اینشټاین د نور چټکتیا ته “په طبعیت کې د چټکتیا وروستی حد وویل” نوموړی وویل چې که چیرې په طبعیت کې تر دې چټکتیا پورته چټکتیا را مینځ ته شئ نو د نسبیت تیوری به تر پوښتنې لاندې راشئ. ده وویل دا به په دې مانا وي چې ګولی د ماشې له کشکولو څخه مخکې هدف ته رسیدلې ده. دا پدیده به حتی دا امکان رامینځ ته کړي چې وخت هم په حرکت کې شئ.
اوس دا پوښتنه رامینځ ته کیږئ چې ولې د نور چټکتیا په طبعیت کې د چټکتیا روستی حد دی ؟
مخکې له دې نه چې د پوښتنې ځواب ته راشو، لمړی باید پوه شو چې د نور سرعت څه شی ده او ولې په طبعیت کې وروستی چټکتیا ورته ویل کیږئ.
نور د فزیک له پلوه فوټونونه دي چې په ماهیت کې داسې انرژي ده چې د الکترومقناطیسي څپو په بڼه خپریږئ. فوټونونه وزن او کتله نه لرئ. په طبعیت کې د فوټونونو په ګډون ټول بڅرکي په هیګزفیلډ (یوه معیاری تعریف شوې ساحه) کې خوځیږئ چې د له همدې ساحې سره د تعامل په پایله کې بڅرکي کتله پیدا کوئ. بیلابیل بڅرکی له هیګزفیلډ سره په بیلابیله بڼه تعامل کوئ چې دا بیلابیل توب بڅرکو ته بیلابیلې کتلې ورکوئ. فوټونونه هم په هیګزفیلډکې خوځیږئ خو له هغې سره تعامل نه کوئ ځکه خو کتله نه لرئ او په طبعیت کې د چټکتیا ورستی حد لرئ. فوټونونه په یوه معینه چټکتیا باندې خوځیږئ دا په دې مانا ده چې هر بڅرکی یواځې هغه وخت کتله پیدا کوئ چې له هیګزفیلډ سره تعامل وکړئ. هغه بڅرکی چې کتله لرئ د ګړندیتوب لپاره انرژي ته اړتیا لرئ او هر څومره چې ګړندیتوب زیاتیږئ په همغه کچا زیاتې انرژي ته اړتیا لیدل کیږئ. دا په دې مانا ده چې د نور چټکتیا ته د یوه بڅرکي رسول لایتنهايی انرژي ته اړتیالرئ. د اینشټاین د نسبیت په تیوري کې داسې ساده اړیکه شته چې دا خبره په آسانه سره ثبوتولای شئ. فوټونونو ته د هغو د لوړې چټکتیا له کبله هر څه همزمان ښکاري او وخت ورته هیڅ مانا نه لرئ.
اوس دې پوښتنې ته راځو چې نور کولای شی چې بطي شي ؟ هو ! کله چې نور له اوبو څخه پوریوځی نو بطي کیږئ.که چیرې نور بڅرکي د نور تر چټکتیا په یوه چاپیریال کې چټک ولاړ شي نو په دې حالت کې د چرنکوف وړانګې را مینځ ته کیږئ چې دا حالت په هستوي بټیو کې شته.