کور / تازه خبرونه / کندهار : چاودني يو تن ژوبل کړى

کندهار : چاودني يو تن ژوبل کړى

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د دې ولايت په تخته پل اولسوالۍ کي د سړک غاړي ماين چاودني يو ولسي وګړى ژوبل کړى.
خبرپاڼه ليکي چي ياد کس هغه وخت ژوبل سو چي کله ئې ټکټر د سړک غاړي پر ښخ کړل سوي ماين وخوت .
په خبرپاڼه کي دا کار د وطن د دښمنانو بلل سوى خو په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي.