د طالبانو وياند پر طالب مړو د امريکايي پوځيانو بولي يو غير انساني او وحشيانه عمل بللى، خو وايي دا کار به له امريکا سره د دوى د پيل سويو خبرو په مخ کي خنډ نسي. لوېديځو رسنيو د ذبيح الله مجاهد دا خبري په يوټيوب کي د هغي ويډيو په باب خپرې کړي، چي د امريکا د سمندري ځواکونو دوه پوځيان په کندهار د طالب جنګياليو پر دوو مړيو د سپکاوي په موخه بولي کوي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم د امريکايي سمندري پوځيانو دغه عمل يو ناروا او غير بشري کار بللى دئ. همدا راز د امريکا د دفاع وزارت ويلي چي د دې ويډيو د رښتينوالي په باب يې تحقيقات پيل کړي، خو وايي د پوځيانو دغه عمل وار دمخه لا غندي. تر دې دمخه هم امريکايي پوځيانو په کندهار او د هيواد په نورو برخو د مړيو سره دې ته ورته چمونه کړي، چي د بشر له حقونو څخه سرغړوني بلل سوي دي. په ٢٠٠٩ کال د کندهار په شاولي کوټ ولسوالي کي امريکايي پوځيانو د طالبانو مړي سوځلي وو او همدا راز تېر کال داسي عکسونه خپاره سول، چي امريکايي پوځيان پر يوه افغان کوچني په داسي حال کي خاندي چي هغه د مرګ او ژوند په حالت کي ښيي او له زخمونو څخه يې ويني بهېږي.
د طالبانو لخوا په يوه بله خبرپاڼه کي دا عمل په کلکه غندل سوی دی او خبردارئ يې ورکړئ دی چي بهرني پوځيان به ددغو اعمالو نتايج په خپلو سترګو وويني .
ذبيح الله مجاهد وايي د بهرنيانو لخوا پر افغانانو ددغسي ظلم او زياتي ډېره کمه فيصدي په رسنيو کي راڅرګندیږي ، دده په وينا افغانان دا لس کاله ددغسي پېښو قرباني دي . نوموړي پر ملګرو ملتونو پر سازمان او د بشر حقوقو پر نړيوالو ادارو ږغ کړئ دی چي د امريکا دداراز غيرانساني اعمالو مخه ونيسي اوهغه شعارونه دې ريښتونی کړي چې دبشرپالنې په اړه يي دغه ارګانونه تل زمزمه کوي .