بسم الله الرحمن الرحیم
د ۱۳۹۰ هـ ش کال د دریمې ربعې رپوټ
تاریخ :د مرغومې ۱۲مه
عمومیات:
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د 1993 کال پارس اصولو او د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلۍ د 134 ګڼه پریکړه لیک، د 1380 کال د بن د پریکړو او د موقتی ادارې د 1381 ه ش کال د جوزا د 16 نیټې فرمان پر بنسټ تاسیس شویدی او د 1382 کال د اساسي قانون په (58) ماده کې د یوې ملي ادارې په توګه د بشري حقونو د مراعت کولو څخه څارنې، ملاتړ او ښه والي لپاره دا کمیسیون ګومارلی شوی دی. د اساسي قانون د همدې مادې په اساس ټول وګړي کولای شي چې د خپلو بشري حقونو د نقض په صورت کې دې کمیسیون ته شکایت وکړي. کمیسیون به دا شکایتونه د څیړنې او پلټنې وروسته د هغوي د بشري حقونو د ملاتړ په موخه قانوني ارګانونو ته يې راجع کوي.
د ذکر شوي ماموریت لپاره د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د (8) سیمه ایزو او (6) ولایتي دفترونو له لیارې په ټول هیواد کې حضور لري او د یو څلور کلن استراتیژیک پلان له مخې د هغو د پایلو په بنسټ خپلې کړنې تر سره کوي.
اساسي برخه :
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د تشکیل، دندو او واکونو قانون د( 32 ) مادی پربنسټ کلنی رپورټ چې د هیواد په کچه د بشري حقونو د وضعیت د بشپړ انځور لرونکی وي د ملی شورا کلنۍ غونډې ته وړاندې کوي.
په دې لړ کې د ختیځو ولایتونو سیمه ایز دفتر د استراتیژیک پلان له مخې پتیلی ده چې په سیمه ایزه کچه د رپورټ ورکونې د ود دستور پلي کړي، نو په دې څلور ولایتونو(لغمان، کنر، نورستان او ننګرهار) کې د 1390کال د دوهمې ربعې د کړنو رپوټ وړاندې کړي.
مشرتوب Leadership
د ختیځو ولایتونو سیمه ایز دفتر د بشري حقونو د ډول ډول موضوعاتو په هکله د مرکزي دفتر لخوانه نشر شوي (2) مطبوعاتي اعلامې په محلی کچه ټولو اړوندو ادارو او رسنیو ته استولی دي چې ورستۍ په افغانستان كي د اقتصادي او ټولنيزو حقونو د وضعیت په هکله وه.
په ننګرهار ولایت کې د (6) رادیوګانو ( ننګرهار ملی رادیو، شرق رادیو، کلید رادیو، همیشه بهار رادیو، نرګس رادیواو اباسین رادیو ) په شمول پنځه تلویزیونونو (ننګرهار ملي تلویزیون، شرق تلویزیون، سبا تلویزیون، لمر تلویزیون او یک تلویزیون ) همدارنګه د دوو ورځپاڼو ( هشت صبح او ننګرهار) او تر لسو زیاتو انټرنیټي پانې( بی بی سی، آزادۍ، پژواک، خدمتګار، لراوبر، تاند، ویسا، باختر او په ورځني ډول د کمیسیون پاڼې ) څخه څارنه شویده تر څو د بشري حقونو موضوعات په ګوته شي او د نورو د استفادې وړ وګرځي.
