د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي ئې د يوشمېر چاڼيزو عملياتو په ترڅ کي اته وسله وال نيولي .
د چارواکو په وينا چي دوى د دې ولايت د پنحوايي اولسوالۍ په زنګاوات سيمه کي چاڼيز عمليات وکړل او وروسته تر هغه د ستېدو په وخت کي په يوه کمين کي وختل چي په پايله کي ئې اته وسله وال د يوشمېر وسلو سره يوځاى وينول سول.
چارواکي وايي چي په دې عملياتو کي دوى ته کوم زيان نه دئ اوښتى.
وسله والو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.