په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال ميخايل کيفنګ نن کندهار ولايت ته سفر وکړى او دلته يې له کندهار والي سره د هغه د کار په دفتر کي وليدل.
له نوموړي سره په دې ليدنه کي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام مشر منوج بسنيات او په سهېل کي د ملګرو ملتونو د سياسي نمايندګۍ UNAMA مشر ميدو صمدوف هم يو ځاى ول.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا راغلي هيئت ته تر ښه راغلاست ويلو وروسته هغوى ته د کندهار ولايت د اوسني امنيتي، حکومتداري، پرمختيايي چارو انتقال پروسې د وضعيت په اړه هر اړخيز معلومات وړاند ي کړل.
هغه وويل چي په کندهار کي امنيت په پرله پسې ډول د سمون لوري ته روان دى او په دې وروستيو کي د ميانشين ولسوالي هم چي د تيرو نژدې شپږو کلونو راهيسي د وسلوالو مخالفينو په کنټرول کي وه د دولت لاس ته لوېدلې ده او په وينا يې هيله مند دى چي وروستۍ پاته ولسوالۍ غورک به هم ډېر ژر د ملي امنيتي ځواکونو لخوا تصفيه سي.
نوموړي زياته کړه چي د حکومتدارۍ هڅي تر ولسواليو او ليري پرتو کليو رسېدلې او په زيات شمېر ولسواليو کي د څارنوال او قاضي په ګډون لسګونه دولتي مامورين پر دندو ګمارل سوي دي.
کندهار والي وويل پر يو جامع پلان باندي کار کوي چي تر راتلونکي دوبي پوري دغه ولايت د انتقال پروسې جوګه کړي او دلته ټولي چاري د افغانانو لخوا مخته يووړل سي.
هغه د ننۍ ليدني پرمهال يو ځل بيا يادونه وکړه چي مرکزي اداره هغسي چي ښايي مرسته او همکاري نه ده کړې او له تيرو دريو کلونو راهيسي په کندهار کي سکتوري ادارو ته پرمختيايي بودجه هم نه ده ورکول سوې.
نوموړي وويل چي په ولايت کي يې پوهنه اولويت دى او په دې برخه کي د خلکو علاقه او مينه هم زياته سولي ولي لاهم د مسلکي ښوونکو کمښت او نه شتون لا هم د لويي ستونزي په توګه پرته ده.
والي غوښتنه وکړه چي نړيوالي مرستندويه ادارې دي د پروژو شکل ته تغير ورکړي او پر اساسي او حس کېدونکو پروژو دي کار وکړي څو د اوږدمهال لپاره ترې کندهاريان ګټه واخلي.
هغه همداراز غوښتنه کړه چي مرستندويان دي د محلي ادارې په خوښه او د هغوى له غوښتنو سره سم پروژې پلي کړي او پيسې دي ولګوي ځکه په خبره يې چي محلي اداره تر نورو هغو په ښه ډول خپلي اړتياوي تشخيص کولاى سي.
والي د ننۍ ليدني پرمهال يو ځل بيا غوښتنه وکړه چي بايد په کندهار کي د ځوانانو لپاره له ښوونځي وروسته هم يو شمېر روزنيز او بوختوونکي پروګرامونه تاسيس او ايجاد سي تر څو ځوانان هلته مصروف او بيا له وسلوالو مخالفينو او نورو ډلو ټپلو لخوا استعمال نه سي.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د خاص استازي مرستيال ميخايل کيفنګ چي نن يې له کندهار والي سره کتل وويل تر وسه وسه به هڅه وکړي څو په لوړه سطحه د مرستندويه ادارو سره دغه مسئله مطرح کړي چي په نتيجه کي به يې په ولايتي سطحه د پرمختيايي چاري همږغي سي.
نوموړي وويل چي په لوړه سطحه به د موضو ع تر شريېکدو وروسته دلته د امکان ترحده چاري د محلي ادارې په خوښه مخته ولاړي سي او سيمه ييزه حکومتداري به نوره هم پياوړې سي.
هغه په کندهار کي د محلي ادارې او سيمه ييزو امنيتي ارګانونو لخوا د امنيت د سمون په برخه کي پورته سوي ګامونه وستايل او هيله يې وښوده چي دغه پروسه همدا ډول جاري وساتل سي څو د انتقال پروسې ته لاره هواره سي.