خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، چې په افغان جګړه کې یو مهم بدلون راروان دی.
ورځپاڼې دا بدلون تر ډیره د القاعده په اړه د طالبانو په دریځ کې له بدلون سره تړلې بللی او لیکي، چې د دې ډلې مشر ملا عمر غواړي له القاعده سره د اړیکو د پرې کولو لپاره د لویدیځ یوې اساسي غوښتنې ته غاړه کیږدي.
ورځپاڼې وړاندې په دې اړه د جرمني د شپیګل مجلې نظر هم راخستی او لیکلي یې دي، چې دا بدلون په یوې داسې جګړه کې رامنځ ته کیدونکې دی، چې پخوا یې د کنټرولو تصور هم نه کیدو.
ورځپاڼې لیکلي، چې د دې بدلون اټکل په داسې حال کې کیږي، چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې اصلي خبرې پیلیدونکې دي.
ورځپاڼې د خبرو بهیر بریالی بللی او لیکلي یې دي، چې تراوسه پورې دواړو خواو یو بل ته خپله غاړه نرمه کړې او د سولې د خبرو مقدمات بشپړ شوي.
د ورځپاڼې په وینا له دې سره به له ګوانتانامو زندان څخه د طالب بندیانو د خوشې کولو تدریجي بهیر هم پیل شي، چې بلاخیره به د دې زندان د تړلو اسباب برابر کړي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم په راتلونکې اونۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل ته اشاره کړې.
د ورځپاڼې په وینا، امریکا غواړي، د دې خبرو لپاره له افغان ولسمشر سره د مشورې په مقصد خپل ځانګړې استازې سیمې ته واستوي.
ورځپاڼه لیکي، چې دا خبرې په داسې حال کې پیلیدونکي دي، چې امریکایي چارواکو ویلي، چې په مخکنیو خبرو کې هم د تیرې لس کلنې جګړې د بندولو لپاره ګامونه پورته شوي.
خو ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې دا خبرې تر هغه نیمګړې بللي، چې افغان دولت په کې ښکیل نه کړای شي.
د ورځپاڼې په وینا د دې لپاره، چې په افغانانو کې د روانو خبرو په اړه هیله او باور رامنځ ته شي، نو په کار ده، چې مشري یې افغان لوري ته وسپارل شي.
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې هم په دې ټینګار کړی، چې له طالبانو سره د خبرو روانې هڅې هله بریالۍ نتیجې لرلی شي، چې مشري یې افغان لوري ته وسپارل شي.
ورځپاڼې وړاندې د سولې د عالي شورا په نقل دا خبرداری هم ورکړی، که داسې څه ونه شي، نو دا به یو بل کړکیچ رامنځ ته کړي.
محور نا دولتي ورځپاڼې بیا دا شک څرګند کړی، چې امریکا له طالبانو سره د معاملې لپاره د افغانانو د ملي ارزښتونو بیه ورکړي.
ورځپاڼه لیکي، چې په برلین کې د حکومت سیاسي اپوزسیون په اساسي قانون کې تعدیل غواړي او طالبان بیا د هغې منلو ته تیار نه دي.