خپلو درنو ملګرو، انډيوالانو او دوستانو ته سلامونه او درناوى!
د ١٣٩٠ل کال د مرغومي د دويمې لسيزې په بهير کې زما ايميل، د انټرنېټي غلو له خوا هک شوى و. زما د برېښناليک له ادرسه يې زما يو شمېر نږدې ملګرو او ټولو هغو دوستانو ته، چې زما په برېښناليک کې يې ادرسونه خوندي وو، داسې برېښناليکونه ورلېږلي وو چې د هغوى د اندېښنې او تشويش سبب شوي وو، يوازې د (٢٤) ساعتونو لپاره چې جلال اباد ته په سفر وم او دا مهال راته د خپل برېښناليک د کتلو فرصت برابر نه شو، انټرنېټي غلو زما له ايميل ادرسه ناوړه ګټه پورته کړې وه او زما د يو زيات شمېر دوستانو د اندېښنې سبب ګرځېدلي وو. دوى نه يوازې زما دوستان په تشويش کړي وو، بلکې زما د ټولو ملګرو هغه ايميل ادرسونه، چې ماسره په سيستم کې خوندي وو، هغه يې هم ټول له منځه وړي وو، يو مهم فولډر چې زما يو شمېر ليکنې، د ځينو دوستانو مهمې ليکنې، علمي اسناد، د ژوندون راډيو ټلوېزيون يو شمېر اړوند تخنيکي اسناد او ځينې نور مهم مواد يې يا له ځان سره ساتلي او يا يې هم له منځه وړي دي. پر دې سربېره په تېرو پنځو کلونو کې زما انبکس کې تر (٣٣٠) داسې ايميلونه وو چې په هغو کې داسې ليکنې يا مواد خوندي وو چې ماته خپلو بېلابېلو دوستانو رالېږلي وو او ما يې ساتل ضروري ګڼل. دا يې هم يا پټ کړي دي او يا يې له منځه وړي دي. کله چې بېلابېلو دوستانو راته له بهر او داخل څخه تلفونونه وکړل چې زما ايميل ته چا لاره پيدا کړې، نو ژر مې کابل ته ځان راورساوه، د خپل ايميل پاسورډ مې بدل او خپل برېښناليک مې بېرته خوندي کړ. انټرنېټي غلو نه يوازې ماسره داسې ستره جفا وکړه، بلکې زما دوستان يې هم وځورول. د داسې غلو او داړه مارانو شمېر نور هم زيات دى. يو شمېر افغان ضد اشخاص نور هم شته چې هغوى په فيسبوک کې زما په نامه اکونټ خلاص کړى، زما عکس يې په کې اچولى، بې مانا، پوچې او نامناسبې ليکنې په کې خپروي. البته په فيسبوک کې د (پوهندوى محمد اسمعيل يون Mohammad Ismail yun ) په نامه د بهرمېشتو افغان ځوانانو له خوا يوه پاڼه شته چې هغه د ملتپالو افغان ځوانانو له خوا چلېږي، هغوى په کې زما او د ځينو نورو هېواد پالو افغانانو ليکنې خپروي. زما په نامه د ملتپالو افغانانو دا اکونټ تر ډېره حده مثبتې ليکنې خپروي او له خپل هېواد سره د هغوى د مينې څرګندونه کوي، خو له دې پرته هره هغه پاڼه چې زما له خپل نامه سره يې زما عکس تړلى او يا دا چې له نورو نومونو سره يې زما عکس ځړولى، هغه زما د فکر او نظر مخالفين دي او په ټوله کې له ټول افغان ولس او ملي ارزښتونو سره مخالفت لري. زه هيله من يم چې زما دوستان او نور هېوادپال افغانان د انټرنېټي او برېښنايي غلو نويو چلونو او فرېبونو ته متوجه وي.
دا ليکنه د وېبپاڼو له لارې ځکه خپروم چې ماته د خپلو دوستانو د خبرونې بله لاره نه وه، د هغوى ايميل ادرسونه زما له ايميل څخه غلا او يا ډيلېټ شوي، بل هدف مې دادى چې زموږ نور ملتپال افغانان او په تېره بيا ليکوال دې ته زيات متوجه وي چې خپل پاسورډونه لاپسې خوندي وساتي او عامو افغانانو ته مې هم پيغام دادى چې که چېرې بيا هم د ځينو اشخاصو ايميل ادرسونه غلا کېږي او بيا د هغوى دوستانو ته ترې ايميلونه کېږي، نو ډېر ژر پرې باور ونه کړئ. موږ مخکې فکر کاوه چې د تخنيکي وسايلو په پرمختګ سره به د غلا لارې بندې او داړه ماران به مهار شي، خو ددې زمانې غله د زمانې له حرکت سره موازي حرکت کوي ان د تګ چټکتيا يې له برېښنا سره موازي ده، ځکه خو برېښناليکونه هم پټولاى شي.
د تورتميزو او برېښنايي غلو د هرې کټه ګورۍ د مهارولو په هيله!
ستاسو يون