یار ځما په راز دمینی نه پوهیږی
نادان زړه می تل هغه پسی ځوریږی
که په لاره د ګد ر ورته دریږم
چی نظر یی شی پر ما ډیر په قهریږی
که ځان ورک کړم له نظر یییو څو ورځی
د ریبار په لاس تروی ترخی را لیږی
زړه نا زړه یار په مینه کی اخته دی
هم له ما نه مینه غواړی هم شرمیږی
را نه لار د عا شقی دی ورکه شوی
په خیالونو کی ( مل) هر ګړی ډوبیږی
۰۷-۰۲-۰۷جرمنی