د کندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چي پوليسو ئې د تېري اوونۍ په ترڅ کي يې ١٦ وسله وال نيولي.
نوموړى وايي چي د يادو کسانو د نيولو ترڅنګ ئې دوه وسله وال هم وژلي.
د نوموړي په خبره چي له نيول سوو وسله وال سره ئې يو ځاى ٦ عدده مخابرې او ٥٤ کړۍ ډول ډول ماينونه هم نيولي او وروسته يې د انجينرۍ د ټيم له خوا يا هم چاودني ورکړي او يا هم شنډ کړي دي.
نوموړى وايي چي ياد کسان ئې په ښار او اولسواليو کي د عملياتو پر مهال نيولي.