ښوونه او روزنه Education
د بشري حقونو په هکله د پوهاوي، ښوونې او روزنې د کچې د پرمختګ په برخه کې (۹) ورکشاپونه او ( ۲۰) ښوونیزې او تعقیبي جلسې دایرې شویدي چې ټول ټال ( ۹۴۳ ) تنو چې ( ۶۹ ) تنه یې ښځینه وي په کې ګډون کړي چې ډیری د دولتی ارګانونو کارکوونکي،معلمینو، دارلمعلمین استادانو، ملی پولیسو، د ملی اردو منسوبینو، د زندانونو کارکوونکو، د معلولیت لرونکي وګړو، علمای کرامو، قومی مشرانو، متعلمینو، ځوانانو، د مدني ټولنو استاذو، د ماشومانو د حقونو، د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو، د ښځو د حقونو او نورو بشري حقونو موضوعاتو په هکله اګاهي حاصله کړه.
(۴۲۰۰) ټوکه د بشري حقونو میاشتنۍ مجله په ننګرهار، کنر، لغمان او نورستان ولایتونو کې په مختلفو دولتي، ملی او نړیوالو موسیسو باندې ویشل شوي دي ، همدارنګه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د۱۳۸۹ کال کلنۍ د بشري حقونو د وضعیت راپور دولتی او نادولتی ادارو ته استول شویدی.
(۶۵۰) ټوکه د کتابتون کتابونو نوملړ په معیاري ډول جوړ شویدی او د پراخې ګټې اخیستنې لپاره په ننګرهار ولایت کې اړندو فرهنګي او تعلیمی ادارو ته واستول شو.
په نورستان ولایت کې د الینا رادیو سره د بشري حقونو د موضوعاتو څخه د اګاهۍ په منظور یو قرار داد لاسلیک شوی.
همدارنګه په دې دریو میاشتو کې د شرق رادیو تلویزیون، ننګرهار رادیو تلویزیون ، الینا رادیو او اباسین رادیو له لاری ( 31 ) پروګرامونه چې ټولټال (500) دقیقې تلویزیوني او (500) دقیقي د بشري حقونو په هکله رادیويي نشرات کړيدي. او تکراری نشر یی هم تر سره شوی دی.
د بشري حقونو د مطالعې فرهنګ رواجولو په موخه یو ورځینې سیمینار د ننګرهار ولایت اړوند کتابتونونو کتابدارانو، کتاب پلورنکو، د مطابعو مالیکنو او د کتاب خپروندیو ټولنو استازو ته دایر کړی دی.
ځواکمنتيا Empowerment
د سیمه ایز دفتر (۳) کارکوونکي د سیمه ایزو دفترونو د کارونو د لیدنې او د تجاربو د تبادلۍ په منظور د قندهار سیمه ایز دفتر ته د یوی اونۍ لپاره سفر کړی او د هغې دفتر (۲) تنه کارکوونکي د جلال اباد دفتر د کارونو څخه لیدنه کړی ده.
د ښځو د حقونو څخه د ملاتړ څانګې یوه غړې د جنډر د پراختیا او د ښځو لپاره د ملی پروګرام د تطبیق تر نامه لاندې په (۵) ورځیني ورکشاپ کې ګډون کړي. د ماشومانو د حقونو د پرمختګ او ملاتړ څانګې یو کارکوونکی د ښځو او ماشومانو د قاچاق سره د مخنیوی د لارو چارو په هکله د WAW دفتر لخوا نه جوړ شوي (۳) ورځیني ورکشاپ کې ګډون کړی.
د UNAMA دفتر په وړاندیز چې کنړ ولایت کې یو ورځینی ورکشاپ چه په جنګ کې د ملکي تلفاتو د کچی د کمولو تر نامه لاندې جوړ شوی ؤ، د بشري حقونو د تعلیماتو څانګې یو کارکوونکي د اړوندې موضوع د وړاندی کوونکی په توګه ګډون کړی.
په دې موده کې د مالي او اداری څانګې امر او د ماشومانو د حقونو د ملاتړ څانګې مرستیال د کمبود په ځای تقرر حاصل کړی چې زمونږ په کارونو کې به ښه والی رامنځ ته کوي.
عدالت غوښتنه Advocacy
دبشري حقونو څخه دمدافعي او په دي هکله دعدالت غوښتني او ملاتړپه برخه کي زمونږ دفعاليتونو ډيره برخه او انرژي په ډول ډول شبکه اي او متحدانه کارونو کي لګيدلي وه او په دي وياړو چي دنورو فعالينو او مدني ټولنو او دولتي ادارو سره يو ځاي دبشری حقونو د وضعیت د ښه والي او ملاتړ لپاره ډير ګټور کارونه تر سره کوو.
دبشري حقونو خپلواک کميسيون سيمه ايز دفتر دننګرهار ، کونړ او لغمان ولايتونو دماشومانو دحفاظتي شبکي یا (CPAN) په (۶) غونډو کي ګډون کړی ،د ننګرهار او کونړ ولایاتو دمعلوليت لرونکو کسانو دحقونو د عدالت غوښتني په ( ۶ ) غونډو کي دښځو دحقونو کاري کميټي په (۵) غونډو کي دښځو پر وړاندي تاوتريخوالي دکميټو په ۲ غونډو ،دبشري حقونو او دملکي تلفاتو او خپل سري تالاشيو دمخنيوي لپاره کميټي په (٢) غونډو دعدلي ارګانونودهمغږي (۳) غونډو کي فعالانه توګه ګډون کړي . همدا شان دنړيوالو ادارو لخوا نه دحقوقو دملاتړ دکميټي په (٣) غونډو ،دجنسيت پر بنياد دتاوتريخوالي دفرعي کميټي په (٣) ، دملکيتونو دفرعي کميټي په ( ۲) غوندو کي ، همداشان د نړیوالو ادارو لخوا د حقوقو د ملاتړ د کمیټی په (۳) غونډو کې دمشر يا دمرستيال او یا د غونډې د فعال غړی په توګه ګډون کړي .
طی همین دوره از 20 نومبر، روز بین المللی حقوق اطفال، 25 نومبر، روز بین المللی محوه خشونت علیه زنان، 3 دسمبر، روز بین المللی اشخاص دارای معلولیت، 10 دسمبر، روز بین المللی حقوق بشر در ولایات کنر و ننگرهار تجلیل به عمل آورد که جمله ( 880 ) در آن به شمول زنان و مردان اشتراک ورزیدند.
جهت اگاهی عامه از مسایل مختلف حقوق بشر در (۱۲) میز گرد در رسانه های مختلف اشتراک ورزیده است.
څارنه Monitoring
دبشري حقونو څخه دسرغړونو دڅارني او څيړني څانګي ته په لیکی بڼه (۱۸) شکايتونه رارسيدلي دي چې ټول یې څیړل شوي او په پایی کې پر (۱۰) شکایتونو کې د بشري حقونو سرغړوني تثبیت شوي دي چي ډیری يې د ملکیت حق (۳) د آزادي او شخصي امنيت حق (۳ ) پيښي، د قانونی مراحلو حق (۳ ) پيښې او د صحت حق (۱) پیښه پکي شاملي وي
دکال په دریمه ربعه کې ټول ټال ( ۴۹) دښځو په وړاندي دتاوتريخوالي قربانیان دي دفتر ته مراجعه کړیده ده چي (۹) پيشي دمينځکړتوب له لاري په عرفي او دوديزه طريقه حل او متباقي (۴۰) پيښو لپاره دمدافع وکيل په تعینولو سره قانونی، عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفی شوی چې نمایی پیښې حل شویدي او نور یې په پورته ذکر شویو ارګانونو کې تر تعقیب او بررسۍ لاندې دي.
په دي دوره کي (۱۴) ځلي دنارينوو دسلب آزادي ځايونو او (١۷) ځلي دښځينه و دسلب آزادي ځايونه څخه څارنه شوي ده او همدا شان (۷) ځلي په ننګرهار ولايت کي دښځو دارجاع مرکز څخه څارنه شوي ده. د تاوتریخوالي د پیښو د معلومولو او هغو صحی خدمتونو د ویش له څرنګوالی څخه د پوهیدو په منظور (۲) ځلی د ننګرهار او لغمان ولایتونو ولایتي روغتونونو څخه څارنه شوی.
