کور / تازه خبرونه / پاکستان هڅه کوي، د قطر د خبرو ضد طالب مشران په نښه کړي

پاکستان هڅه کوي، د قطر د خبرو ضد طالب مشران په نښه کړي

په افغانستان کې له وسله والو مخالفینو سره د سولې روانې هڅې او په دې برخه کې شته ستونزې بیا هم هغه څه دي، چې د کابل ورځپاڼو پرې نن هم پراخ بحثونه کړي.

محور نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي، چې پاکستان، افغانستان او ترکیه له طالبانو سره د خبرو بله کړکۍ پرانیزي.

ورځپاڼې لیکلي، چې پاکستان دا هلې ځلې وروسته له هغې پیل کړې، چې په طالبانو یې د کنټرول د پای ته رسیدو ویره زیاته شوه او په ګوانتانامو کې بندي طالبانو له امریکا سره د قطر د خبرو د طرحې ملاتړ وکړ.

ورځپاڼې لیکلي، چې افغان حکومت او پاکستان دواړه د قطر د خبرو له اجنډا لرې ساتل شوي او همدا کار د دې سبب شوې، چې دواړه لوري د امریکا او طالبانو ترمنځ په تعامل شک وکړي او یوه نوې لار ولټوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې پاکستان هڅه کوي، د قطر د خبرو ضد طالب مشران په نښه کړي او دوی په دوو ډلو وویشي، چې دا کار په قطر کې د امریکا روانې هڅې له ګواښ سره مخ کولای شي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغان حکومت کې د شاملو ځینو کړیو له خوا د سولې او پخلاینې ضد هڅو ته کتنه کړې.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د کورنیو چارو په وزارت کې په رامنځ ته شویو وروستیو بدلونونو انتقاد کړی او هغه یې په یو ډول د سولې له روانو هڅو سره په تضاد کې بللي او لیکلي، چې دا بدلونونه تر ډیره د تنظیمي ملحوظاتو په رڼا کې ترسره شوې.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا دا باور څرګند کړې، چې په کورنیو چارو وزارت کې رامنځ ته شوې بدلونونه د قطر له خبرو او د برلین له غونډې سره تړلې دي.

ورځپاڼې د ځینو کتونکو په حواله لیکلي، چې د دغو بدلونونو په لړ کې، چې کوم کسان د رییسانو او امنیې قومندانانو په توګه ټاکل شوي، تر ډیره د شمال ټلوالې سره اړیکه لري.

د ورځپاڼې په باور دغه ټلواله غواړي، چې له طالبانو سره له جوړجاړي مخکې په هیواد کې خپل ځان پیاوړې کړي او د طالبانو د راتګ مخنیوی وکړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا بدلونونه له ډیره پخوا پیل شوي وو، چې په کې یوازې له یو ولایت او ګوند څخه پنځه پنځوس کسان په مهمو دندو ګمارل شوي وو.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې بیا د قطر او برلین هڅې یوه داسې وارداتي حل لاره بللې، چې د افغانانو ستونزې نه شي هوارولې.

د ورځپاڼې په وینا افغانان له هغه چا، چې د سولې لپاره کار نه کول غواړي کومه غوښتنه نه لري، خو له هغو کسانو، چې په رښتیا هم د ستونزو حل غواړي دا هیله لري، چې د افغانستان د اوسنیو شرایطو په رڼا کې یوه افغاني حل لاره پیدا کړي.

هیواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرلیکنه کې بیا د برلین غونډه، چې په کې یو شمېر افغانانو او بهرنیانو ګډون کړی و، له ملي ګټو سره په ټکر کې بللی.

ورځپاڼې په نهایت کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان بهر د دا ډول غونډو، چې د افغانانو د یوالي په خلاف دي مخه ونیسي.

ورځپاڼې دا کار ځکه هم ضروري بللې، چې داسې خوځښتونه د افغانانو ترمنځ د نړیوالې ټولنې او په تیره بیا د امریکا او جرمني په وړاندې کرکه پیدا کوي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا پداسې حال کې، چې د سولې لپاره هلې ځلې روانې دي، وسله والې حملې هم ددغه بهیر لپاره زیان اړونکي بللي.

د ورځپاڼې اشاره تر ډیره د پکتیکا ولایت پرونۍ حملې ته ده، چې پکې په دغه ولایت کې د مخابراتو مرکز په نښه شو.

ورځپاڼې لیکي، چې دا ډول حملې اوس مهال د ښکیلو اړخونو ترمنځ د باور د رامنځ ته کولو لپاره روانې هڅې زیانمنوي او له دې سره د افغان حکومت هغه شرط تر ډیره منطقي ښکاري، چې د جوړجاړي لپاره د هڅو له پیل نه مخکې باید اوربند وشي.

ورځپاڼې لیکلي، چې اوس افغان ولس له بل هر چا زیات له طالبانو دا غوښتنه کوي، چې د حملو لړۍ بنده کړي او دا ځکه، چې دا ډول حملې یوازې او یوازې د ولس او طالبانو په زیان دي.