لراوبر ته د کندهار ولايت مقام له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د دې ولايت شاه وليکوټ اولسوالۍ کي د ماين چاودني دوه تنه ولسي وګړي وژلي او دوه تنه نور ئې ټپيان کړي دي.
خبرپاڼه ليکي چي ياده چاودنه تېره ورځ تر غرمې مخکي رامنځ ته سوې .
په خبرپاڼه کي دا کار د وطن د دښمنان بلل سوى خو په اړه ئې تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي.
دا لومړى ځل نه دئ چي د سړک غاړي ماين چاودني ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړه ولي بلکي تر مخکي هم په لسونو ځله داسي سوي چي د سړک غاړي ماين چاودنو د ولسي وګړو ژوند اخستى.