دمتخلفو ماشومانو دحقونو دملاتړ لپاره (۲۰) ځلی لغمان ، کنړ ، ننګرهار او نورستان ولايتونو دماشومانو داصلاح او روزني دمراکزو څخه څارنه شوي او دهغو دحقوقي وضعيت ،معيشت او روغتياي ستونزود حل په منظور اړوندو اداروته سپارښتنې شویدي .
په دي دوره کي دوګړو داقتصادي ،اجتماعي او فرهنګي حقونو ته دلري پرتو سيمو داوسيدونکو دلاس رسي او دبشري حقونو دوضيعيت دمعلومولو په منظور (۳۳۲) کسانو سره چي (١۴۳) يي ښځینه وی مرکی ترسره کړي دی. د لری پرتو سیمو دماشومانو دحقونو دوضعيت دمعلومولو څخه دسيمه ايزي څارني په لړ کې (۹۶) چې (۴۶) ښځینه ؤ مرکي تر سره کړي دي. په طورخم بندر کي دکارګرو ماشومانو دکچي او ستونزو دمعلومولو په منظور (۴۲۸) کسانو سره مرکي ترسره کړيدي دي. د سکتوری ستونزو په لړ کې د ښځینه معلمینو، مسلکی معلمینو او درسی موادکمبود، په کلنیکونو کې د دوا کمبود، د وسایلو او طبی پرسونل خاصتاْ د ښځینه کارکوونکو کمبود او د شفاخانو او کلنیکونو لری والی د اوسیدنی د ځایونو څخه د څښاک د پاکو اوصحی اوبو نه موجودیت په کلیو او بانډو کې ډیر تر مخه کیږي.
نتیجه:
ښځو په وړاندي تاوتریخوالی لوړ ارقام او عاملین او مسببین عدالت ته نه وړاندی کول او د عدالت په وړاندې دوامداره معافیت د بشری حقونو د احقاق په لاره کې یو ننګونه ده .
په لری پرتو سیمو کې د اساسی حقونو او خدماتو څخه نه برخمنتیا او د غربت د کچې لوړ والی د نورو پرمختګونو مخه ډب کړي چې د بشري حقونو د تامین په لاره کې خنډ ګرځي.
درنو ښاغلو او آغلو!
داټولي لاسته راوړني به ناشوني واي که چيري دنړيوالو ادارو NRC,IOM,UNICEF,UNHCR,UNAMA دعدلي او قضايي ارګانونو ،دامنيه قومانداني ،ملي امنيت رياستونو ،استناف څارنواليو ، ښځو چارو رياستونو، اطلاعات او فرهنګ رياستونو، عامي روغتيا رياستونو ، دکاراوټولنيز چارو رياستونو،دکډوالو او راستنديدونکو رياستونو ،دښووني او روزني رياستونو،ولسوالانو ،دولسواليوامنيه قوماندانانو، قومي مشرانو ،دمدني ټولنو استازو ،ديني علما و مرستي زمونږ سره نه وايي ،همدا شان دمدافع وکيلانو ټولنو لکه ,ILFA,WAW قانون غوښتونکي او دحقوقي مرستو اداري څخه مننه او قدرداني کوو چي دبشري حقونو دقضاياو په څيړنه او پلټنه کي زمونږ سره مرسته کړي ده . دننګرهار ،لغمان ،کنړ او نورستان ولايت مقاماتو څخه په ځانګړي تو ګه مننه کوم چي زمونږ دقانوني کړنو (دبشر حقونو دوضعيت څخه څارنه ،ملاتړ او ښه والي )څخه يي ملاتړ کړيدي
و من الله توفيق
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه