرونه راخستي، چې په قطر کې روانو خبرو ته د شک په سترګه ګوري.

ورځپاڼه لیکي، چې اوباما له طالبانو سره د سولې په خبرو کې رښتینې ندې او ددې خبرو یوازنې هدف دا دې، چې له ترورزم سره په مبارزه کې ځان بریالې وښیۍ او د امریکا راتلونکي انتخابات وګټي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې امریکا غواړي د سولې د خبرو پدې بهیر سره په افغانستان کې خپلې لاس ته راوړنې خوندي کړي.

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا د سولې د هڅو په وړاندې د افغانستان کورني شرایط یو کنګل ته ورته بللې.

ورځپاڼه لیکي، چې طالبان ددې لپاره، چې دولت د شمال ټلوالې په لاس کې دې له هغې سره د خبرو اړتیا نه ویني، خو د شمال ټلواله بیا وایی، چې له طالبانو سره دې د تسلیم شویو جنګیالیو په څیر چلند وشي.

ورځپاڼې دا ویره څرګنده کړې، که امریکا د ستونزې په داخلي اړخ کار ونکړي، خو د دواړو لوریو دریځونه په باطن کې تیاره دي، چې د مشارکت او پخلاینې چانس پکې نشته.