د جاپان حکومت له افغانستان سره د ښوونځیو د جوړولو په برخه کې د 25میلیون ډالرو ژمنه وکړه
کابل د 1390 کال د مرغومې 22 نېټه
جاپان حکومت د خپلو دوامدارو مرستو په لړ کې دا ځل د پوهنې له وزارت سره افغان ماشومانو ته د مصوون تعلیمي ماحول د برابرولو په برخه کې د 25 میلیونو ډالرو مرستې ژمنه کړې څو د زده کړو د لومړنۍ دورې 50,650 ماشومانو ته په دریو هغو ولایتونو کې د ښوونځیو تعمیرونه جوړ کړي چې تر دې مهاله یې د انکشاف کچه دومره نه وه لوړه شوې، محرومې او لرې پرتې سیمې دي.
دغه درې ولایتونه له بامیان، ډایکنډي او غور ولایتونه دي چې تر 1393 پورې به په نوموړو ولایتونو کې دا پروګرام بشپړ شي.
د افغانستان د پوهنې وزیر جلالتمآب فاروق وردګ د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د جاپان له مرستو څخه مننه وکړه او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې زیاته کړه: (( پوهنه د ټولو لپاره)) جهاني شعار ته زموږ د هیواد رسیدل، د متوازن او باکیفیته تعلیم د تعمیمولو هدف ته درسیدو لپاره – د هیواد په هغو سیمو کې چې د متعددو دلایلو له وجهې ورته رسیده ګي شوې وه- خاصه توجه به وشي- ددې لړۍ اغاز له همدې دریو ولایتونو څخه پيل او د ۱۳۹۱کال کې به نور ټول ورته ولایتونه تر خپل پوښښ لاندې راولي. او پرېنږدو چې ماشومان مو د ځینو خودغرضه کړیو د سیاسي او حیواني ناروا غوښتنو ښکار شي.))
په کابل کې د جاپان سفیر ښاغلي Reiichiro Takahashi د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د جاپان حکومت د افغانستان د ټولو ماشومانو لپاره د مصوون تعلیمي ماحول رامنځته کول له خپلو لومړیتوبونو څخه ګڼي او زیاته یې کړه: د افغان ماشومانو لپاره د مصوون تعلیمي ماحول رامنځته کول یو ضروري ګام دی او موږ د افغانستان د تدریسي او تعلیمي ماحول د ښه والي په لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو څو غوره پوهنیزې پایلې په لاس راوړو. د جاپان حکومت خوښ دی چې د افغانستان د پوهنې له وزارت سره په دې مهم بهیر کې ونډه اخلي او هغه ګواښ ته مثبت ځواب وایي چې دغه بهیر د مناسب تعلیمی ماحول د کموالي په لړ کې ورسره مخ دی، د ښوونکو د روزنې له پروګرام سره مرسته کوي او ټولنیز خوځښت پياوړی کوي څو ولس په خپله د ښوونځیو د مالکیت او ساتنې په برخه کې جدي ګامونه واخلي. دغه مبلغ د پوهنې په برخه کې د جاپان هیواد د مرستو د لړۍ دویمه برخه ده او له هغه وروسته صورت مومي چې د کابل ښار د ښوونځیو لپاره یې د 1,000 بابه ټولګیو پروژه پیل کړې او په 2012 کال کې به بشپړه شي او یاد شوی مبلغ به د جاپان د نړیوالو مرستو د ادارې یا (JICA) له لارې تادیه شي.
په افغانستان کې د یونسیف د ادارې استازي ښاغلي Peter Crowley د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې دغه مبلغ به په محرومو ولایتونو کې ماشومانو ته د تعلیمي ماحول د رامنځته کولو په موخه ولګیږي او زیاته یې کړه: د دې لپاره چې د افغانستان ماشومانو ته په مصوون تعلیمي ماحول کې د زړه کړو زمینه برابره شي او په سوزنده لمر او یخنۍ کې زده کړو ته اړ نه وي، نو اړینه ده چې یونسیف د افغانستان د پوهنې له وزارت سره په ګډه کار وکړي څو داسې ښوونځي جوړ کړي چې لګښت یې لږ وي او والدین به د هغه په اداره او ساتنه کې لوی لاس لري.
د دې لپاره چې د افغانستان ماشومان په خپلو ښوونځیو کې مصوون تعلیمي ماحول ته بیړنۍ اړتیا درلوده نو په 2002 کال کې د پوهنې وزارت او یونیسیف د نږدې همکاریو یوه لړۍ پيل کړه. د همدې هلو ځلو په ترڅ کې د افغان زده کوونکو شمیر له یو میلیون شاګردانو څخه چې په 2002 کال کې وو اوس مهال 8.5 میلیونو ته رسیدلی چې دغه ګړندي زیاتوالي موږ اړ کړو څو د مصوون تعلیمي ماحول، د زده کړې د سهولتونو او د زده کړې د ټولګیو په رامنځته کولو کې له عادي حالت څخه په لوړه کچه ګام واخلو او خپلې هڅې ګړندۍ کړو.
د افغانستان د پوهنې له نظام سره د جاپان د حکومت بنسټیزې مرستو دا زمینه رامنځته کړه چې په کابل ښار کې د زده کړې د ټولګیو کمپاین پراختیا ومومي او افغان حکومت په دې وتوانید چې د خپلو هڅو لړۍ له مرکز څخه ولایتونو ته وغزوي چې د ټولو افغان ماشومانو لپاره او په ځانګړې توګه د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د ښه کیفیت سره یو ځای د زده کړو زمینه برابره شي. د افغانستان د پوهنې وزارت به د یونیسف د تخنیکي او د جاپان حکومت او نورو مرستندویو لوریو د مالي مرستې په لړ کې په دې و توانیږي چې دغه عالي بهیر تاند، فعال او ګړندی وساتي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه