کور / تازه خبرونه / روسيه: د روان کال په جولاى کي به د افغان پوځ د الوتکو قرارداد بشپړ کړو

روسيه: د روان کال په جولاى کي به د افغان پوځ د الوتکو قرارداد بشپړ کړو

د روسي پوځ د تخنيکي همکاريو د خدماتو اداره وايي د روان کال د جولاى ترپايه به افغانستان ته ٢١ څرخکي ورسوي چي امريکا د افغان پوځ دپاره ځني رانيولي دي.
ياده سوې اداره وايي دغه څرخکي د امريکا متحده ايالاتو د ٣٧٦ ميليون ډالرو په ارزښت د يوه قراداد له مخي د افغان پوځ دپاره ځني غوښتي وې، چي نهه دانې يې د ٢٠١١ کال د ډمسبر په مياشت کي افغانستان ته رسېدلي دي.
امريکا وايي افغان پوځ ته يې ځکه روسۍ څرخکي رانيولي دي، چي د افغانستان پوځيان د روسۍ څرخکو او وسلو له تخنيک سره بلد دي.