کور / تازه خبرونه / تازه خبر : د پنجوايي ولسوال په چاودنه کي ووژل سو

تازه خبر : د پنجوايي ولسوال په چاودنه کي ووژل سو

د کندهار د پنجوايي ولسوال حاجي فضل الدين آغا په يوه چاودنه کي له خپلو دوو زامنو سره وژل سوى دئ.
د آزادۍ راډيو په خپل تازه خبر کي وويل چي فضل الدين آغا له کندهار ښار څخه پنجوايي ولسوالۍ ته پر لاري د کوبي په سيمه کي له دې پېښي سره مخ سوى دئ.
د کندهار پوليس وايي دغه حمله يوه موټر ناستي ځانمرګي کړې، چي خپل موټر يې د فضل الدين آغا له هغې سره جنګولى دئ.
د کندهار امنيتي مقامات وايي په دې پېښه کي دوه پوليس هم وژل سوي او نهه نور کسان ټپيان دي، چي يو يې ملکي کس دئ.
فضل الدين آغا د کندهار يو پخوانى جهادي قومندان او قومي مشر وو، چي پر افغانستان د امريکا تر حملې وروسته يې د بولدک د ولسوال او بيا د ډنډ د ولسوال په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
فضل الدين آغا له شاوخوا دوو کالو راهيسي د پنجوايي د ولسوال په توګه دنده ترسره کوله.
پنجوايي د کندهار يوه له تر ټولو نا امنيو ولسواليو څخه وه، چي د نوموړي په ورتګ يې تر پخوا امنيت ټينګ او د بيا رغوني کارونه پکښي پيل سوي وو.