کور / هراړخیز / زړوتیا

زړوتیا


د جی. ډي. بودهیراجا کتاب (قدرت د مثبتو افکارو) او راکیش کی. میټل کتاب ( مثبت دریځ) کتابونه می لوستل چی یوه موضوع می ډیره خوښه شوه، چی دواړو لیکوالانو په خپلو کتابونو کښی ټینګار ورباندی کړی وو هغه (په ټولنه کښی زړو اوسه) تر عنوان لاندی وه نو د نورو معلوماتو لپاره می د انټرنیټ مختلیفی صفحی په دی اړوند ولټولی تر څو د موظوع په اړه نور کافی معلومات لاس ته راوړم. چی هغه دادی ستاسو په مخ کښی دی
کوښښ وکړه او ناکامه شه، بلکی ناکامه کیږه مه چی کوښښ وکړی (سټیپن کاګګوا)
موږ او تاسو باید هیڅکله هم کوښښ د تیښتی له یو ناخوښ حالت څخه ونه کړو، پر ځای ددی چی تیښته وکړو باید دا زده کړو چی د خوښي او ناخوښي په حالت کښی څه ډول او کوم ډول حالت د ځان لپاره مناسب وګڼو چی نورو ته هم د منلووړ وی، که هغه په مارکیټ کی، ډله کی، یواځیتوب او یا هم له دوست او دښمن سره وی، مطلب له هر ډول حالت او چیلنج سره. که چیرته موږ له دی هر ډول پیښو سره مخ شو نو په اینده کښی به دا زموږ پر شخصیت باندی یو مثبت او د یو معقول شخص دلالت وکړی. ځکه ژوند ټول سره چلینج ده، ژوند د ډارنواو بی زړه خلکو لپاره نده، ژوند د ټولو هغو لپاره ده کوم چی همت، زړورتیا، میړانه، جرات، او ځیرکتیا لری.
ړومبی اړخ د ژوند خوځښت ده، بغیرد خوځښت، هلته نه تجربه، نه خبری او نه هم عمل شته. او همدارنګه که چیرته خوځښت نه وی هلته به پرمختګ او ترقی هم نه وی. نو کوم وخت چی نه پرمختګ، نه ترقی، نه خبری او نه هم عمل وی نو هلته ژوند او نړی نشته
لکه څرنګه چی وینو ژوند زموږ او ستاسو د خوښیو او ناخوښیو د تشخیص سره مل نه ځی، همداشان موجونه په سیند کښی د یو شخص له خوښی او ناخوښی بغیر کښته او پورته ځی. لمر د افرادو د خوښی لپار کښته کیږی او راخیژی نه. نو له دی ځای ویلی شوی چی د ژوند هر مشکل ته باید د طبعت د مهربانی په سترګه و ګورو، د مشکلاتو په کومک موږ کولی شو چی د ښه او مناسب ژوندی پاتی کیدنی مهارت د خپل ژوند لپار جوړ کړو، که نه بی ثمره به د ژوند شپی تیروو.
دا هم باید ور زیات کړو چی ځینی وخت موږ د یو سفر په نیمه لار کښی یوه لنډه لار پیدا کړو اومزل پری وکړو تر څو هم پری ستړی نه شو او هم مو وخت پری ظایع نشی، خو د ژوند په سفر کښی لنډه لار هم نشته چی په اسانی انسان مزل پری وکړی، باید د خپل تقدیر له مشکلاتو سره مخ شی،
په لمړی تجربه کښی به شاید له زیاتو سختیو سره لاس اوګریوان شی، درته مشکله به وی ډیره، شاید ژړا ته پکښی ورسیږی لکه ماشوم، او شاید پړمخی پکښی ولویږی،سخت درد به احساس کړی، خو باید هوشیار واوسی هغه دا چی درد نه یواځی په زړه کښی ده، بلکی په ټول وجود کښی ده. که چیرته دا تجربه کولی شی نو بیا ګالونکی و اوسه ، دا یو ارزښتناکه درد ده، مه یی لیری کوه، قبول یی کړه، ښه راغلاست ورته ووایه، او احساس یی کړه، او خپله ورته ووایه چی نه دی غورځوم، قبول می یی،
کوم وخت چی دی په رضا د لمړی ځل لپاره مشکلاتو ته غاړه کیښوده ، هغه شان انرژی کوم چی نفرت دی تری کاوه په مینه به بدله شی، کوم درد چی نفرت دی تری کاوه په خوښی به بدل شی، او دا هغه انرژی ده کوم چی نفرت دی تری کاوه په برکت بدلیږی.
په چینایی دود او دستر کښی مشکلات یو مهم پرمختګ د ژوند او سولی ګڼل کیږی، دوی دا احساس کړی ده، که چیرته ژوند ډیر اسانه وی نو هلته ډیر کم فرصت د یو مناسب ژوند د پرمختګ لپاره منځ ته راځی،
همدلته له مشکلاتو سره مخ کیدل مطلب دا نده چی په مشکلاتو پسی لیڅی راونغاړو، بلکی دا ویلی شو،چی له یوه مشکل څخه لیری ځان بیول او کار پریښودل ژوند ډیر بی معنی او ساده کوی، که غواړی چی ژوند مو رنګین او ښاد شی نو د ژوند له مشکلاتو سره ډغری باید ووهل شی،ِ‎
مشکلات او سهوی د انسان د ژوند یوه برخه ده، باید قدر یی وشی کوم چی هر څه وی، ارزښتناکه ژوند هغه ده کوم چی د سخت او مشکل مزله لار یی طی کړی وی،
یوه مشهوره هندی مقوله ده، چی وایی (کوم ځای کی چی ژوند وی، هلی ځلی هلته دی، هلی ځلی چی وی ژوند هلته وی)
په درنښت