ډېرو لوېدیځو ورځپاڼو د امریکا سمندري ځواکونو ته د منسوب شوې ویډیو په اړه تبصرې چاپ کړي، ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې د طالبانو پر مړو د بولو په اړه ویلي چې امریکايي پوځیان په جنګي جرم تورن شوي.
ډېرو نورو بریتانوي او امریکايي ورځپاڼو له طالبانو سره د سولې پر پروسې لیکنې کړي.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د جګپوړو مقاماتو په قول کښلي چې د افغانستان د ولسمشر له موافقې سره سم به د امریکا حکومت له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.
ورځپاڼې په دې سلسله کې افغانستان ته د امریکا د خاص استازي د سفر یادونه کړې او بیا یې د یوه بل امریکايي چارواکي له خولې ویلي چې که د افغانستان ولسمشر ووايي چې امریکا دې خبرې پیل کړي، امریکایان به ژر خبرې شروع کړي.
ټيلګراف:
د بریتانیا ټیلګراف ورځپاڼې هم ویلي چې که کرزی موافقه وکړي چې امریکا دې خبرې وکړي، امریکايي مقامات به بې ځنډه د خبرو بل پړاو پیل کړي.
نيويارک ټايمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د چهارشنبې د ورځې خبرو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې مېرمن کلنټن د لومړي ځل لپاره د یوې داسي سیاسي حل لارې ملاتړ کړی چې د طالبانو هغه مشران هم پکې شامل وي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه په امریکا کې د حملو په مهال په افغانستان کې واکمن وو.
خو ورځپاڼې په عین حال کې د کلنټن د هغې خبرې یادونه کړې چې تېر کال یې د لومړي ځل لپاره د سولې د ضرورت ترڅنګ شرط کېښود چې طالبان باید د افغانستان اساسي قانون ومني، له القاعده لېري شي او له جګړې لاس واخلي.
وال ستريټ ژورنال:
د امریکا یوې بلې ورځپاڼې وال ستریټ ژورنال د سولې په خبرو کې یو ګام مخکې تللې او ویلي یې دي چې امریکایان به راتلونکې اوونۍ له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.
دې ورځپاڼې د اوباما د حکومت د یوه جګپوړي مقام له خولې لیکلي چې په مخکینیو خبرو کې د افغانستان د لس کلنې جګړې د پای ته رسولو لور ته مهم ګامونه اخیستل شوي دي.
د وال ستریټ ژورنال له مخې په تېرو دوو کلونو کې د امریکايي پوځیانو فشارونه سبب شول چې د طالبانو یوشمېر مشران قانع شي چې نور د خبرو وخت راغلی.
خو د وال ستریټ ژورنال د دې راپور خلاف لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې بیا د یوه استخباراتي راپور له مخې لیکلي چې په افغانستان کې جګړه له رکود سره مخامخ ده.
په دې استخباراتي راپور کې خبرداری ورکړای شوی چې په افغانستان کې د امنیت په برخه کې بریاوې د پراخ اداري فساد، کمزورې حکومتدارۍ او له پاکستان څخه د طالبانو د فعالیت له کبله تر سیوري لاندې راغلي دي.
لاس انجلس ټايمز:
د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې پراساس دا سل مخیز راپور د سي آی اې او د دغه هیواد د پنځلس نورو استخباراتي ادارو له خوا تېره میاشت بشپړ شوی او سپینې ماڼۍ ته لېږل شوی دی.
ورځپاڼه لیکي، داسي ښکاري چې په دې راپور کې یاد شوي مطالب، چې د امریکا د دفاع وزارت له وروستیو خوشبینانه څرګندونو سره په تضاد کې دي، د افغانستان د لس کلنې جګړې په باب به د استخباراتي ادارو او پوځي قومندانانو ترمنځ د نظر اختلاف زیات کړي.
د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو او په دې هیواد کې په ملکي او پوځي برخو کې د مرستو د اندازې له کمېدو سره د افغانستان حکومت ښايي ځان ونه ساتلی شي.
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې همداراز لیکلي چې دا راپور د نتیجې په توګه خبرداری ورکوي چې دا ټولې ستونزې له افغانستانه د زیات شمېر امریکايي پوځیانو د ایستلو لپاره د امریکا پلانونو ته زیان اړوي