کور / هراړخیز / تجزیه طلبي او د افغانستان تجزیه

تجزیه طلبي او د افغانستان تجزیه

دوه کاله د مخه هم د افـغانسـتان د تجزیې اوسانې او سي سانې تودې وې او ځنې پېژندل شویو سیاسي اشخاصو د ځنو ژبــنيزو او توکــمیزو کرکو په وجه او یا شاید د اقتصادي دلایلو له کبله او یا هم دا چې د خپل واک ساتلوپه پلمه په افغانستان کې د فدرالي دولت د جوړولو او یا په نښکاره توګه د افغانستان د تجزیې پــلانونه یې سره جوړول.
دا دی اوس هم هماغه پخواني څېرې د جــرمني په برلــین کې سره راټول شوي او د طالبانو سره تر سولې وروسته افغانستان کې د خپلو شخصي ګـــټو د ساتلو له پاره د متحده ایالاتو د ګنګرې د غړو سره په سطرنج بوخت دي.



تجزیه طلبي یا ځان له نوروه نه بېلول او په خپلو کې سره پاتې کېدل، ځان منزوي کول او یا د نورو سره کار او بار نلرل د شلمې پېړۍ یوه پدیده ده. نولسمه پېړۍ چې ورته د استعمار پېړۍ هم ویلی شو د دولتونو د لږېدلو او یا کمېدلو پیړۍ وه. خو شلمه پېړۍ د دولتو د ډیرېدلو پیړۍ وه. د لمړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته کله چې د اطریش ـ هنګري امپراتورۍ او عثماني امپراتورۍ ړنګې شوې، نو په اروپا، افریــکا او عرب مېشته سیمو کې ځنې دولتونه جوړ شول.همداسې د کال ۱۹۴۵م ـ تر ۱۹۸۰م ـ کال پورې د ملګرو ملتونو غړي درې برابره شول. او د شلمې پېړۍ د نوییمې لسیزې را په دې خوا د دولتونو ډیرېدل دومره چټک شوی چې که چېرې دا حالت همداسې دوام وموي نو د راتلونکي پنځوسو کالو په اوږدو کې تر پنځه سوا دولتونه به جوړ شي.


نــن دولتونه په هغه ناروغۍ اخته شوي، په کوم چې پخوا امپراتوریګانې اخته وې. پخوا به چې دوه دولته سره په جګړې شول نو پایله کې به یې یواځې یو دولت پاتې کېده. خو اوس کله چې دوه دولتونه سره په جګړه شي، پایله کې یې نوي دولتونه رامنځته کېږي. نن جګړه د یو ځای کېدو سبب ندی بلکې د بېلېدو سبب دی.


اوس اقوام د دې له پاره جګړه نه کوي تر څو په یو بل قوم باندې حاکمیت تر لاسه کړي. اوس اقوام د دې لپاره جګړه کوي تر څو کلتوري او اقتصادي خپلواکۍ تر لاسه کړي. نن هر ولس غواړي چې خپل سرنوشت په خپله وټاکي او له هغه شتمنۍ نه چې په خپله خاوره کې لري، ورباندې خپل ځان ته یو سعادتمنده ژوند جوړ کړي.
(په ځانګړې توګه هغه ولسونه چې له خپلو بشري حقوقو محروم دي.)
د بېلګۍ په توګه د شوروي اتحاد ولسونه، د یوګوسلاویا ولسونه، او یا د چک سلواکیا ولسونه، او یا هم سودان ولسونه او داسې نور….


شوروي اتحاد چې د ۱۵ جمهوریتونو نه جوړ شوی وو وروسته له تجزیې په ۲۱ دولتونو ووېشل شو. د شوروي اتحاد تجزیې ته یواځې روسیه، بیلا روسیه، اوکرائین او پاتې درې سلاوي ولسونه خوښ وو، ځکه دوۍ د شوروي اتحاد په تجزیې کې خپله ګټه لیدله. له یوې خوا دوۍ د هغه مسلمان او وروسته پاتې اسلامي جمهوریتونو له شره خلاصېدل چې په دوۍ باندې تاوان ول، او له بلې خوا دوۍ دا هیله لرله چې د شتمنې اروپايي ټولنې غړیتوب تر لاسه کړي. د شوروي اتحاد د تجزیه مخالف یواځې هغه مسلمان جمهوریتونه ول چې خپله ګټه یې د شوروي اتحاد په موجودیت کې کتله او دا هیله یې لرله چې شتمنۍ په برابره توګه په جمهوریتونو ووېشل شي.
نو په شوروي اتحاد کې ځنو ولسونو غوښته چې د مرکزي دولت نه ځان لرې او خپلواک کړي او ځنو نورو همدا غوښته چې مرکزي دولت ته ځان نور هم نږدې کړي.


په افغانستان کې هم تجزیه طلبي د ځنو ژبنیزو، توکمیزو، اقتصاد او کلتوري دلایلو په اساس د ځنو ولسونو په ګټه ده. په عین حال کې ډیر داسې نور ولسونه شته چې د افغانستان په موجودیت کې خپله ګټه ویني.


خو په ټولیزه توګه نن ټول ولسونه غواړي چې د نورو ولسونو نه بیل شي. نن هېڅ څوګ د لویېدو غوښتونکی ندی. نن هر څوګ غواړي چې دومره وړوکی او یا کوچونی شي چې د یوې ستنې له سوري نه هم تېرېدی وشي. نن هر څوګ غواړي چې خپله شتمنۍ ځان باندې مصرفه کړي، نه بل چا باندې.


د سړې جګړې په دوران کې ویل کېدل چې جرمني یو ولس خو دوه دولته دي. نن چې جرمنان د یو واحد دولت تر سوري ژوند کوي، ښکاري چې جرمنان یو دولت خو دوه ولسونه دي. دا په دې معنا چې لویدیځ جرمنان ختیځو جرمنانو ته د یو بار په سترګه ګوري. ځګه دوۍ د ختیځ جرمني د اقتصادي پیاوړتیا له پاره ډیر مالیات ورکوي. همداسې جنوبي کوریا به هم دې ته لېواله نه وي چې د شمالي کوریا سره یو ځای شي. ځکه نن د مځکې پراختیا د شتمنۍ د ټولولو اساسي منبع نده.


همداسې د افغانستان توکمیز، ژبنیز، کلتوري او اقتصادي جوړښت ته په کتنه ښکاري چې افغانستان که تجزیې کېدو خوا ته روان ندی، خو فدرالي کېدو خوا ته چې دا به د تجزیه کېدو خوا ته لمړی ګام وي، روان دی. او یا دا چې تاسي په کوم بل اند ييئ؟؟؟؟


په درناوۍ او درنښت