کور / خبرتیا او پيغامونه / په لندن کې ګډیِ مشاعرې ته بــلــنــه !

په لندن کې ګډیِ مشاعرې ته بــلــنــه !

بسم الله الرحمن الرحيم!


په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو ټولنه ، هرکال، د نورو مِلي، ديني او کلتوري مُناسِبتونو د تجليلونو تر منځ، مشاعرې او ادبي غوَنډیِ هم جوړوي . د سږ ( ۲۰۱۲ م) کال لومړنۍ ګډه مشاعره د جنوَرۍ په نه ويشتم (۲۹)، د يکشنبیِ (دوَيم) په ورځ د مازديګر په څلورو بجو د ټولنیِ د مرکز په تالار کې جوړيږي .
ټول افغان شاعران چې په هره وطني ژبه شعر وَيل يا راليږل غواړي، په دې شانداره مشاعره کې به، په وطنواله مينه، اِستقبال شي .
هغه افغان شاعران چې د هزاره ګي، اوزبيکي، ترکمني، بلوچي، پشه يې، نورستاني،… اوشيغناني ژبو د ښکليو او خوږو شعرونو په وَيلو او يا راليږلو سره دمشاعرې ګډونوال نازَوي ښه ده چې، د ډله ييز او عام پوهَـوي د پاره ، په خوَږه او روانه پښتو یا دري ژبه د خپلو شعرونو ترجمې هم ولري . دهر خواږه شعر سره به يې ژباړه ، همزمانه، د افغان ولسونو د ادب مينه والو ته، د ټولنیِ د يوه مجرب نطاق او ديکليماتور ( يا تکړه نطاقیِ او ديکليماتوریِ) په واسطه وړاندیِ شي .
که د وريا ځايونو قدرمن شاعران غواړي چې د ټيليفون اويا ويډيويي اړيکو له لاریِ په دې مشاعره کې برخه واخلي په لاندیِ ټيليفونونو اويا ايمېلونو دې تماس راسره ونيسي چې ګډون ته يې تخنيکي اِمکانات برابر کړو .
د ټولنی رهبري هيئت تاسو ټولو قدرمنو وطنپالو شاعرانو ته، په افغاني مينیِ، بلنه درکوي، چې د افغاني خوږو ژبو او ګډ ښکلي افغاني کلتور په ساتلو او پاللو کې، دلته او هر بل چېریِ، برخه واخلئ او خپل مِلي فرض ترسره کړئ .
په درنښت!
په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ کلتوري څانکه
دټولنیِ پته :
West Acton Community Centre
Churchill Gardens
London W3 0JN

02089938168: Tel
02089932129: Tel

sarinuk@live.co.uk