کور / تازه خبرونه / کابل: علومو اکاډمۍ د عينک د تاريخي آثارو په باب سيمينار جوړ کړ

کابل: علومو اکاډمۍ د عينک د تاريخي آثارو په باب سيمينار جوړ کړ

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د تاريخي آثارو د څېړني په باب پرون په کابل کي يو علمي سيمينار جوړ کړ.
سيمينار د لوګر د عينک له کان څخه د تاريخي آثارو د رايستلو او کابل ته د انتقال په باب جوړ سوى وو، چي د ولسمشر کرزي پيغام هم د علومو اکاډمۍ د مشر عبدالباري راشد له خوا پکښي ولوستل سو.
ولسمشر کرزي په خپل پيغام کي افغانستان د تاريخ په اوږدو کي د بېلابېلو تمدنونو زانګو بللې او ويلي وو چي د هيواد په هره برخه کي مختلف تاريخي ځايونه او آثار د کورنيو او بهرنيو لرغونپوهانو له خوا په تېرو کلونو کي کشف سوي دي.
د عينکو د مسو کان چي يوې چينايي کمپنۍ يې د ر ايستلو کار پيلوي، اوس يې کار ځکه له ځنډ سره مخ سوى چي په دې سيمه کي د سوونو کلونو لرغوني آثار پيدا سول.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ويلي وو چي د دې آثارو را ايستل به دوه نور کلونه وخت ونيسي، خو چينايي کپمنۍ ويلي وو چي دوى د تاريخي آثارو په خاطر خپل کار نسي ځنډولاى.