کور / تازه خبرونه / فراه : ٢٠ کسه د سولي د پروسې سره يوځاى سول

فراه : ٢٠ کسه د سولي د پروسې سره يوځاى سول

د فراه ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يوه شل کسيزه ډله وسله وال چي د عبدالمالک په نامه ئې وسله وال مقاومت کاوه تېره د سولي د پروسې سره يوځاى سوه.
ياد کسان چي د چارواکو په وينا د تېرو څلورو کلو راهيسي ئې وسله وال مقاومت کاوه د ملي امنيت د ادارې له خوا سولي ته هڅول سوي.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي.