دچک ولسوالۍ دسيمه ايزې شورا غړي وټاکل شول
د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ دوګړيو لخوادنوموړي ولايت د مشرتابه او دافغانستان دسيمه ايزو ارګانونو په مر سته د چک ولسوالۍ د شورا غړي وټاکل شول.
دشورا دټاکنې په مراسموکې چې دميدان وردګ ولايت د مشرتابه د ودانۍ په جومات کې چمتو شوي وو، دولايت والي عبدالجبارنعيمي،دسيمه ايزوارګانونو مرستيال سيدقطب الدين رويداد،دچک بېلابېلو قومي مشرانواومخورو برخه اخستې وه.
په ټاکنې کې دميدان وردګ ولايت والي وويل،که چېرې دشورا ټاکلي غړي په مينه،مسووليت او صداقت سره کار وکړي نو پايله به يې ډېره ښه وي.
هغه يادونه وکړه،چې له دې سره به د ولس رښتينې غږ تر دولتي چارواکيو ور ورسيږي.
هغۀ ټاکنې ته له ورغليو مخورو نه وغوښتل،چې دشورا مشرتابه ته دې اهل کسان غوره کړي،او کلک ملاتړ دې هم وکړي، چې په خپلو کارونو کې بريالي شي.
سيدقطب الدين رويداد وويل،چې په پام کې لري،چې دغه وړ شوراوې په ټول هېواد کې رامنځته کړي.
هغۀ يادونه وکړه،چې دغه شورادنده لري،چې دولتي اداروته مشورې ورکړي اودولتي چارواکي په ښه توګه خپلې دندې ترسره کړاى شي.
يوۀ تن قومي مخور حاجي محمدظاهر دغه وړ شوراوې ګټورې وبللې او په وردګو پښتنو يې غږ وکړ، چې ټول سره يو شي او دغه وړ شوراوې چې يووالى او سوله منځته کولاى شي، کلکې حمايه کړي!
هغۀ ياده کړه،چې په ناپښتنو سيمو کې خلک خوښي کوي او په خوشالاۍ او هوساينې ژوند تېروي خو په پښتنو سيمو کې لا دکوچنيانو پر مخ ښوونځي تړلي دي او په يوه نامه او بل نامه سره وژني.
هغه وويل، چې پښتانه دې خپلې ستونزې دشوراو او جرګې له لارې له حکومت سره حل کړي.